زما ‌ژوند او ‌ژوندون(۲۳)


د مچ په جیل کې اڅکزی دویم بارک کې یند و چې هلته یو کس امیر جان کاکړ هم قید و. د اڅکزي ګومان و چې دغه سړی به هم په دې عقیده د شپې پنج سوره وایی.
“یو وخت زه بې پامه د ده ترشا تېرسوم، څه کار مې و. چې وه مې کاته، ده د پنسورې پرمخ څه اوږده وېښتان پراته وو او ده څه لوستل نه- لغړ يې هغو ته کتل. زه ډېرهک پک پاته سوم چې دا لا څه دی. ګومان مې سو چې چا ټګ به خطا ایستلې وي او څه کوډې موډې يې ورښوولې وی. ځکه چې بېرته راغلم، تپوس مې ترې وکۍ چې ته لوستې يې که نه؟ دی پوهه سو چې ده زما پنسوره لیدلې ده. ”
امیر جان ترینه لوظ واخیستو چې چا ته به حال نه وایی بیا يې وویل چې دا د هغې ښځې وېښتان دی، د چا پر سر چې زه بندي یم. چې جېل ته راتلم نو د نښې په توګه مې ترې راوړل. هغه ښځه بخت نامه نومېده، ده راتښتولې وه، په لارې نیول شوی وو. دی بندي شو او هغه د یو سردارپه کور کې ناسته وه. دی یو وار د سېوۍ له جېله وتښتیدو خو بېرته نیول شوۍ و. هغه ورته ویل چې بس په جېل کې يې ژوند د دغو وېښتو په دید تېرېږي. ” ترڅو ویښ یم، دوی ته ګورم. د روزی په کارخانه کې هم چې کله وار پیدا کړم، را وا يې خلم او ورته ګورم. خلګه چې وایی، دی پنسوره یایی، زه دوی ګورم. ” په دې ویښتو به يې دومره سود وشو چې شاو خوا جهان نه خبر نه و. اڅکزی لیکي چې وروسته مونږ له جیل څخه ووتلو خو امیر جان پاتې و او وروسته هغه د جیل والو له خوا په وهلو وهلو و‌ل شوی و.
د دې سبب په کال ۱۹۳۱ م حالات وو. د جېل چارواکو به د بندیانو د راشن نه لږه غلا خو تل کوله. خو په دغه کال غلاوې زیاتې شوې او قیدیانو ته به پوره ډوډۍ نه رسیده. بندیانو د لوږې شکایت کاو نو په وهلو ټکولو او شرمولو يې غلي کړل. لکه جامې به يې ترې ایستلې یا انیمه ( خېټه پاکول) ورکول وغیره نو بندیانو هغه کال د لوږې کال بللو.
په هغو ورځو کې به د امیرجان پوزه وینې کېدله. هسې هم “د جېل د واکوالانو او درمانیانو د بندي رنځ زړه ته نه لوېږي – وایی “ټګي کوي” یا يې خپله کړی دی. ”
… د امیرجان چې به پوزه وینې شوه نو څه وخت لپاره يې درمانتون کې وساتلو او دارو يې ورله ورکړل. خو د ده وینه بنده نشوه نو چارواکو داسې وګڼله چې هغه ځان پخپله زخمي کوي. ده ته به يې سزاګانې ورکولې او وهل ټکول يې زیات وو نو په دې تشدد هغه مړ شو.
اڅکزی لیکي چې دا هر څه عجیبه نه وو خو کله چې د ده مینه (بخت نامه) د ده په مرګ خبره شوه نو ویریده. دا ښه ځوانه، ښکلی او هوښیاره وه، پوهیده چې پښتانه به يې بې له واده نه پرېږدي. هغه بلوڅ سردار ذرغون خان جوګیزی چې دا ورکره د امیر جان د چنغلې په توګه ناسته وه، ورته بدنیته و. هغې “د ډېره سوچ پس دا پرېکړه کړې وه چې زه د امیرجان غم ته بل ځای نسم اوزګارېدای- بې جېله- او جېل له ما څوک نه بیای. ترڅو چې ما ډېرغټ تور، په زیاته بیا سرکاري تاوان نه وي کړی. ”
بخت نامې یوه ورځ د سردار له کوره، د هغه توپنګچه (تماچه) واخیسته او د کلا سیف الله بازار ته ورغله. د دې نیت و چې څوک سیک سرکاری نوکر به وژنې. ځکه د امیر جان پسې د تیښتې او د هغه نیولو په وخت چې کوم پولیس راغلی و، د هغې زیات سپاهیان سیکان وو. دغه وخت د کلا سیف الله سرکاري ډاکټر هم سیک وو. نو بخت نامه وار له واره هغه له ورغله چې مړ يې کړي. ښه نیژدې ورته کیناسته او په پړونی کې دننه توپنګچه ورته برابره کړې وه چې ویشتو يې. خو بیا يې فکر کړی دی چې دا سړی که څه هم سیک او سرکاري ملازم و خو دی د پښتنو او د خدای د مخلوق خسمانه کوي نو د ده مرګ بد کار دی. هغه ډاکټر يې پریښې و او بهر په بازار کې يې دوه درې نور سیکان وویشتل چې یو پکې د پولیسو سپاهي و او هغه مړ شو.
بخت نامه يې ونيوله او جرګې اوږد بند سزا ورته ورکړو. عبد الصمد خان لیکي چې دی په کال ۱۹۳۷ کې بیا جېل ته لاړو نو هغه هم هلته بنده وه. یو کاکړ بندي، چې په درمانتون کې يې کار کاوه او د ډاکټر سره به ګرځېدو. د تول (وزن) په ورځ “زما ځای ته د درمانی سره راغۍ. ما چې رنګ ته وکاته، سړي ژړلي وو. تپوس مې ترې وکۍ چې هلکه ولی دی ژړلي دي؟ ګومان مې وو چې د جېل واکوالانو به وهلۍ یا کنځلۍ وي. دی بیا په ژړا سو. وې خانه! خدای دې کور وران کي د دې ښځې. چې هر کله زنانه جېل ته ورسم، ټوله ورځ مې په ژړا تېره سي. ما وې، ” ولې څه چل دی او څوک ده ښځه؟
وې، ” هغه بخت نامه څه ده، کلونه يې په جېل کې دا دی وسو. خو بس چې کله دغه د درمانتون “تله” مونږ د تول لپاره وروړو، دا په ژړا سي او راسي دا تله مچ او ښکل کي. په زوره زوره ساندې وایی چې زما امیرجان به هم په دې تله باندې د تول په وخت خپلې ښکلې پښې لګولی وي او داسې په ارمان ژاړي لکه امیرجان چې نن مړ او د دې نه بېل سوۍ وي. ځکه زما او د نورو پښتنو بندیانو زړه هم اور وکي او بیا مو درسته ورځ ژړا نه درېږي. “…
د بخت نامې ‌ژوند د “مچ” په جېل کې تېر شو خو هلته چا د دې په زوره غږ نه و اوریدلې. کله چې ارباب عبد القادرخان کاسی په څه قامي تور کې جیل کې یواځې بندي او یو وخت يې ښومیا ( ډوډۍ نه خوړل) نیولې وه نو بخت نامه خبره شوه. هغې نور قیدیان او نور خلک د ده له حاله خبرول. ډېره موده وروسته دا له جیل څخه خوشې شوه خو بیا سپین سری وه.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *