د کابل سرګذشت (۲)


مولانا عبید الله سندهي او د ده مل مولوي لغاري، په اګست ۱۹۱۵م کې د هندوستان څخه خپل سفر پېل کړو. د کوټې او بیا د کندهار نه کابل ته روان شول نو د ترکي او جرمني د استاځو یوه ډله چې د هندوستان راجا مهندر پرتاب او مولوی برکت الله هم ورسره وو، ایران څخه کابل ته ورسیده. یوه میاشت وړاندې د پیښور د اسلامیه کالج ځینې هلکان هم کابل ته تښتیدلي او سمدلاسه بندي شوي وو.
لومړي نړۍ وال جنګ په زور روان و او مولانا سندهي د غزني نه کابل ته ورسیدو نو د محمود طرزي له خوا یو کس ددوی هرکلی وکړو او د هغه کور کې د اوسیدو ست وکړو. خو دی د حبیبیه سکول د یو کارکونکي، ابراهیم کره او لغاري د یو جومات په کوټه کې پاتې و. دوی د طرزي سلام ته ورغلل او د هغه په واسطه دوی د معین السلطنت، عنایت الله خان او څو ورځې وروسته معین الدوله امان الله خان سره ولیدل. په خبرو کې د امان الله خان چلن داسی و لکه چې هغه د تخت وارث وي. مولانا سندهي له دې وروسته چې کله هم امان الله خان سره لیدل نو هغه ته به يې لکه د باچا وارث په توګه خطاب کاو. په حقیقت کې د ده ورور عنایت الله د خپل پلار ځای ناستی ټاکل شوی و.
یو ځل هغه په خپل کور کې د مولانا سندهي میلمستیا وکړه چې هلته یواځې محمود طرزی موجود و. د مولانا په درناوۍ، عنایت الله خان هم په لاس ډوډۍ وخوړه خو وروسته، د لاس وینځلو په وخت څو ځلې يې صابون ومښلو ځکه غوړ ترې نه لیرې کیدل. په دې مولانا د شرم احساس وکړو او بیا یوه ورځ يې د خپلو ملو سره په چاقو او پنجه د خوراک چل زده کړو.
مولانا سندهي د افغان پوځ سپه سالار نادر خان لیدو ته ورغلو نو هغه ته يې د ده تربور، د کندهار ګورنر محمد یونس خان او د صوفي جان محمد لیکونه وروسپارل. نادر خان او د ده ټول ټبر، دیوبند د مدرسې مشر مولانا رشید احمد ګنګوهي خاص مریدان وو نو هغه مولانا سندهي سره د مرستو لوظ وکړو. ده د مولانا عبد الرزاق سره هم ولیدل چې د میزان العدالت و التحقیق سرپرست او د دیوبند نه فارغ شوی و. دی هم د مولانا ګنګوهي مرید او سندهي سره د مرستې ‌ژمنه وکړه. د نایب الحکومت شهزاده نصرالله خان سره د ملاقات وخت وټاکل شو نو عنایت الله خان او مولانا عبد الرزاق په مشوره هغه د خپل سفر هدف او سیاسي حالات په یو درخواست کې ولیکل او دا نصر الله ته وسپارل شول چې د ده درناوی يې وکړو. خو ورته يې وویل چې هر څه د امیر حبیب الله په لاس کې دي او هغه به فیصله کوي.
مولانا سندهي او ملو سره پېسې نه وې او په کابل کې يې یوه میاشت لنډ تنګ تیره کړه. بیا نصرالله خان ورته ۵۰۰ روپۍ واستول نو سندهي سمدلاسه پنځوس روپۍ لغاري ته د خیرات لپاره ورکړې. هغه ولیدل چې یوې ښځې د نانوای نه د جوارو ډوډۍ اخیستی وه. ده ورته یوه روپۍ ورکړه نو ښځې ورته وویل چې دوی د دریو ورځو راهیسې اوږي وو او ایله نن د ډوډۍ اخیستو جوګه شول. بیرته وګرځیده او د نانواي نه يې د غنمو ډوډۍ او څه لاوڼ واخیستل. لغاري ورته پینځه کابلي روپۍ نورې هم ورکړې نو ښځه په دعاګانو کور ته لاړه.
د شهزاده نصرالله خان سره ملاقات نه وروسته، مولانا سندهي د سرکاري روغتون د یو ډاکټر منیر بیګ په واسطه د ترک-جرمن مشن د ځینو غړو سره په پټه ولیدل. خو ترهغې د امیرحبیب الله سره يې ملاقات نه و شوی. مولانا به د سهار له لمانځه وروسته د ښار نه بهر په پښو روان شو او تر نمر خاته به يې په لاره خپل ذکر او دعاګانې کولې. د دسمبر په یخ ژمي کې یوه ورځ لغاري يې هم له ځانه سره روان کړو. په لاره يې عنایت الله خان ولیدو چې په اس سپور و او د دوی په لیدو ودریدو، معذرت يې وکړو چې تر هغې هم امیر د دوی پوښتنه نه وه کړی.
دوی بیرته د ابراهیم کور ته لاړل نو هغه نه يې د شهزاده عنایت الله د خبرې وضاحت وغوښتو. ده ورته وویل چې دلته اصول دا دی چې تر څو امیر پخپله د چا پوښتنه ونکړي، څوک جرات نشي کولی چې د بل چا حال بیان کړي. په دې خبره مولانا سندهي، لغاري ته وویل چې د امیر په شان سوټ ( دریشي) راته جوړ کړه او ټوپۍ دې هم هغسې وي. امیر حبیب الله به د اوونۍ یوه ورځ د غرمې ډوډۍ نه وروسته د ښار نه بهر یو ځای د ټینس لوبې له ورتلو او بیا د ماځیګر لمانځه نه وروسته به بیرته راتلو. په داسې یوه ورځ مولانا سندهي سوټ په غاړه، ټوپۍ په سر کړه. د سپین وړوکی ټوکرعمامه يې پرې تاو کړه، ابراهیم او لغاري په بدرګه، د لوبې میدان سره ودریدو چې د لوی سړک نه ۲۰ فټه لیرې و.
لږ وخت وروسته د امیر شاهي نشان لرونکی موټر راغلو. د هغه عادت و چې یو سیربین (دوربین) به ورسره و او په موټر کې به يې چاپېره کتل. نو له موټر څخه يې دغه درې کسان میدان ته نزدې ولاړ ولیدل. ابراهیم يې وپیژندو چې دربار ته به تلو راتلو. ورسره په سپین سوټ کې مولانا سندهي په سپین سوټ ( دریشي) اغوستې او په هندي جامو کې لغاري وو. امیر د خپلو سرفروشانو ( هاشم خان او شاه ولي خان) نه پوښتنه وکړه چې دا سپین ږیری څوک دی؟ هغوی ویل چې مونږ خو يې نه پیژنو، ممکن عنایت الله خبر وي. دواړو دروغ ویل ځکه مولانا سره يې پيژندل ‌خو شاهي امر دا و چې دوی به د نااشنا کسانو سره ملاقات نه کوي. د موټر شا ته دده د زوی عنایت الله ګاډی و نو هغه ته يې د ودریدو اشاره وکړه. هغه هم د مولانا د شناخت څخه انکاري شو او ورته يې وویل چې ممکن نصرالله خبر وي.
امیر حبیب الله د دوی سره هیڅ خبرې ونکړې خو وروسته خپل ورور نصر الله نه وپوښتل نو هغه ورته د مولانا سندهي حقیقت بیان کړو. امیر د دسمبر ۱۹۱۵م په لومړۍ اوونۍ کې مولانا عبید الله سندهي، “قصر دلکشا” ته د ملاقات لپاره وروبللو.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *