
زمونږ د زمکې کره ۷۱ في صد اوبه دي چې زیات يې سمندرونه جوړوي. په انګریزي کې یو وړوکی سمندر( سي) وي او هغه چې د یو براعظم نه راتاو وي، بحر (اوشن) نومېږي. په هندي کې سیند ته “ندي” او سمندر ته “ساګر” وایی. په پښتو کې سیند (دریاب) او سمندر ( بحر) لپاره خپل ټکی نشته.
که څه هم د نړۍ په جغرافیه کې د اوو سمندرونو ( اوشن) ذکر کېږي خو په اصل کې دا پینځه دي. سبب يې دا و چې په خط استوا د آرام سمندر (بحرالکاهل) په دوو برخو، جنوب او شمال ویشلي دي. هم دغسې بحر اوقیانوس( اټلانټیک) هم په شمال او جنوب کې تقسیم دی.
۱. بحرالکاهل، پیسیفک، د عربي “المحیط الهادي” او د فارسي “بحر ارام” د نړۍ تر ټولو لوی سمندرڅلور زره(۴۰۰۰) میټر ژور او ورستۍ تل يې یولس زره ( ۱۱۰۰۰) میټر کچ شوی دی. که د همالیه غر څوک په بحر آرام کې کېږدي نو هغه به هم پکې ډوب شي. د بحر ارام په شمال او جنوب کې دیارلس لوی واړه ټاپوګان ( جزیرې) دي چې خلک پکې میشت دي. په دوی کې فیجي-کیریباتي-ناورو-نیو-پالاو- د مارشل جزیرو جمهوریت-ساموا- سلیماني ټاپو او ټونګا خپل حکومتونه لري. ټووالو او وانوواتو، واړه ټاپوګان دي.
۲.بحر اوقیانوس- “ایټلانټیک” او د عربي “بحراطلس”، په شمال او جنوب ویشلی دی. دا په اوسط کې ۳۶۴۶میټر ژور او دواړو غاړو ته يې پینځه شپیته (۶۵) خپلواک ملکونه واقع دي. یواځې په شمالي امریکا کې دیارلس ملکونه، متحده ایالات، کینیډا، میکسیکو، کیوبا، جمېکا، هېټي، د ډومینکن جمهوریت، بېلیز، ګویټې مالا، هونډوراس، نکاراګوا او پانامه شامل دي. جنوبي امریکا کې لس ملکونه برازیل، ارجنټینا، کولمبیا، وینزویلا، ګیانا، سورینام، یوراګوی، چلی، پیرو او ایکویډورشامل دي. په اروپا کې دولسو ملکونو سره د اوقیانوس بحر یوه برخه لګي چې اسپانیه، آیس لینډ، فرانس، برطانیه، پرتګال، ناروی، نیدر لینډ، آیرلینډ، بلجیم، جرمني، ډنمارک او سویډن دي. په افریقا کې ۳۰ ملکونه د اوقیانوس پرساحلونو آباد دي. جنوبي افریقا، نایجیریا، مراکش، موریطانیه، سینیګال، ګمبیا، ګهانا، انګولا،ګیبون، کیمرون، ګیني، ګیني بساو، استوای ګیني، نیمیبیا، جمهوري کانګو، د کانګو جمهوریت، سیرالیون، لایبیریا، آیوري کوسټ ( د عاج ساحل) ټوګو او “بینین” نه علاوه واړه ټاپوګان لکه کیپ وردی، ساو ټومی او پرنسیپ شامل دي.
۳.بحر هند دریم لوی سمندر ۳۷۴۱ (درې زره اوو سوه یو څلویښت) میټر ژور دی. د دې په ساحلونو ۳۸ ملکونه آباد دي چې ۲۲ په ایشیا، ۱۳ په افریقا، ۲ په یورپ او یو آسټریلیا کی دی.
هندوستان، بنګله دیش، پاکستان، میانمار(برما) سریلنکا، سنګاپور، تهای لینډ، ملایزیا، انډونیزیا، مالدیپ، مصر، سوډان، ایران، عراق، اسرایل، اردن، کویت، اومان، قطر، سعودي عرب، یمن، متحده عرب امارات، بحرېن، کومورس، جبوټي، اریټریا، مډغاسکر، موریشیاس، موزمبیق، سیشیلز، سومالیه، جنوبي افریقا او تنزانیه نه علاوه، د دې په ساحلونو، تیمورلیسټی، کرسمس ټاپو او څو وړې جزیرې شامل دي.
۴.بحر منجمد جنوبي، د انګریزي “آرکټیک اوشن”، په زمکه کې یو نیم میل ژور د یخۍ ( واورې) څادر دی. دا د امریکا متحده ایالات، ارجنټینا، آسټریلیا، چلی، فرانس، بیلجیم، جاپان، روس، ناروی، برطانیه نیوزي لینډ او جنوبي افریقا ترمنځ ویشلی دی.
۵. بحر منجمد شمالي یا “نارت آرکټیک اوشن” د ناروی، ډنمارک، جرمني، فرانس، بیلجیم، نیدر لینډ او د سکاټلینډ لویدیځ تر منځ واقع دی. د دې یوه نرۍ تراډه سویډن کې هم شته.
د شمالي او جنوبي قطبونو ته د نارت او ساوت پول نوم هم اخلي چې د زمکې د کرې یو او بل سر دی.
صفیه حلیم