شلمه میلادي پېړۍ د شپې رڼاګانو دوره وه او خلکو په لومړي ځل د پیټرومیکس نوم واوریدو.
تر هغې به خلکو په ډیوه او لالټین کې د خاورو تیل بلوو. خو د دې رڼا به کمه او بویی به يې کاو. په ۱۹۱۰م کې د جرمني یو ساینس دان “میکس ګرایټز” د سپرټ یو څراغ جوړ کړو چې په ساینسي لیبارټرۍ کې به کاریدو. د سپرټ نه علاوه هغه په پیټرول هم تجربې کولې چې ډیوه پرې بله شي او زیاته رڼا ورکړي. یو وخت هغه د لالټین په بیخ کې د خاورو تیل واچول او د دې یوې ډډې ته جوړ په یو وړوکي لاسي پمپ هوا وردننه کړو. په دې حرکت د خاورو تیل په ګیس بدل او د یو سوري نه بره وختل چې هلته د ” ایسبیسټوس” موادو جالۍ پرې روښانه شوه. د دې رڼا د عادي لالټین نه زیاته او بویی يې نه و. د عادي لالتین په پرتله دا د خپل موجد نوم ” پیټرو میکس” په نوم مشهور شو. د دې جوړول اسانه او په رڼا به يې لویه سیمه روښانه کیدی شوه. د هند په لویه وچه خلکو ورته ” ګېس” ویل او د واده ښادۍ په موقع د شپې محفلونو کې به يې کارول.
د ۱۹۶۰م په لسیزه کې هم د پښتونخوا په کلیو کې د شپې ” ګېس” یا پیټرو میکس په حجره کې رڼا ورکوله.