فندکستان


په ۱۸۳۶م کې د برطانوي پوځ یو فراري، “چارلس میسن” په افغانستان کې د لرغونو نوادراتو په لټون غوربند ته هم ورغلو. هلته په یوې غونډۍ يې کنډوالې ولیدې چې خلکو ورته فندکستان نوم اخیستو.
د کابل نه پنځوس کلومیټر شمال لویدیځ، پروان صوبه کې د غوربند درې یوه مخروطي غونډۍ ته لږ خلک پام کوي. په ۱۹۳۶م کې د افغانستان حکومت د فرانس لرغون پوهنې ادارې (دافا) ته په شمال کې د نورو پخواني ځایونو په شان، فندکستان کې هم د کیندنو اجازه ورکړه. د دغې لرغون پوهانو مشر، “جوزف هیکن” و چې بیا کال وروسته، “ان کارل”ته يې دا دنده پریښوده.
په څو میاشتو کې دوی په هغې غونډۍ، د یو عبادتځای ودانۍ رابرسیره کړل. د یو انګڼ (غولي) منځ کې بودای سټوپا په بهرني دېوال چاپېره واړه محرابونه د طاقچو په بڼه جوړ وو. په ځینو کې د ګچو واړه بوتان او په نورو رنګین انځورونه ښکاریدل. د بودهه ستوا (بودا انساني بڼه) د ناست حالت لوی وړې مجسمې يې رابرسیره کړل. ځینو پکې شاهي لباس او زیورات په غاړه وو او په ټیټې کرسي، یوه پښه پر زمکه ایښې ناست و. د ده جامې د اوومې پېړۍ د هندي او ترک شاهي دورې ګډوله وه. د ګندهارا دودیزه کاڼي په ځای ټول بوتان د ګچ ( خټو) نه جوړ وو. د ښځې یوه مجسمه د اوومې پېړۍ د ګندهارا تمدن د اوج دوره وه چې د یوناني او هندي سټایل پکې ورګډ وو. د مجسمې ویښته د کوچیانو په شان وړو وړو کمڅیو کې پېیلي وو او په سر يې یو لوی تاج ایښې دی. د دې خټین تاج ډیزاین په پیچلي ډول جوړ شوي دي. د ښځې په جامو او زیوراتو هم نازک نقاشي ښکاري.
د خانقاه په دیوالي انځورونو کې د نمر (میتریا) د سپوږمۍ (سوم) اسطورې او د سیمې باچاهان، ملکې او شهزاده ګان ښکاریدل. د تبرک مرتبانونه هم دغسې په رنګینو نقشونو پوښلي وو او د اوومې میلادي پېړۍ فندکستان، د عبادتځای نه زیات، یوې هنري نندارتون په شان معلومیدو. داسې اندازه وشوه چې هلته تلونکي بودای زایرین به د سټوپا د طواف په وخت په طاقچو کې پراته وړو مجسمو ته ودریدل، د دې ننداره به يې کوله او بیا د سر ټیټولو او منښتو نه روسته، وړاندې بلې طاقچې ته ودریدل. هلته د سرو زرو یو نامه ( لاکټ) چې ورباندې د یو باچا مخ جوړو او د مسو درې سکې چې ورباندې په باختري ‌ژبې کې “سریو شاهو” کنده وو، پیدا شول.
په افغانستان کې تراوومې پېړۍ، د یونانی بودیزم دوره پای ته رسیدلی وه او د ساساني او یفتلي اغیز له کبله په بودای دین کې بدلون راغلی و چې ترک شاهان يې پېروان وو. د چین تانګ سلطنت هم په مرکزي ایشیا خپل بودایی اثر زیات کړی و او افغانستان ته به چینای راهبان ډېر تلل راتلل. اخوا د هند نه بودای راهبان هم ترمرکزي ایشیا په دې نیت ورتلل چې د هغو ملکونو سرپرستي تر لاسه کړي. د دې له کبله په فندکستان او تپه سردار کې د هند او چین د بودای عقیدو یوه ګدوله رامنځ ته شوه.
د فندکستان په یوې مجسمې کې ناوې او شاه زلمي ناست حالت کې ښکاري. ناوې په هندي لباس کې ده او د شاه زلمي تاج د سپوږمۍ (هلال) په بڼه جوړ دی. ده د مرکزي ایشیا په سټایل، اوږده چپنه اغوستې چې غبرګ کالر لري او لوی بوټان يې په پښو دي. د دې مجسمې په بیخ کې د مړي د ایرو په مرتبان کې د ساساني دورې یوه سکه د دویم خسرو ( ۵۹۰-تر ۶۲۸م) د وخت نه راپاتې وه. عجیبه خبره دا وه چې په دې سکې د قیمت نه علاوه د عربي بسم الله هم کنده شوی وه. دا د ۶۸۶م وخت و چې دلته عربانو خپل حاکمیت جوړ کړو.
د فندکستان په خانقاه کې د ۶۸۹ میلادي سکې هم وموندل شوې چې ښایی د هندوکش په غرونو کې د نورو داسې عبادتخانو په پرتله خوندي او د اسلام د راتلو نه وروسته هم په خپل ځای پاتې و.
خو په لوړو غرونو د موقیعت له کبله فندکستان د قدرتي آفاتو زپلی سیمه ده. د واورې طوفانونو، سیلاب او د نمر په تاو دغه عبادتځای په کنډوالو اوختی او د ر‌ژیدو په حال و. فرانسوي لرغون پوهانو ډېر په زیار، له فندکستان څخه ټولې مجسمې او دیوالي انځورونه هم وویستل. دا يې په دوو برخو وویشل چې یوه د افغانستان ملي میوزیم او بله د پېرس “ګویمی” میوزیم کې يې وساتل. له بده مرغه، په افغانستان کې پاتې د فندکستان اثار، د شلمې پېړۍ په جنګونو کې چور شول.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *