زما ژوند او ژوندون(۲۲)


په دسمبر ۱۹۳۱م کې د ګورنر جنرل استاځی “بروس” نومې انګریز په جیل کې اڅکزي خپلې کوټې ته وروغوښتل. “ملا مطلب” سره يې بیل ولیدل او دوی يې د مچ څخه بیرته د کوټې جیل ته واستول.
عبد الصمد په هغو یخو ورځو کې د کوټې جیل زندانیانو د جامو حال وایی. “د تورې شړۍ یو کوټ رنګه شی چی نه د سړی پور ګیچه وو او نه تود زیاتره زاړه اوڅیرېیو هم دغه شان پتلون یا نیکر وو- یو د تورې شړۍ (کمبل) غوږه وره خولۍ او یو نیمچه پوستین پکښی زیات سوۍ وو چی سړی به واغوستل نو به د زنګله وه جیناور(ځناور) ته سړی زیات نیژدې ایسیده. ”
د جیل په بارک کې د شپې به دوه انګیټۍ ( بخارۍ) بلیدل او چارواکو د هر یو د پاره به ۱۵ سیره لرګي یا ډبرین سکاره ورکول چې نیم به د جیل نوکرانو یوړل او نیم به د قیدیانو په برخه شول. هر یو بخارۍ به د شلو کسانو لپاره وه خو درې څلور تنه مشران یا مخه ور بندیان به ورته نزدې ناست وو او نورو به د دې په لیدو زړه خوشاله و. که د ورځې هر څومره یخ به و خو دوی ته به يې بخاري نه ورکوله. دومره وه چې په سخته یخه ورځ سهار به پیرنګي ټیلیفون وکړو چې نن په بندیانو کارونه مه کوئ. په جیل کې دننه دې منډې ووهي چې ګرم شي. د یخنۍ له کبله په ګرمو جامو کې سپږې زیاتې شوې. اڅکزی لیکي چې د مچ پاک روڼ او ارت جیل مو لیدلی و نو د کوټې په جیل کې تنګ وو.
د کرسمس په ورځ ( ۲۵ دسمبر) يې اڅکزي، سهار د لاټ بنګلې ته روان کړل. د دوی په لاره کې د “هودی” بازار و چې هلته یو دکان مخې ته د دوی لیدو لپاره يې خپلوان ولاړ وو. دوی ورسره ستړي مه شي او ښه په خندا او ښه زړه سلامونه کول. خو عبید الله خان په ارمان ‌ژړل. لږ وخت پس ملا عبد العلي کاکړ په ټانګه کې راغلو، سلام يې وکړو “ډېر بد ژړل او اوښکې بهیدلی. ” اڅکزي ډېر سوچ وکړو چې دوی ولې ژړل؟ ښایی دا د ناچارۍ نښه وي چې لاس پښه نشي خوځولې. خو د عبد الصمد فلسفه دا وه چې کله یو سړی د خپل مراد لپاره په څه کار پېل وکړي یا په زړه کې تکل وکړي چې د دې مراد لپاره به داسې کووم نو بیا ژړا نه ورځي.
دغه قیدیان يې د لاټ صیب په چمن کې یو ځای د نمر پیتاوي ته کینول. ملا مطلب هم د پولیسو په بدرګه راغلو او نزدې دولس بجې يې دننه وبللو. لږ وخت وروسته بهر راووتلو نو د اڅکزي ملګري يې یو یو دننه بللو او بهرچې به راوتلو نو د نورو څخه يې بېل کینولو. د عبد الصمد وار راغلو او دی دننه د لاټ صیب مخ ته ودریدو چې هلته بل څوک نه وو. “بروس” ښه روانه پښتو ویلې شوه او څه پاڼې يې مخ ته پرتې وې، هغوی ته يې کتل. “له ما يې بې سروپایه تپوسونه کول او څه به يې لیکل او ما تی کتل نه. ” تپوسونه يې ډېر او څه دا شان وو- نوم-ړد پلار نوم- کور- زات- څومره لوستی يې-څه دی لوستي دي-چیرته دی لوست کړی دی-واده لری-ښځه دې څوک ده-بچي دې سته- هیند له کله تللې وې- چیرې چیرې؟
ده ورته وویل چې ټول شمالي هند کې ګرځیدلی او د یو یو ځای نوم يې ورته وښودل. له پیښور تر ډېلي يې سل ځایونه ورته یاد کړل نو بروس ورته وویل چې دا خو لیونتوب دی. اڅکزي جواب ورکړو چې د خپل قام او هیواد سره مینه لیونتوب نه دی. بروس ترې پوښتنه وکړه چې که حکومت تا له لږه ازادي درکړي نو ستا خوښه ده؟ اڅکزي پوښتنه وکړه چې لږه ازادي څنګه وي؟ هغه ورته د جیل نه بهر خپل کور کې د اوسیدو وړاندیز وکړو. خو شرط يې دا و چې لیرې لیرې به نشې ورتلای. دا په خپل کور کې نظر بندي وه نو عبد الصمد ورته وویل چې دی يې نشي منلی. په جیل کې د نورو بندیانو په شان جامې اغوندي او د هغوی په شان اوسېږۍ. د جیل نه بهر به نور خلک په خپله خوښه ګرځي او دی به په خپل کور کې بند وي. بروس هغه رخصت کړو او بیرته څو ورځې يې په کوټې جیل کې د ساتلو څخه وروسته، عبد الصمد او ملګري يې بیا مچ جیل ته بوتلل. هلته په “کوارنټین” کې ترینه انګریز داروغه پوښتنه وکړه چې کوټه کې څه وشول. ده ورته د لاټ صیب ( بروس) سره د ملاقات حال بیان کړو چې ده د کور نظر بندي ورسره نه منله.
کله چې دوی د کوارنټین نه راووتل نو دی يې بیا دوبي ګاټ ته او ملګري يې کارخانې ته واستول. خو دا ځل د شپې اڅکزی د څلورم په ځای دویم بارک کې يې وساتلو. هلته یو سړی امیر جان کاکړ د ږوب د کلا سیف الله اوسیدونکی هم بند و. په سر کې يې د ده ورته زیات پام و ځکه د اغوستو لپاره به يې ورته سرې جامې ورکولې. دا ددې نښه وه چې هغه د جیل څخه د تښتیدو هڅه کړی وه. وروسته يې ورسره زړه ولګیدو ځکه دی “ښه پوهه، بیغمه او شرمناکه سړی و. “خو یوه عجیبه خبره پکې دا وه چې ماښام تر ناوخته چې دی به ویده کیدو نو یوه پنجسوره به يې مخ ته نیولې وه او دی به ورته ځیر و چې ډېر په مینه( استغراق) يې لولي. دا څه عجیبه کار نه و ځکه په جیل کې زیات تره بندیان “غله ډاکوان او بچه بازان ډېر زیات لمونځونه موي او ډېر زیات د خودای کیتاب لولی. ”
د دې سبب د هغوی په دین عقیده نه وه بلکه قران او دیني کتابونه يې د کوډو(جادو)وسیله ګڼي چې د دې په لوستلو به ناروغ ښه کېږي او بندیان خوشې کېږي. د یو یو ټکي په لوستلو به لس نیکۍ ګټي او هره ورځ په لوستلو به دا نیکۍ په کلونو کې کروړونه او لکونه شي. خکه خو يې لکه د طوطي په شان لولي. لنډه دا چې په جیل کې به اوږده لمونځونه، روژې، تسبیح او شپه ورځ د دیني کتابونو توري لوستل زیات وو.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *