حکيم لقمان

لقمان

 د ده د حکمت او د پوهې کيسې په اسلامي نړۍ کې مشهورې دي او ځينې ممکن تاسو هم اوريدلې وي.
لقمان د اصل نوم په اړه څوک په باور نشي وئيلې خو يو ځاې، لقمان ابن عنقه ابن سعدون او په بل ځاې لقمان ابن تاران ليکل شوی دی

د ده اصل وطن په اړه هم دوه ډول معلومات دي، يوه دا چې د فلسطين و او بل دا چې د مصر و.
د ده د نژاد په اړه وئيل کېږي چې تور پوستې و نو ځکه دا ګومان هم پېدا شو چې هغه د حبشه (ايتهوپيا) و. خو که داسې وي نو بيا ممکن د مصر د جنوب هغې سيمې نه وي چې “نوبيا ” نومېږي. د دې ځاې خلک تور پوستي خو لوړې پوزې او ښکلې څېرې لري. دا د شمالي سوډان يوه برخه ده.
په عربي او ترکي ادبياتو کې د لقمان په اړه ډېرې کيسې ليکل شوي و نو د بصرې يو عالم او مفسر اسمعيل ابن کثير د ده په اړه معلومات وليکل. د هغو معلوماتو په بنسټ، لقمان په ۱۱۰۰ ق م کې ژوند کاو او نجاري يې زده وه.
لقمان د يو مريي په توګه خرڅ شوې و او په هغه زمانه کې زيات مرئيان په تور پوستي و، نو خلک باور لري چې دی هم حبشي و.
د مرئيتوب دا ژوند په لقمان کې ډېر صبر او زغم پېدا کړو. خو د ده بادار، يو زړه سواندې کس و او هغه ته څرګنده شوه چې لقمان ډېره پوهه لري. يوه ورځ د هغه د ازموينې لپاره يې ورته وويل چې يو پسه (ګډ) حلال کړه او د هغه د بدن تر ټولو بده برخه ورته راوړي.
لقمان ورته د حلال شوي پسه ژبه راوړه. څو ورځې وروسته بادار ورته بيا وويل چې دا ځلې د پسه د بدن ښه برخه ورته راوړي. لقمان دوېم وار هم ورته بيا د پسه ژبه راوړه.
بادار ترې پوښتنه وکړه چې دا څنګه کيدېشي چې يو وخت کې ژبه ښه هم وي او بد هم؟ لقمان ورته وويل چې ژبه هغه وخت تر ټولو ښه وي چې په دې ښې خبرې ووشي، مخلوق ته يې ګټه ورسي. ژبه هغه وخت بد وي چې د غېبت، دروغ او ښکنځلو او د بدو ردو لپاره وکارول شي.
د ده د حکمت دېرې نورې کيسې هم دي چې يوه يې زما خوښه ده. يوه ورځ لقمان د ونې لاندې ويده و چې يو خوب يې وليدو. خداې پاک ترېنه پوښتنه کوي چې باچاهي غواړې که پوهه؟
لقمان د باچاهۍ په ځاې ترې پوهه وغوښتله او کله چې راويښ شو نو د خپل چاپېريال په اړه زيات بېدار او حساس و. هغه د فطرت سره مکمل مطابقت پېدا کړو او د هر شي په داخلي مطلب پوهه شو. ده به د ځناورو او د ونو بوټو مشاهده کوله او پخپل چاپېريال کې به يې په هر څه ځان خبراو.
يو وخت دی د مرئيتوب له ژونده ازاد شو او حکمت يې پېل کړو. دا د هغه وخت د طب، فلسفې، روحي ناروغيو او نورو ساينسي علومو نوم و او که څوک حکيم نوم لرلو نو مانا د هرې ستونځې د حل لاره ورسره وه.

د قران کريم ۳۱ سورة لقمان نومېږي او هلته دا نه دي وئيل شوي چې هغه يو پېغمبر و خو ځينې اسلامي عالمان يې پېغمبر ګني. په دې دليل چې هر يو پېغمبر ته يو صفت ورکړې شوې و او په قران کې راغلي دي چې د لقمان صفت د هغه عقل و.

د بېلا بېلو وېب پاڼو نه
د خپرېدو نېټه
۲۵اپريل ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.