د څلورمې پېړۍ د ګندهارا پر سکو یو نوم ” کیداره” هم لوستلې شي. د سرو زرو په دینار یو باچا د اوسپنې خول ( هیلمټ) په سر دی. دی په یو قربان ګاه نذر ورکولو په حالت ښکاري چې په یو لاس کې د هندوانو ترشول او بل کې د باچاهۍ امسا ده. د سکې په بله خوا د ده نوم په برهمي ژبې کې “کوشانه کیداره کرن” لوستل کېږی. په دغه مخ د ” اردوکشو” اسطوره پر تخت ناسته، په یو لاس کې ګلونه او بل کې د میوو ډک ښکر نیولی ښکاري.
لومړۍ کیداري باچا د کوشاني قامونو په شان په ۳۰۰ میلادي کې له سغدیه راتاند شو. دی د خپلو جنګیالو سره ګندهارا ته لاړو او په کشمیر او پنجاب کې د ساسانیانو واک ختم کړو. د ده نوم ( کیداره) یواځې په سکو او د هند پخوانیو متنونو کې پاتې دی. ځینې پوهان دوی هن (یفتلي) ګڼي او نور وایی چې دوی د “هن” قبیلو په حملو باختر څخه ووتل. د کیداري قام د نسل په اړه معلومه نه ده نو ځکه د یفتلي قبیلو یوه څانګه ګڼلې شي. په څلورمې پېړۍ کې ساساني حاکم دویم شاه پور د یو بل باچا ” ګرومبت” ( قروم پت) د حملو مقابله کوله چې له سغدیه ورغلی و. د ګرومبټ په اړه هم وایی چې دی ” کیداره” و. اخر چې د دوی د مقابلې توان ورسره نه و نو روغه يې وکړه. بیا د هغه پوځ يې د روم سره مقابلې لپاره ځان سره یوړو او د امیدا کلا ( دیار باکر) يې محاصره کړه.
د کیداري په اړه بل د چین سرچینې وایی چې دوی د “یوژي” قبیلې یو قام و او هغوی سره يې خپلوي لرله. د دوی اولادونو بیا د کشان نوم خپل کړو. لومړي کیداره په ترکستان او ګندهارا کې خپلواکه شو نو ځان يې ” کشان شاه” بللو. دا لقب تر هغې د هندي ساساني باچاهانو لپاره کاریدو. د هند په شمال لویدیځ ( کشمیر پنجاب او ګندهارا) کې کیداریانو خپل ځان د کشان اولاد ګڼلو ځکه هغوی سره يې نسلي تړاو و.