په ۶۶۱ م کې د اسلام څلورم خليفه حضرت علي (رض) د کوفې، عراق په جومات کې شهيد کړې شو نو د شام (سوريا او لبنان) والي معاويه د مسلمانانو د مشرۍ دعوا وکړه.
معاويه د عربو د ” اميه” قام يو تکړه کوماندان و چې په لومړي ځل د مسلمانانو لپاره بحري خواک جوړ کړې و. د ده يوه خور “رمله” د پېغمبر محمد(ص) په نکاح کې وه. اميه هم د قرېش قبيلې يوه څانگه وه او د حضرت عثمان هم د دې ټبر و.
په عربانو کې هغه وخت قامي تربگني پاتې وه او په مکې او مدينې کې د پېغمبر نږدې ملگرو خلافت د حضرت علي د مشر زوې الحسن حق گڼلو. نږدې وه چې د قبيلو تر منځ جنگ نښتې وې، خو الحسن د معاويه سره يوه لوزنامه وکړه. د دې تر مخه د اسلام پينځم خليفه به معاويه وي او د ده له مړينې وروستو هره فېصله چې اصحابو وکړه، هغه به منل کېږي.
معاويه ځان له د امير لقب غوره کړو او دمشق يې د اسلامي سلطنت پلازمېنه وټاکله. الحسن د خپل کشر ورور الحسېن او نور ټبر سره د کوفې نه مدينې ته ولاړو. معاويه يو بل کار دا وکړو چې د مدينې والي يې مروان وټاکلو چې د جمعې په خطبه او نورو ځايونو کې يې د پېغمبر د ټبر په غړو يې نيوکې کولې.
الحسن په ۶۶۹ م ( ۵ هجري) کې په مدينې کې په مرموزو حالاتو کې مړ شو او داسې اوازه گډه شوه چې هغه ته چا زهر ورکړي وو. د خلکو شک په مروان و چې د جمعې په خطبه کې به يې د معاويه د زوې ” يزيد ” نوم يادوو. خو خلک د معاويه نه ويرېدل او هيچا د هغه پر ضد غږ نه ويستلو.
لس کاله وروستو په ۶۸۰ م کې امير معاويه د الحسن سره شوې لوزنامه ماته کړه او خپل زوې يزيد يې خپل ځاې ناستې او شپږم خليفه وټاکلو. ځينو خلکو او د حسن کشر ورور الحسېن د دې فېصلې مخالفت وکړو نو په مدينه کې د هغه کور څارنه پېل شوه. د ښار نه تلونکو ټولو لارو د مروان خلک به ولاړ وو چې څوک بغاوت ونکړي.
د پېغمبر د کورنۍ څو خواخوږو الحسېن ته مشوره ورکړه چې که دی د يزيد مخه نيول غواړي نو مکې ته دې ولاړ شي. هغه د خپلو خويندو مېرمنې او د حسن د کورنۍ ماشومانو او ښځو سره په پټه د مدينې نه ووتلو او مکې ته ولاړو. هلته دوی د پېغمبر د ناسکه تره عباس بن عبد المطلب په کور کې مېشت شول. ده د يزيد خلافت يو غېر جمهوري کار وبللو چې پکې د اصحابو نه مشوره نه وه اخيستل شوې.
اسلامي خلافت اوس په دوو برخو وېشل شوې و او خلکو د يوې او د بلې ډلې پلوي کوله. د کوفې خلک زيات ناارامه وو او په پټه يې مکې ته ليکونه وراستول چې که الحسېن د دوي ژغورنې ته راغلو نو ولس به والي نعمان بن بشير له ښاره وشړي.
کله چې امام حسېن کوفه ته د ورتلو لپاره تياري کوله نو د حضرت عمر زوې عبد الله او د عباس زوې عبد الله دواړو د دې مخالفت وکړو. الحسېن ته يې ووئيل چې که دی ارو مرو تلل غواړي نو ښځې او ماشومان دې په مکې کې پرېږدي.
الحسېن د حالاتو جاج اخيستو لپاره مسلم ابن عقيل کوفې ته وراستوو چې د پېغمبر د خپلوانو نه او يو تکړه جنگي مشر و. هغه چې کوفې ته ورسيدو نو خلک ورته په ډلو کې راتلل او ده ته يې خپل نومونه ورکول چې د يزيد خلاف په جنگ کې به ورسره ولاړ وي. وايي چې شا و خوا اتلسو زرو خلکو ورته د ملاتړ ډاډ ورکړو او عقيل امام حسېن ته ليک ورواستوو چې څومره زر راتلې شي، هغه هومره به ښه وي.
الحسېن هغه وخت د حج نيت کړې و خو کله چې د مسلم ابن عقيل پېغام يې تر لاسه کړو نو يوه عمره يې وکړه او له خانه کعبې ووتلو. په مکې کې داسې گنگوسې وې چې د مدينې والي به په مکې حمله کوي. هم هغه وه چې الحسېن د خپل ټبر د غړو سره کوفې ته روان شو. په کوفې کې د مسلم ابن عقيل د والي په کور د چپاو لپاره خلک راټول کړل خو تر څو چې دی جنگ ته وتلو نو ډېر خلک ترې په لاره بېل شول.
يزيد د کوفې والي له دندې گوښه کړو او د بصرې والي عبېد الله ابن زياد د يې نوې والي وټاکلو. هغه ته يې په سخته وئيلي وو چې د خلکو د پاڅون مخه ونيسي او قبايل دې ارامه کړي. نوي والي د کوفې مشرانو ته گواښونه وکړل او د الحسېن له ملاتړ يې راوگرځول. هغه مسلم ابن عقيل ونيولو او په هغه يې زور راوړو چې الحسېن کوفې ته د راتلو نه منع کړي. مسلم ابن عقيل اوس پخپله هم پوهه شوې و چې د کوفې ولس د باور نه و. هغه الحسېن ته دوېم ليک ورواستوو چې د کوفې خلکو راسره ناځواني وکړه او مونږ دواړه يې تېر کړو. ښه به دا وي چې ته د خپل ټبر سره بېرته مکې ته ولاړ شې. هغه ليک الحسېن تر لاسه نه کړو او مسلم بن عقيل د بغاوت په جرم د ابن زياد په امر ووژل شو.
الحسېن د خپل ټبر د اوياوو شا و خوا خلکو سره کوفې ته لا نه و رسيدلې چې د محرم په څلورمه نېټه ابن زياد له خوا وراستول شوې لښکر يې مخه ونيوله. په دې کې زر تنه جنگيالي وو او مشري يې د نامتو صحابي سعد بن ابي وقاص د زوې عمر بن سعد په لاس کې وه.
دوې د الحسېن قافلې ته هم هغه ځاې د ايسارېدو امر وکړو چې د فرات نه لږ ليرې د ” کربلا” دشته نوميده او د عمر ابن سعد پوځي ډلې د سيند مخه ورته ونيوله. د دواړو ډلو تر منځ خبرې اترې پېل شوې. ابن سعد د والي ابن زياد فرمان الحسېن ته ولوستلو چې دی به کوفې ته بدرگه کېږي او هلته به د يزيد د خلافت د منلو اعلان وکړي.
دوه ورځې هم هغسې خبرې کيدې او د الحسېن په کېمپ کې د اوبو زېرمه خلاصه شوه. الحسېن د عمر بن سعد نه د سيند نه د اوبو د راوړلو اجازه وغوښته خو ده ورته انکار وکړو. د الحسېن مېرنې ورورالعباس د اوبو راوړلو لپاره سيند ته روان شو نو په هغه حمله وشوه او وې ووژلو.
په خېمو کې ماشومانو د تندې د لاسه ژړل او الحسېن خپل د شپږو مياشتو زوې علي اصغر په غېږ کې هغو پوځيانو ته راوويستو چې د اوبو سوال وکړي. يو چا ورباندې غشي وويشتل او ماشوم د ده په لاسونو کې ساه ورکړه. په دې حالت کې د عمر ابن سعد د پوځ يو جنگيالې ” حر” نور صبر ونکړې شو او د الحسېن سره د ملاتړ لپاره ودريدو.
په وروستيو خبرو کې الحسېن ورته درې شرايط وړاندې کړل. يوه دا چې هغه به بېرته مکې ته ولاړ شي، که دا نه مني نو دمشق ته يې پرېږدي چې يزيد سره پخپله خبرې وکړي او که دا هم نه مني نو بيا هغه به د اسلامي سلطنت هغه سرحد ته به ولاړ شي چې د کفارو سره جنگ وکړي.
خو د هغه يوه خبره هم وو نه منل شوه او عمر ابن سعد ورته د يزيد د خلافت منلو وويل. الحسېن ورته وويل چې له دې فېصلې هغه مرگ غوره گڼي.
د اکتوبر په ۱۳ نېټه ۶۸۰ م چې د محرم د مياشتې ۱۰ د هجري کال ۶۱ سره برابر و، د دواړو ډلو تر منځ جنگ پېل شو او د کربلا په مېدان کې د پېغمبر د کورنۍ ۲۰ غړي شهيدان شول. ۵۶ کلن الحسېن تر وروستيو شېبو وجنگيدو او د شهادت مقام يې وگټلو.
د عمر ابن سعد د پوځ يو جنگيالي شمر د الحسېن سر پرېکړو او د هغه د ټبر پاتې ښځې او ماشومان د بنديانو په توگه دمشق کې د يزيد دربار ته يوړل. په دوي کې الحسېن خور بي بي زېنب هم وه. په کربلا کې د شهيدانو مړي څو ورځې هم هلته پراته وو.
وروستو د الحسېن مړې هم هغه ځاې کې خاورو ته وسپارل شو چې دی پکې شهيد شوې و. ځينې تاريخونه واي چې د هغه سر د دمشق نه بېرته راوړل شو او د ده د جسد سره يو ځاې شو. نورې سرچينې وايي چې د هغه سر په دمشق کې يو ځاې د خلکو د عبرت لپاره ساتل شوې و او يو وخت د اسرايلو ” اشکلان” ته يوړل شو چې خلکو پرې زيارت جوړ کړې و. د مصر د فاطمي واکمنو پر وخت هغه قاهرې ته يوړل شو او هلته پرې زيارت جوړ دی. د افغانستان په کندوز ولايت کې د ” امام صېب” د زيارت په اړه هم خلک وايي چې د ده سر پکې خښ و.
د کربلا پېښه د مکې او د مدينې د خلکو لپاره هېښوونکې وه. د حضرت ابوبکر نمسي د عبد الله ابن زبېر تر مشرۍ لاندې عربانو پاڅون وکړو او د عراق ځينې برخې ونيولې. يزيد د دې بغاوت د بدل اخيستو لپاره خپل پوځ د جنرال “عقبه بن مري” په مشرۍ مدينې ته ورواستوو او هلته په يوې خونړۍ جنگ کې په زرگونو خلک ووژل. د يزيد يو بل کوماندان ” ابن نمېر” د خپل پوځ سره د مکې ښار کلا بند کړو او په خانه کعبه يې د اور گولۍ ورولې.
ممکن دا جنگونه نورو ځايونو کې هم خپاره شوې وې خو يوه ورځ ۳۶ کلن يزيد ناببره د خپل اس نه راپرېوتو، مړ شو او د ده د دريو کالو واک پاې ته ورسيدو. د يزيد د قبر نښې نه موندل کېږي خو ځينې خلک وايي چې هغه په دمشق کې خښ و. د کربلا مېدان اوس يو تاريخي ځاې دې چې د امام حسېن مقبرې ته هره ورځ په زرگونو خلک د زيارت لپاره روان وي.
د بېلا بېلو ويبپاڼو نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۱ نومبر ۲۰۱۳ م
ډېره په زړه پورې او ښه معلوماتي لیکنه، وه د لیکلو او خپرولو وخت یې ډېر مناسب.
یوازې یوه خبره، په عربي ګرامر کې موږ معرفه او نکره لرو، چې ښايي په انګلیسي کې ورته ډیفنټ او انډیفنټ ارټیکلز وویل شي، د حسن، حسین عباس او نورو له نومونو نه د ال مختاړي لېرې کړه، لکه تاسو لیکلي الحسین، الحسن، العباس، په عربي کې کاریږي خو په پښتو کې ال ته اړتیا نشته.
ډیره ښه معلومات و. او په ډیره اسانه او روانه ژبه کی لیکل شوی و. مننه
څه ښه يي ويلی دي چه صحافت یو فن او علم بل شې دې، او حيران دلته ځينی تعليقونو والاو ته يم چه په پټو سترګو وايي ډیر ښه، حقيقت دا دې چه عبد الله بن عمر او هم عبد الله بن عباس رضي الله عنهم حسین رضي الله عنه کوفی ته له تلو منع کړ او ورته يي وويل چه دغه شيعګانو او د عرق خلکو ستا له پلار سره خيانت وکړ، ستا له ورور سره يي خيانت وکړ، ستا پلار د هغوي له لاسه شهید شو، خو هغه ونه منل، او بیا چه هغه اصرار وکړ نو هغوﺉ ورته وويل، بله خبره دا جه عمر بن سعد له قوماندانۍ استعفا کړی ده او تر اخره يي له هغه سره جنګ نه دې کړې، او دده له استعفا وروسته د علي رضي الله عنه د لښکر مشهور قوماندان شمر بن ذی الجوشن چه یو شیعه وو د بنی امیه و ته د نزدیکت په خاطر او هم د څو پيسو په خاطر دغه مشري د عبید الله بن زیاد له خوا ومنله او ددغه لوي جرم مرتکب شو
بله خبره دا چه د حسین رضي الله عنه سر شام یوړل شو او بیا له هغه ځای نه مدينی ته د خپلی کورنۍ له غړو سره یوړل شو او هلته په بقيع کی دفن شو، عراق، مصر افغانستان کی د هغه د سر دفن ټول د شیعګانو او د هغوی دلاس بوڅو درواع دي
Mashaallah dera mañana
محترم صفیه حلیم!
لومړی مي دزړه له کومي سلامونه واخلئ!
زه لاوړوکی وم چي په غږدي مین وم، پلارمرحوم به مي راډیولګوله،
مابه هم غوږنیولی وو چي ګنې زه هم ورباندي پوهیږم، خو نه، په هغه څه نه پوهیدم کوم چي به تاپخپله خوږه اوفصیحه ژبه ویل،
بس یوازي ستادخبرو لهجه اوانداز ډیر راته په زړه پوري وو،
ومي پوښتل : دا څوک ده چي داسي …؟ (خبریاله)خوزماقناعت ونشو اوهماغسي بې قناعته پاتي وم، خوپه ډیره مینه به مي ستاخبري اوریدې، بیاوختونه اوکلونه تیرشول چي ستا څرک په خبرونوکي نه سترګوکیده،
زماهم دژوند مسیربدل شو، دتعلیم بیړۍ مي لا دسفر په هماغه اوله مرحله کي ډوبه شوه، دزمان حوادث رانه چاپیرشول، ترخې خاطرې به تل راسره بدرګه وې.
خو یوه ورځ مي اتفافي په یو پروګرام(ښځه اوننۍ نړۍ) کي ستاخوږ اواز واورید چي یوه قصه دي په ډیرجالب اوله درده ډک اندازکي کوله بیامی دا پروګرامونه تریو وخت پوري تعقیبول خو حا لاتو اجازه نه راکوله .
اوس چي تاسو خپله انټرنیټ پاڼه چلوئ اوزه هم له لږ مودې راهیسي ورباندي خبریم نو دازمالپاره یو ښه زیری دی
وخت ناوخت یې ګورم ډیر معلوماتي اوکره مضامین موشائع کړیدي
خواوس په مونږکي دومره استعداد اوحافظه نشته استفاده تري وکړو.
خپلې خبرې ته راګرځم، صفیې خوري! یقینا ستاسو معلومات او لیکني ډیري په زړه پوري دي خوپورتنی قصه د ډیر مخلتفو تواریخو په ډیرو خرافاتو مشتمله وي، دیني عالمانوهم پدې وجه منعه کړیده او په دې اختلافاتویې پرده اچولې ده، نو باید ډډه تري شوې وای.
صفیې خوري! ماته دخپلي خور هومره احترام لرئ خفه نشې! مننه