د دې کتاب پوښ د عامې گتې چې ۳۲ سينټي ميټر اوږد او ۲۱ سينټي ميتر پلن دی
په پښتو ژبه او په تور او سور رنګ، ښکلي نسخ خط په نيلا کاغذ کښل شوې دا کتاب په هره پاڼه حاشيې لري. په دې کې ټول ۷۳ مخه دي او محمد علي خان کاتب په لاس ليکلې چې نېټه يې ۱۸۶۸ عيسوي د مې مياشت ورباندې ليکلې ده.
دا د ادم خان درخانۍ مشهوره ولسي کيسه ده چې پېل يې د شعر نه کېږي او بيا نثر ته واوړي. د کيسو دا سبک شفاهي و چې په حجرو کې به ربابچي څو شعرونه وويل او بيا به کيسه مار ته به يې وار ورکړو.
په ټول کتاب کې دوه يا گانې يې هم هغسې ليکلي دي چې هغه وخت په بښتو کې کاريدل. يوه “پرته يا” چې اوس په اردو کې کارېږي، خو د دې لاندې يې دوه څنگ تر څنگ ټکي اېښي دي. چې د چه په ډول ليکل شوی او په ځينو ځايونو کی د وروستي توري لاندې د عربي په شان د “زېر” نښه.
د گ يا ګ لپاره “ک” کارول شوی دی چې ښايي کاتب ورته پام نه دی کړی. يا يې د بلې زړې نسخې نه د کاپي کولو پر وخت ورسره د هغې نسخې غطيانې هم کاپي کړي دي.
ثنا د هغه ذات پاک د په مخلوق.. واړه مظهر د عشق دی
که اور دی تاب د عشق دی… که باد دی اضطراب د عشق دی
که اوبه دي رفتار د عشق دې… که خاور(ی) دي قرار د عشق دی
که ژوندون دې هستي د عشق د(ه).. که مرگ دې نيستي د عشق د(ه)
که شپه د خواب د عشق دې… که ورځ د اشوب د عشق دې
که مسلمان دې جمال د عشق دې… که کافر دې جلال د عشق دې
که دنيا د کشت د عشق دې… که اخرت دې گلزار د عشق دی
که جنت دې بازار د عشق دی… که دوزخ دې ناتار د عشق دی
دا همه واړه بازار د عشق دې… چا مندلې پاياب عشق دې
زړه مي ډوب په تلاو د عشق دې… له سترگو نه مې روان خوناب د عشق دې
صورت مي نيولي پداو د عشق دې.. په (ګ)کردن مې پروت ظنار د عشق دې
نم مي اوچ شوې پتاود عشق دې.. فکر مې ډوب پکرداب(ګ) د عشق دې
صورت مې ورک په تکاو د عشق دې… د سترگو رود مې پتاو د عشق دې
څگر (ځيگر) مې څيري پگاو د عشق دې… تر شرق غرب(به) اړتاو د عشق دې
څکه (ځکه) ډېر غم او کړاو د عشق دې.
او درودون (نا) نا محدود پر رسول بر حق شفيع مطلق چه بادشاه د عاشقانو د حق دې. چه وسيله د هر عاشق او د معشوقی دې. دې تکيه د هر مطيع او د فاسق دې. بي ده نشته او پر ال و اصحاب د وي چه ارواحون(نه) او ورتون(نه) يې د ده پ(ه)عشق کښ بازلي دي. څکه (ځکه) پعالم کښ تر هر چا ښاغلي دي. پس له حمده له دروده عش عظيم دولت دې. دردمند لره فراوان نعمت دې. محروم لدې نعمت بي برکت دې. او بي سعادت دي زړه چه لداغ د عشق فراغ لري. پچراغ د معرفت به روښان نشي خاطر سر وين(ي) شي پوصل (په وصل) د مقصود به خوشوقت شادان نشي که عشق حقيقي وې. بهتر هم دا د دي که مجاز ي وي قنطر ورته ويېلي اهل هدادي پس عشق ضروري دي. دا علم ضروري دې نه نظيري دې. زړۍه چه پر نڅ (؟) د بې درد ئ گرفتار شي. نا علاج يې د عشاقو حکايت ور اختيار شي. که زړه نامرد وي پدا مرد شي. او که مرد وي پدا به فرد شي. پس اشتغال پر قصص د عاشقانو صادقانو لازم دې خصوصا پر احوال د ادم خان او درخاني چه شق د حجر(هجر) او وصل د قبر يې شاهد دې.
قصه د درد مند د دردونو دا ده او مينه د غافل د غفلت جاروده څکه بيان په نقل صحيح په لفظ صريح سره وشه او تکليف د عبارت او تلفيف د اشارت پکښ ونشه چه عام و خاص تر مستفيد شي. خاص پر صېحت مومي او عام پر قدير و قصيد شي او ملفوظات سورايات دا دي هم په الفاظ د دوي مذکور شوې دې تغير او تبديل او ترخيم او تدسيل د شعراو څن دورشوي دي چه سوز و الم پلفظ د عاشق کښ مضمر دي دردوغم د ويني په سووکښ مستزد دې. که بي قافيه وي تر مقفي لذيذ وي. که بي رديف وي تر مردف نديد وي. خداي د بيدردانو لره خپل درد ورکړي او دردمندان د له خپله وصل خبردار کا او رويدار د تر دوي هم دوې کړي.
( دلته په سره رنګ ليکلي دي، ” والله الهدی نقل له ميرو چه يار غمگسار د ادم خان وه په هر درد کښ د ده درمان وه.”دا قلمي نسخه په لندن کې ياسمين حسېن په يوې نيلامي کې اخيستې وه او ما ترېنه سکېن کاپي واخيسته چې د يوې پاڼې بېلګه يې دلته خپرېږي.
د خپرېدو نېټه
۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
daa screen copy day dair khe kaar karhay da…. khushaala osay! chaap kawal ye pakaar dee.