دښارپه منځ کې په لوړې مينارې د يو شهزاده مجسمه ولاړه وه. خلکود مينې نه ورته خوشاله شهزاده وېل. مجسمه په طلاي پترو پوښلې، سترگوکې يې نيلم اود تورې په لاستي يوغټ او تک سور ياقوت خښ و. هرڅوک چې د مينارې څنگ نه تېريدل نو يوه شېبه مجسمې ته به يې وکتل، ددې ښايست […]









