دلبره


د ۱۹ پېړۍ تر پای هم د پښتنو میرمنو ژوند پټ او په اړه يې چا نشول لیکلی. نامتو سیاسي مشرعبد الصمد خان اڅکزی ممکن هغه لومړی لیکوال و چې د خپلې مور د ژوند یو تصویر يې وړاندې کړو. “دلبره” د کندهار اوسیدونکی او د خپل میړه نورخان د مشر تربور لور وه. هغه وخت لوی خان به هغه و چې د لور په سر به يې دروند ولور اخیستو. خو د دلبرې واده بې له ولور وشو او هغې د ګلستان په عنایت کلي کې ژوند پېل کړو. نورخان یو روڼ اند سړی او په کورنۍ کې يې میرمنو ته پوره درناوی کاو. د ده دواړه وروڼه مړه و او نارینه اولاد يې نه لاره. خلکو به ورته د دویم واده مشوره ورکوله خو ده به ویل چې د دوو میاندو اولاد چرې هم د یو بل سره خواږه نه وي. وروسته دلبرې ته خدای دوه زامن ورکړل چې عبد السلام او عبد الصمد نومیدل.
د ۲۰ پېړۍ پېل د برټش بلوچستان په سرحد د جنګونو زمانه وه. دلبره به هم له دغو پیښو اغیزمن شوی وي.
ورسره کاختۍ ( قحط) حالت و ځکه باران نه و شوی، کښت او د څاروو لپاره واښه لږ او میوه یخ وهلی وه. یواځې د اوربشو فصل ښه شوی و او ” مور به مې ټوله ورځ له دغو اوربشو وړې او غټې ټیکۍ پخولې.” د دوی کلي ته په سوونو بې وزله خلک راغلل چې ټوله ورځ په کورونو ګرځیدل. اڅکزی د ۱۰ کالو و چې نور محمد خان مړ شو او ماما محمد علی خان يې سرپرست شو. مور يې ډېره دینداره او لمونځ ګوزاره وه. دی لیکي هغه دومره قابله وه چې ” ټول کور او جایداد يې خوندي کړو او دومره پېسې يې سپما کړې چې په هغې يې نورې اوبه واخستې.”
دلبر به پښتو لوستلې شو او هغه وخت په شته منو ( خانانو) کورنۍ کې به ښځو د قران کریم د لوست نه علاوه د پښتو کتابونه هم لوستل. اڅکزی لیکي چې زما مور تر وروستي عمر څه نا څه لوستل او تر ” اویاو کالو پورې به يې د لوستو سره سره څه نا څه نوۍ څیز زده کاو.” دلبره یوه میړنۍ میرمن وه چې د زامنو د سیاسي فعالیت او د انګریز له خوا د دوی د ګرفتارۍ په وخت يې په صبر او زغم ښودلو. پښتنو ښځو تل خپل د کور سړي غزاګانو او نورو سفرونو ته رخصتول. د دوی د راتلو لارې يې څارلې خو د سیاسي مخالفت لپاره د سړو جیل ته وړل هغه وخت یو نوی کار و. ډېر پوهه او تکړه خلک پرې نه پوهیدل خو د یو مور لپاره دا لوی کړاو و. د زامنو د بیلتون نه علاوه د کور کاله سمبالول د دلبر پر غاړه شول. اڅکزی وای چې ” یو ځل خو داسی هم وسوله چی مونږ دواړه وروڼه جېل ته لاړ و او د کور او تول ټوله زیرمه زخمه یو وار بیا هغې ته یوازې پاته سوله خو هغوی تر پایه کله هم زموږ په مخ کی څه خنډ نه پیدا کاوه. تل به په ښه زړه جېل ته د تګ پور(پر) وخت خدای په امانی راته ویله او د راتلو پور وخت هرکلی.”
د پاکستان له جوړیدو وروسته هم د اڅکزو تکلیفونه لږ نه شول او څه وخت لپاره عبد الصمد په کور کې بند و. په ۱۹۴۸م کې يې ناڅاپه د ده د ګرفتارۍ او جیل ته د وراستولو امر وشو. د مور سره خپل وروستي ملاقات حال داسې لیکي، ” نیولو له مې بلا پولیس سپایان او افسران د پشین اي –ای –سی او ډېر لیویز راغلی وو. چی زه څه وخت خدای په امانۍ له ورغلم نو د ۷۶ کالو دی بهادری پښتنې راته وویل ” زویه په خدای دې سپارم . که څه هم باور مې دۍ… چی زما نو اوس ډېر ژوند پاته نه دی- چی ته راځی…زه به نه یم او زه به دی بیا ونه وینم خو دا د کور بند ما ته څه زنانه غوندی کار ښکاریده. تر دې جیل ښه دی: بیا يې ښکل کړم او زه ترې لاړم. او ریښتیا مو بیا سره و نه لیدل. زه په مچ جیل کې وم چی دا مېړه مخه پښتنه (دلبره) په کال ۱۹۴۹م کې مړه سوله. د مرګ په وخت زما خپلوانو د سرکاره زما د پاره د بنده چوټۍ (پېرول) غوښتۍ وو چی څه ناپیښه خبره نه وه . ډېرو بندیانو له ورکوله کیده…اوس هم ورکول کېږي. خو خپل مسلمان سرکار رانه کړله. چی تر ننه د کورنۍ د ډېرو خلکو د زړه داغ دی.”
بیا د ۵ کالو له بند وروسته، په ۱۹۵۳م کې عبد الصمد خان اڅکزی خپل کور ته لاړو نو د هرکلي لپاره يې مور نه وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.