
په عربي کې القاره، فارسي کې براعظم، انګریزي کې کانټینټ او د پښتو لویه وچه د زمکې هغه برخې ته وایی چې چاپېره ترې سمندر وي. زمونږ نړي په داسې اوو (۷) برخو ( زمکو) ویشلی ده چې ملینونو کاله پخوا خپلو کې تړلي وو.
تر ټولو لوی ایشیا یا آسیا نومېږي چې د زمکې د کرې په دریو کې یوه برخه زمکه ده. د نړۍ د ټولو انسانانو نیمه برخه په ایشیا کې ژوند کوي. په دې کې د نړۍ تر ټولو لوړ همالیه غرونه ولاړ دي. چین، هندوستان او زیات عرب ملکونه په دې بر اعظم کې شامل دي.
دویم لوی بر اعظم افریقا ده چې پکې د نړۍ تر ټولو لویه دشته ( صحرا) پرته ده. انسان له دغې وچې څخه خپل ژوند پېل کړو.
دریم شمالي امریکا د زمکې د شمالي قطب نه تر پانامه غځیدلی ده. په دې کې امریکا، کینیډا او میکسیکو لوی ملکونه دي.
څلورم جنوبي امریکا ده چې د ایمیزون باراني ځنګلونه او د الندیز ( اینډیز) د غرونو سلسله لري.
پینځم جنوبي قطب (انټارک ټیکه) د زمکې تر ټولو یخه سیمه ده چې ټوله په واورې پوښلی ده. دلته انسانان ژوند نشي کولی او یواځې په اوړي کې د ساینسي تجربو لپاره ورته څو میاشتې زمکپوهان ورځي.
شپږم یورپ ( اروپا) کې د نړي څو پر مخ تللي ملکونه لکه روس، فرانس، جرمني او اطالیه شامل دي.
اووم آسټریلیا ( اوشیانه) د زمکې په کچ تر ټولو وړوکی بر اعظم دی. د آسټریلیا په نوم ملک سره د تسمانیه او د اوقیانوس په سمندر کې نورې وړې جزیرې هم شاملې دي.
اتم براعظم ذیلاندیه نومیږي چې اوس په سوشل میډیا کې خلک ورته نوی لویه وچه وایی. خو د زمکپوهانو په څېړنو کې د زمکې دغه ټوټه زرګونو کاله پخوا د هندوستان نه بیله شوی وه. هغه وخت دا ګونډوانه نومیده چې د هند ګونډ قام پکې اباد و. د ګونډوانه خاوره په سمندري اوبو کې ورژیده او یوه برخه يې تر آسټریلیا ورسیده چې په دې وروستیو کې د سمندر لاندې کشف شوه او ذیلاندیه نومېږي. نورې برخې بیا جنوبي امریکا، افریقا، قطبونو، سمندر کې یو خوا بل خوا خپرې شوې.
صفیه حلیم