ښايي هره ورځ په رسنیو کې لسګونه ځلې د حکومت او دولت، توري واورو او یا یې په چاپیزه بڼه ولولو.
دغه توري هر یو یې ځان ته جلا مانا او د کارولو جلا ځای لري، په خاص ډول حکومت او دولت چې په نورو ژبو کې په ځانګړي ډول په انګلیسي کې هم په ښکاره توپیر سره کارول کیږي. ډېر کله زموږ په افغان رسنیو کې دغه توري په ناسم ډول او یا د یو بل پر ځای استعمالیږي. د جعفر هاند ليکنه
حکومت Government
حکومت د يو هيواد له عالي او رسمي غړو څخه جوړیږي چې د کورنۍ او بهرنۍ تګلارې جوړول او پلي کول یې مهمه دنده بلل کیږي. په دغو عالي غړو کې د کابینې وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي راځي چې په پارلماني نظام کې د کابینې مشر صدر اعظم یا لومړی وزیر وي او په ریاستي نظام کې بیا د کابینې مشر ولسمشر یا جمهور ریس وي. د پارلماني نظام بېلګه لکه هند، او برتانیا، او ریاستي نظام بېلګه لکه افغانستان او ایران.
حکومت او حکومتي چارواکي په دریو ګونو مقننه، قضایه او اجرایه ځواکونو کې مخامخ ښکیل او ونډه لري او د حکومتي تګلارو د پلي کولو او نه پلې کولو چارې همدوی ته ورترغاړې دي.
د افغانستان د اساسي قانون د اویایمې مادې په یوه برخه کې د حکومت تعریف داسې شوی دی:
” حکومت له وزیرانو څخه جوړ دی چې د جمهور ریس تر ریاست لاندې کار کوي.”. یانې حکومت اجرایوي ځواک دی.
State دولت
دولت هغه سیاسي سازمان ته ویل کیږي چې نفوس، ځانګړي جغرافیوي بریدونه، بشپړ حاکیمت او حکومت ولري. که د لومړنیو دریو شرطونو څخه یې یو هم لېرې او نفي شي نو هېڅ یوه سیاسي سازمان ته دولت نشو ویلی.
د بېلګې په توگه کله چې موږ وايو افغان دولت، موخه مو هماغه سیاسي سازمان دی چې نفوس، ځانګړي جغرافیوي موقعيت، بریدونه (سرحد) ، حاکمیت او حکومت لري. دولت د سیمې د نوم پر ځای هم کارول کیدی شي.
د افغانستان د اساسي قانون په شپیتمه ماده کې راغلي دي، ” افغانستان، خپلواک، واحد او نه بیلدونکی اسلامي جمهوري دولت دی.”
کله چې وایو “افغان دولت” نو هدف مو هېواد دی یانې د افغانانو ټاټوبی چې له پورتنیو ټولو یادوو شوو ځانګړنو څخه برخمن دی.
کله چې هم په رسنیو کې اورو،
” افغان حکومت په تېرې یوې لسیزې کې په بیلا بیلو برخو کې پرمختګونه کړي او ښې لاس ته راوړنې لري.” نو دلته مو له حکومت څخه هدف د دولت هماغه عالي او رسمي غړي دي چې،صدر اعظم، ولسمشر، وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي او ریسان په کې شامل دي. دلته د حکومت توری له حقوقي او قانوني پلوه پر ځای او سم کارول شوی دی.
خو برعکس کله چې بیا وایو افغان دولت په تېرې یوې لسیزې کې په بیلا بیلو برخو کې پرمختګونه کړي او ښې لاس ته راړونې لري، دغلته د دولت توری له حقوقي او قانوني پلوه ناسم او بې ځایه کارېدلی دی، ځکه چې دولت اجرايوي ځواک نه دی، بلکې اجراییوي ځواک د دولت یوه برخه او ګډ رکن بلل کیږي.
مرکزي حکومت؟
د افغانستان سیاسي نظام ریاستي دی، چې متمرکز هم بلل کیږي، یانې د دغه هېواد ټولې چارې د کابینې د مشر په لارښوونې چې ولسمشر یا جمهور ریس دی، تنظیمیږي. په ولایتونو کې دا د والیانو، ولسوالانو او نورو چارواکو له لورې چې په سیمه کې د ولسمشر او ریاستي نظام استازي هم بلل کیږي،عملي کیږي. همدغه حکومت ولایتونو ته بودیجه ، والیان، ولسوالان، ښاروالان، امنیه قومندانان، قاضیان او داسې نور لوړ پوړي چارواکي ټاکي.
خو برعکس په يو فيډرالي نظام کې حکومت غیر متمرکز وي چې هر ایالت ځان ته جلا حکومتي تشکیلات لري، لکه زموږ د ګاونډ پاکستان اوسني نظام چې مرکزي حکومت یې په اسلام اباد کې دی او نور هر ایالت یې ځان ته جلا جلا حکومتونه لري.
د افغان حکومت لپاره د مرکزي حکومت توری په ناسم او له حقوقي او قانوني پلوه بې ځایه کارول کیږي لکه، ” د افغانستان مرکزي حکومت د غور ولایت ته بودیجه وټاکله”
دلته د مرکزي حکومت د توري کارونه، ناسمه ځکه ده چې په افغانستان کې ریاستي نظام دی، ټول هېواد د یوه حکومت تر چتر لاندې کار کوي، فيډرالي او پارلماني نظام نه دی چې په مرکز کې بیل حکومت او په ایالتونو او ولایتونو کې بیل حکومتونه لري.
په لیکنو کې همدغه برنۍ جمله چې په بودیجې پورې تړاوو لري،داسې لیکل کېږي، ” د افغانستان د ماليي وزارت د غور ولایت ته بودیجه ټاکلې ده.”
همدغه راز د هر وزارت اړوند کار چې په هر ولایت کې یې ترسره کوي، په هماغه پورې تړلی وي. لکه ” د لوړو زده کړو وزارت په غور کې یو نوی پوهنتون جوړوي”
افغان، که افغاني که افغانستاني؟
افغان د ټولو هغوو قومونو چې په افغانستان کې ژوند کوي، هویت په ډاګه کوي، د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده وايي:
” د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي” نو د اساسي قانون له مخې د افغانستان ملت افغان دی، نه “افغاني او یا افغانستاني” چې ناسمه او د اساسي قانون څخه ناخبري او سرغړونه بلل کیږي. په ځینو رسنیو کې مې لیدلي او اوریدلي دي چې افغاني انتخاباب، افغانستاني انتخابات، افغاني خواړه او داسې نور.
“افغانۍ يا افغاني” د افغانستان کرنسي ده، لکه د پاکستان کرنسي روپۍ دي، د امریکا ډالر، دسعودي ریال، د ایران تومن او داسې بل هر هېواد ځان ته جلا کرنسي لري.
صفیه خور له تاسو او جعفر هاند ورور څخه ډیره زیاته ممنه چې خپل علم مو نافعه کړي دی. خدای دی اوږد، خوشحاله، او سوکاله عمر درکړي.
په ژوند او اخرت کې مو د کامیابې په هیله.
ډيره مننه ښه معلومات دي کور مو ودان
سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه
صفیې خورې په ژوند دې برکت
پیاوړې او سرلوړې اوسې . مننه
صفیه خور! له تاسې نړۍ نړۍ مننه کوم، چې د پښتو ژبې لپاره خدمت کوئ او له الله (ج) څخه درته اوږد عمر غواړم ، د لا ډېرو بریاوو په هیله مو او قلم دې تل پیاوړی اووسه .