
د پټنې ښارڅخه ۹۸ کلومیټر جنوب ختیځ کې یوه پراخه زمکه کې د لرغونی نالنده پوهنتون کنډوالې ښکاري.
په ۱۸۱۲م کې د سکاټلینډ یو سروی کوونکي، “فرانسس بوکانن”، په خپل راپور کې د دې حال ولیکلو. په ۱۸۶۱م کې نامتو برطانوي لرغون پوهه الیګزانډر کننګهم هلته د نالنده پوهنتون د شتون ذکر وکړو. د ودانیو دا جوپه ۲۳ هیکټاره زمکه کې پرته وه چې تر اوسه يې نیمه برخه هم نه ده سپړدل شوې.
د اوومې پېړۍ نامتو چینای راهب او عالم خوان زانګ (هیون څانګ) کله چی په ۶۴۵م کې د هند د سفر څخه وروسته بیرته خپل وطن ته ورسیدو نو یواځې د نالنده پوهنتون ۶۵۷ صحیفې ورسره وې. د دغو یوه برخه هغه په چینایی کې ترجمه کړل. په دغو صحیفو کې هغه په نالنده کې د یوې لوی سټوپې ذکر کوي چې په دریم میلادي پېړۍ کې اشوکا باچا د یو بودایی راهب په تبرک جوړه کړی وه. وروسته په څو پېړیو کې دا ترمیم او رغول کیده چې اوس هم شته. د دې چاپېره د نذر سټوپې دي چې پکې د نالنده د نامتو عالمانو ایره ساتل شوی وه.
د میلادي پېړۍ له پېل څخه بودای راهبان به د دغو سټوپو سره نزدې یو خانقاه کې د دین او فلسفې په اړه خبرو ته راټولیدل. ورو ورو د دوی شمیره زیاتیده او د لیرې ځایونو نه راهبانو پکې شپې کولې. په دریمې پېړۍ کې د هندوستان “ګپتا” راجه ګانو په وخت علوم او هنر ته ډېر پام وشو. د دې ټبر یو باچا ” کوماره ګپتا” چې پخپله کټاس برهمن ( هندو) و، په نالنده کې د یو بودای درسګاه د جوړولو امر وکړو. دغو باچاهانو د بودا تعلیمات، د هغه فلسفې او عقیدې ته درناوی کاو. د دوی په سرپرستي په نالنده کې د عقیدو د درسونو سره سره د زغم او د پوهې کلچر وغوړیدو.
د خانقاه د غولي بل سر کې د لیکچر لپاره تالار او د استادانو کوټې وې. دلته د طب، منطق، ریاضي او د بودهای دین نه علاوه د هند دودیزه آیورویدک (حکیمي) درملنه چې اوس په ټولې نړۍ کې نوم لري، په لومړي ځل ولوستل شول.
په ۴۲۷ م کې نالنده د نړي لومړی درس ګاه وه چي زده کوونکو لپاره پکې د اوسیدو انتظام هم و. په یو لیکچر هال کې به ۳۰۰ شاګردان کیناستې شول. د استاد لپاره پکې یوه ټیټه دکانچه جوړه وه.
د لیرې پرتو سیمو د شاګردانو لپاره هاسټل هم و چې هر یو لپاره بیله کوټه وه. په هرې کوټې کې دوه طاقچې یوه د ډیوو ایښودو او بل د جامو او نورو توکو لپاره جوړ وو. د کوټې د دروازې سره یو څلور ګوټیزه طاقچه د دوی د شخصي خطونو لپاره وه. د هغه وخت په دود په دېوالونو د ښکلا لپاره برسنډې ګل او نوره نقاشي کیده. د انځورګرۍ، تعمیرات او په ګچ د نقاشۍ هنر نورو شرقي ملکونو ته هم کډه وکړه.
نالنده پوهنتون کې د داخلې نه وړاندې به شاګرد سره یو انټرویو (مرکه) کیده چې پکې د پوهنتون استادانو پوښتنې کولې. استادان به هم د هند د ګوټ ګوټ نه د خپل استعداد په بنسټ اخیستل کیده. په شپږمې پېړۍ کې د ریاضي نامتو استاد آریابهاتا د نالنده پوهنتون چانسلر و چې په لومړي ځل يې د صفر مفکوره وړاندې کړه. د دې پوهنتون لوی عالمان به چین، کوریا، جاپان، انډونیزیا، سریلنکا او افغانستان ته د تبلیغ لپاره ورتلل. یو وخت به دوو زرو استادانو، لسو زرو شاګردانو ته تعلیم ورکاو.
د نالنده تر ټولو لویه علمي خزانه د دې کتابتون (لایبریري) و چې پکې د پام په پاڼو لیکلی نهه میلینه مسودې ایښې وې. د تبت یو بودای عالم د دغې کتابتون په اړه لیکي چې د دې نهه پوړه وو او وروستی سر يې په وریځو کې پټ و. نالنده تر ۸۰۰ کاله وغوړیدو او بیا په دولسمې پېړۍ کې د افغانستان یرغلګر بختیار خلجي ویجاړ کړو.
خو په دغې پوهنتون لومړي حمله د اسلام نه په خوا پینځمې پېړۍ کې د هن (یفتلي) ځواکونو مشر مهرکله وکړه. دده جنګیالي په عبادتځایونو کې د نذر قیمتي تبرکاتو د چور لپاره بدنامه وو او بودای سټوپې به يې ورانولې.
په نالنده دویمه حمله په اتمې پېړۍ کې د بنګال “ګوړه” باچا له خوا وشوه. څرګنده نه ده چې دغه برهمني باچا د مذهبي تعصب له کبله نالنده په نښه کړه او که سبب يې بل څه وو. د دغو دواړو حملو نه وروسته د نالنده ودانۍ نه یواځې بیرته ورغول شوې، بلکه راجه ګانو ورته د نورو جوړښتونو لپاره پېسې هم ورکولې.
د خلجي باچا د حملو په وخت په ټول هند کې بودای دین مخ په ختمیدو و او په بودیزم کې داخلي فشار له کبله راهبان د یو بل سره په جنګ وو. دا دین په بې شمیرو فرقو وویشل شو او د هند بودایی “پاله” سلطنت چې د اتمې پېړۍ راهیسې يې د نالنده سرپرستي کوله، لاس ترې راښکلو. په ۱۱۹۰م کې بختیارخلجي په بهار حمله وکړه او د دې کتابتون ډېره برخه وسوځیده. خو ځینې قیمتي نسخې هغو راهبانو له ځانه سره وویستل چې د حملې په وخت په تېښته وو. په دوی کې ځینې د لرګي په ټوټو لیکلې وو چې اوس په تبت او د امریکا د لاس اینجلز په هنري میوزیم کې ایښي دي.
شا و خوا اته پېړۍ وروسته د هند عالمانو څرګنده کړه چې خلجي، نالنده د مذهبي تعصب لپاره نه وه ورانه کړی بلکه هلته ایښې قیمتي تبرکات يې په نښه وو. په ۱۹۳۴م کې د هند لرغون پوهه ایچ-ډی- سنکالیه د نالنده پوهنتون په اړه خپل کتاب کې ولیکل چې د دې ودانۍ د یوې کلا په بڼه جوړه وه. هغه وخت په داسې ودانیو کې به خزانې ایښودل کیدې. د نالنده په اړه د هند څو عالمانو په څېړنو کې وایی چې د خلجي ۳۰۰ مسلمان پوځیان نالنده ته ورننوتل. د دومره لوی پوهنتون ورانول اسانه نه وه او ښایی چې دوی هلته لوی تیږې وویستلې چې ممکن دیارلس کلومیټر، بهار شریف د جومات جوړولو لپاره يې پکارې وې. د مسلمانانو د لومړۍ حملې څخه وروسته، سل راهبان د خپل مشر سره بیرته نالنده کې میشت شول. دوی هیله لرله چې نور به خلجي پوځ ورباندې غم غرض نه کوي. پخپله د هندوانو د هغه وخت اسناد وایی چې کله په ۱۲۳۵م کې “دهرماسوامي” نالنده ته ورغلو نو هلته دوه خانقاو کې عبادت کیدای شو.
اوس په نالنده کې یو میوزیم کې ۱۳ زره اثار ساتل شوي دي چې دلته په کنستون کې رابرسیره شول. په دوی کې د ګچ نقشونه، د بودا د برونزو مجسمې، د عاج ( هاتي غاښ) او نورو هډوکو ټوټې چې د بیلا بیلو ذینتي توکو نه مات شوي وو. په دوی کې یواځې ۳۵۰ نندارې ته يې ایښي دي. په شلمې پېړۍ کې دغه کنډوالې د یونیسکو له خوا د نړۍ میراث او یوه ژغورلې سیمه اعلان کړه.
په ۲۸ مارچ ۲۰۰۶م کې د هندوستان یوولسم صدرعبد الکلام په بهار کې یو کانفرنس ته د خطاب په موقع وړاندیز وکړو چې د نالنده پوهنتون دې بیرته فعال شي. د هغه خبره ومنل شوه او د ۲۰۱۰م تر پای د هند پارلیمان، د نالنده په نوم یو نوی پوهنتون د جوړولو لپاره قانون منظور کړو. دغه پوهنتون کې اوس د نوي علومو زدکړه کېږي.
صفیه حلیم