زمزمه

د لاهور په تاريخي ښار کی د ميوزيم او د پوهنتون ترمنځ د لوې لارې په سر يوه توپه ليدل کيږي چې ولس يې د بنگيانو توپ او پوه کسان يې د زمزمه په نوم پېژني.
توپ خانه د دراني پوځ قوي برخه وه چې پکی په دريو کې دوه برخی درانده توپونه و. په دی کې څو ډوله توپې شاملې وې. سپکې توپی به زمبورک نوميدې چې پوځيانو به په اوږو وړلې او شاهين او شاهنگ به يې هم ورته ويل. هغه سپکې توپې چې په اوښانو به يې وړلې ” شترنال” نومېدل. دا به کله يوه او کله دوه دوه به يې په اوښانو تړلې وې.
د جنگ پر وخت، کومې خوا ته چې به يې هدف و اوښ به يې هاغسې ودراو اوگوله به يې ترې وويشتله. د احمد شاه د پاچاهۍ په لومړي کال کی هغه سره داسی اوو سوه توپې موجودې وی. او په راتلونکو پينځويشتو کالو کی يې دا شميره لا زياته شوه. د دی نه علاوه اسونه او يابو( خچر ) او وروسته د هند نه تر لاسه شوي پيلانونه د درنو وسلو د وړلو کار اخستل کېدو.
د توپو د جوړولو او ساتنه د احمد شاهي پوځ لپاره دومره مهم و چې په کندهار کی اوس هم د توپخانې سيمه شته دی. د احمد شاه تر ټولو نامتو د توپخانې مشر عبد الرحمان بارکزې و چې کور يې هم هلته و.
په ۱۷۵۷م کی د احمد شاه ابدالي په امر د ده د وزيرشاه ولي خان تر څارنی لاندې افغاني او پنجابي استکارانو له خوا په لاهورکی د لوېو توپو په جوړلو لاس پوری شو چې مشر کاريگر يې شاه نذير نومېدو. دوي دوه لوې توپې جوړې کړې چې هر يوه يې څلور اعشاريه اته دېرش ميټره اوږد او څلرويشت اعشاريه درې سينټی ميټر قطر لرلو.
دا هغه وخت د هند په لويه وچه کې تر ټولو لوې توپې گڼل کيدې. دواړو ته نومونه ورکړی شوي و چې د جنگ د مېدان د نقشې لپاره يو ضروري کار و او دا نومونه ورباندې وليکل ( کنده ) شول. د زمزمه په خوله يعني مخامخ ورته په فارسي ليکنه شوې ده او ژباړه يې داسې ده. ” د شاهنشاه دردوران په امر، شاه ولي خان وزير دا توپه جوړه کړه چې زمزمه يا د کلکو دفاعي ځايونو نيونکې ونومول شوه”.
د توپې په څټ څو جملې د يوې کيسۍ په بڼه داسی ليکلي دي، ” د اسمان په شان دکلکو دفاعي ځايونو ويجاړونکی، ما د دی توپی نه پوښتنه وکړه چې ته ولې په دی کال کې جوړه شوې، نو دی راته په غړمبا ځواب راکړو. ته که خپل ژوند ما ته تسليموې نو زه به درته دا رازڅرگند کړم. ما ورته غاړه کېښوده نودی په مرموزو الفاظو دا ځواب وويلو، دا توپه ده که اورغورځونکی لويه بلا ده.”
زمزمه په ۱۷۶۱ کی د پاني پت د جنگ لپاره جوړه شوې وه او وروسته دا په لاهور کی د افغانانو مغل والي خواجه عبېد سره يې پريښوده. په ۱۷۶۲ کی سيک هري سنگه بنگي د لاهور نه دوه ميله ختيځ کی د خواجه سېد په کلي حمله وکړه چې په جنگ کی عبېد ووژل شو. سيکانو د ده ډېره وسله او توپې ونيولې چې په دی کی زمزمه هم وه.
د بهنگي واله سيکانو نوم توپی ته ور کډه شو او زمزمه د بهنگي توپ په نوم شهرت وموندلو. په راتلونکو کلونو کی دا توپه د سيکانو د بيلا بيلو ډلو ترمنځ په جنگونو کی د يوی او بلې ډلي لاس ته ورتله. په اخره کې دا چرټ سنگه سوکرچاريه لاس ته کيوته او هغه دا خپلی سيمې گوجرانواله ته يوړه. د پنجاب خلک اوس هم چې دوه کسان په يو شې جنگ کوي نو واي ” څه د بنگيانو توپه خو نه ده چې ورباندې جنگ کوئ.”
په گوجرانواله کی د سيکانو او ځاي مسلمانانو په يو جنگ کې دا د احمد نگر د کلي دوو پښتنو وروڼو احمد خان او پير محمد لاس ته ورغله او دوي ورباندې دعوې پېل کړې، تر دی چي يو وخت دواړه وروڼه پخپلو کې سره ونښتل. گوجر سنگه بهنگي د پير محمد پلوي او مرسته کوله او په نتيجه کې د احمد خان دوه زامن او د پير محمد يو زوې ووژل شول.
پير محمد په ظاهره د خپل ورور نه جنگ گټلې و نود مننې لپاره يې گوجر سنگه ته هم هغه توپه په انعام کی ورکړه. دوه کاله وروسته چرټ سنگه د گوجر سنگه سره په جنگ کې دا توپه بيا تر لاسه کړه او پښتانه چې خبر شول نو د توپې د اخستو لپاره يې چرټ سنگه سره بيا په جنگ شول، هغه ته يې ماته ورکړه او زمزمه يې ترې واخسته.
بل کال ته د سيکانو يو بل سردار جهنډا سنگه بهنگي بريالې شو او دا توپه يې امرتسر ته يوړه . په ۱۸۰۲ م کی رنجيت سنگه بهنگيانو ته په ماتې ورکولو زمزمه تر لاسه کړه او راتلونکې شپېته کاله له ده سره وه. هغه د افغانانو د پينځو ښارونو د نيولو لپاره د دی توپې نه ډېر کار واخستو چې ډسکه، کسور، سجن پور، وزير اباد او ملتان و.
په ۱۸۰۹ م په ملتان کې سدوزي افغانانو د سيکانو مقابله کوله او د دوي مشر نواب مظفر خان کلا بند شو. د کلا نه بهر هم هغه توپه چې يو وخت يې مرهټه وهلي و، اوس په افغانانو اور ورولو خو لکه چې دا نمک حرامي يې خوښه نه شوه او هم هلته د زمزمې خوله بنده شوه او له کاره ولويده. په ۱۸۱۰ م کی دا يې بيرته لاهور ته يوړه اوبيا تر ۱۸۶۰ م پورې د ډيلي دروازی سره ولاړه وه.
له هغې وروسته د انگرېزانو په دور کی زمزمه د لاهور د زاړه ميوزيم تر شا وزير خان باغ ته يې يوړه. په ۱۸۷۰ کی د بريطانيې د سلطنت په اوج کی د ډيوک اف اېډنبرا د شاهي سفر په موقع د هغه په وياړ دا توپه د لاهور زاړه ميوزيم په لويه دروازه کی ودرول شوه.
په ۱۹۰۰م کی يو انگريز ناول ليکونکي رډيارډ کپلنگ پخپل ناول ” کيم ” کی د دی توپی زکر کړی دی او د ناول مرکزي کرېکټر چې د کيم په نوم يو ماشوم دی، د زمزمه توپ سره په لوبو ښاي. هم دا وه چې انگرېزانو دی ته د کيم د توپی نوم ورکړو.
کله چې د ميوزيم نوې ودانۍ د لاهور په لوېديځ کی جوړه شوه نو دا توپه يې هلته يوړه خو په ۱۹۷۷ کی د پاکستان چار واکو د دې لپاره اوسنې ځاې غوره وگڼلو. اوس نږدې څلوېښت کاله کيږي چې په دی توپی کله کارغان او کله کفتری راټوليږي اوخپله مرداري ورباندی پرېږدي. حکومت يې د ښو درنو مېلمنو په راتگ او يا په قامي ورځو د دی د پاکولو امر وکړي، خلک ورسره عکسونه واخلي اوبيا ترې پخپله لاره ځي.

Zamzama
ماخذونه
۱. احمد شاه دراني. گنډا سنگه. ۱۹۵۹….بيا چاپ ۱۹۸۱ طارق پبلي کېشنز لاهور.۳۶۰ مخ .
۲. دملتان تاريخ. د تېرو وختونو نه تر ۱۸۴۹ ميلادي کال. ډاکټر عاشق محمد خان دراني. وېنگارډ خپرونکی لاهور.۱۹۹۱ م. ۱۲۸مخ
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.