په افغانستان کې د ډبرې زمانه

Flint
د سمنگانو د اېبک ښار نه ۱۳ کلوميټرشمال کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې د “قره کمر” نومې غار چې د نيمې کاسې په شان ښکاري، د زرگونو کاله پخواني انسانانو د ژوند نښې لري.
د قره کمر په نوم يو بل ځاې د بدخشان او تخار ولایتونو تر منځ د فیض آباد د لویی لاري پر سر د يو وړوکي کلي نوم دی. په ترکې ژبې کې قره توررنګ ته واېې او کمر د غونډیو دنګی ولاړي برخی ته واېې.
د سمنگانو د قره کمرغارونه ( څمڅې) د شلمې ميلادي پېړۍ کې د امريکاي لرغون پوهانو له خوا پلټل شوي وو. شاو خوا پينځه لکه (نيم ميلين) کاله پخوا انسانانو په دې غارونو ( څمڅو) کې ژوند کوو. دلته پنځوس زره کاله پخوانۍ نښې وموندل شول چې د ” ډبرې دوره” يا ” پاليوليتيک” نومېږي.
د ډبرې دوره په دريو برخو وېشل شوې ده چې د اتياو زرو کالو نه واخلې تر پنځوسو زرو کالو پورې غځيدلې ده. دا ښايي چې انسان د زمکې په کره زياته موده د غارونو ژوند کړې دی. اوس چې کوم پرمختگ مونږ وينو، هغه يواځې په تېرو لسو زرو کالو کې شوې دی.
دلته د ډبرې جوړ پنځوس زره کاله پخواني اوزار يې موندل چې پکې د تيږې سټک او د ځناورو د هډوکي نه جوړ شيان مهم وو.
د قره کمرغارونو کې د ډبرې جوړ چاقوان، اره، رمبه او د تيږې نه توږل شوي د ماتولو او د پرېکولو اوزار وموندل شول. په دوي کې ځينې واړه او نور لوې دي. د دې دبرينو اوزارو د زړښت اندازه د لسو زرو کالو پخوا لگول شوې ده. ډاکټر کارلټن کون چې دلته لومړۍ پلټنې وکړې، واي چې په څمڅو کې اوسيدونکو ” تر څو ميلو پورې پلنه دره ليده او د ښکاريانو لپاره ډېر مساعد ځای ځکه و، چې خپل ښکاربه يې تر لرې پورې ښه ليدلای او څارلای شو. د غار مخه د جنوب په لور ده او ټوله ورځ د لمر په وړانگو روښانه او تودېږي.”
د قره کمر د څمڅو نه علاوه د ” آق کپرک” غارونه هم د ډبرې د انسانانو مېشت ځايونه وو. په آق کپرک کې موندل شوي ډبرين توکي شپاړس نيمو زرو کالو نه هم پخواني دي. په ۱۹۷۲ م کې امريکاي لرغون پوهه “لوي دوپري” او “ډېوس” رابرسېره کړه چې په دې غارونو کې د بېلا بېلو زمانو اوزار يو بل سره گد وډ شوي دي. د آق کپرک په يوې څمڅې کې د چونې په تيږه د يو انساني څېري جوړ نقش هم ورته د پام وړ وو.
دلته د يو پرمخ تللي دورې اثارو شتون ښاي چې دې خلکو څه نا څه کاروبار هم کوو. د دوي اوزار ډېر په مشقت او هنر جوړيدل. په غارونو کې د هوسۍ، ځنگلي پسونو، گيدړې او د ځنگلي مارغانو هډوکي شته والې ښايي چې هغه وخت ژوند په ښکار ولاړ و.
په آق کپرک کې د ” غار مار” او غار اسپ اوزار ښايي چې د بوټو د پرېکولو لپاره يې زيات اوزار جوړول. خو د قره کمر اوزار ښايي چې هلته اوسېدونکي انسانان د پخوانۍ دورې نه راوتلي وو. دوي د هندوکش نه پورې د نورو خلکو سره اړيکې ساتلې وې.
د غزني “دشت ناور” يوه بله سيمه ده چې پکې د ډبرې د دريمې يا وروستۍ دورې توکي وموندل شول. دلته هم د پرېکولو، مېده کولو او د ټوتې کولو لپاره بېلا بېل اوزار جوړ او کاريدل. د دې توکو زيات شمېر د ناور د ډند پر غاړه وموندل شول. خو د دې اوزارو د جوړښت په اړه پورا پلټنې و نه شوې او تر اوسه هم په دې کې شک دی چې دا به د ډبرې د دريمې دورې نه پاتې وي او که د هغې نه هم پخواني دي.
د ناور په دشت کې د ډبرې د منځنۍ دورې توکي هم موندل شوي دي. چې هغه وخت په نښه شوي او عکسونه يې ثبت شول. د کابل په ميوزيم کې د هغه وخت موندل شوي توکي د نندارې لپاره ايښي وو خو اوس د دې دورې په اړه دېر لږ خلک معلومات لري.

سرچينې
۱. د ډبرې د لومړۍ دور تمدن. اې- پي – دېري يانکو او لو- زون – اي څلورم څپرکې. د مرکزي اېشيا د تمدن تاريخ . لومړۍ برخه. د يونېسکو خپرونې. ۱۹۹۶ م.
۲. د ډبرې د دويمې دورې تمدن. وي – اې- رانوف، ډي – دورج، لو -زون – اي ـ دوېم څپرکی. د مرکزي اېشيا د تمدن تاريخ . لومړۍ برخه. د يونېسکو خپرونې. ۱۹۹۶ م. ۵۶ مخ.
۳. افغانستان د تاريخ په رڼا کې. استاد احمد علي کهزاد. ژباړن. اورنگزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه. مارچ ۲۰۰۱ م کب ۱۳۷۹ش.
د خپرېدو نېټه
۱۳ اپرېل ۲۰۱۴ م

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *