
د سوات په مینګوره کې د ګندهارا تر ټولو پخواني بودای آثار د “بتکړه” په نوم مشهور دي. د فارسي “بت کده” پښتو بڼه بتکړه اوس د مذهبي تند لارو له ویرې، “ګل کده” هم بللی شي.
په سوات کې د بودای اثارو پلټنې په ۱۹۵۰ کې د سوات والي په اجازه، اطالوي لرغون پوهانو پېل کړل. په لومړي سر کې دوی د مرکزي سټوپا چاپېره د نذر او عبادت چونترې رابرسیره کړې. لویه سټوپا پینځه ځلې ترمیم او په مختلفو موادو پوښل شوې وه. په ناست حالت کې د بودا یوه لویه مجسمه يې هم وموندله چې د میلاد نه وړاندې جوړه وه. یوه یوناني ډول ستنه رابرسیره شوه چې ورباندې یو راهب د لویو پاڼو تر منځ د مراقبې په حال نقش و. د ستنې په بېخ کې د تبرکاتو یوه جعبه او پکې د دویم ازیس باچا سکه پرته وه. دغه ستنه د میلاد نه شل کاله پخوا جوړه وه. بتکړې ته نزدې په یوې غونډۍ د بري کوټ کنډوالې هم د یوناني دورې نه پاتې وو.
په ۱۹۵۶م کې د لرغون پوهانو اطالوي مشر “ډومینیکو فاچېنه” د بتکړې سټوپې قدامت او د دې د ترمیم په اړه لومړي معلومات ورکړل. دا جوړښت په یوناني بڼه و چې وروسته د یونان بودیزم ( ګریکو بودیزم) نوم يې ورکړو. دا ښایی چې هغه وخت د هند یوناني باچاهانو د بودیزم سرپرستي کوله. تر ۱۹۶۰م اطالوي پلټونکو راپور ورکړو چې د سټوپې د جوړیدو نه وړاندې ممکن دلته یو برهمني ( هندوانو) مندر موجود و. په دویم ق م پېړي کې د هند موریه باچاهانو حکومت کاو. بیا د چندر ګپت نمسی، اشوکا باچا کله چې بودای دین ومنلو نو هغه د دې عقیدې سرپرستي کوله. په لومړي پېړۍ کې سوات د بودای راهبانو مرکز شو ځکه دلته په اوړي کې هوا معتدله او سوات سیند ورته نزدې بهیدو.
د بتکړې په لومړي کنستون کې تر ټولو پخوانۍ د چندر ګپت موریه سکه پیدا شوه. د دې له مخې اټکل وشو چې لومړي سټوپا به اشوکا باچا جوړه کړی وي. بله پخوانۍ سکه د لومړي میناندر باچا وه او دریمه د ازیس (دویم) باچا سکه وه چې د میلاد نه څو کاله وړاندې یا وروسته يې دغې سیمې کې حکومت کاو. په نورو کې د دویم ازیس د حکومت وروستیو کلونو او د کشان باچا کجولا کډفایسس سکې شاملې وې. په بتکړه کې موندل شوی د بود ستوا ( د بودا انساني بڼه) مجسمه د ګندهارا تر ټولو پخوانۍ ګڼلی شي چې د اټکل له مخې په لومړۍ پېړۍ کې جوړه وه. د دې نه وړاندې بودایانو به مجسمې نه جوړولې او راهبانو به دعبادت لپاره تسبیح یا لیکلی دعاګانې کارولې. خو د مجسمې د قدامت په اړه ځینو لرغون پوهانو نظر دا دی چې ممکن په دویمې پېړۍ کې جوړه شوه. دوی په ناست حالت کې جوړه د سوات مجسمه هغه وخت د متهرا سره نزدې په عیسا پور کې د ګچ څخه جوړ یوې مجسمې سره پرتله کړه. د عیسا پور د مجسمې سترګې پرانستې او د سوات هغه بندې دي. د ګندهارا د مجسمو دغه ځانګړتیا وه چې اطالویانو دا د متهرا نه پخوانۍ یعني په ۲۰ میلادي کال کې جوړ اعلان کړه.
د بتکړې د لومړۍ عبادتځای ته نزدې د یو بل خانقاه نښې هم رابرسیره شول. هلته په کشان دوره کې نورې سټوپې او عبادتځایونه جوړوو چې د یوې مرکزي لوی سټوپې چاپېره، د مراقبې حجرې، د نذرسټوپې او د مریدانو او زایرینو لپاره د عبادت کوټې يې لرلې. د ځینو سټوپو سره د زمري وړې او لوی مجسمې هم پیدا شوې. په نقاشي کې د برسنډې د سپیڅلي ګل او د بودا د ژوند انځورونه ښکاریدل. د خانقاه او نورو ودانیو په دېوالونو هم نقاشي شوی وه چې په یو کې د محافظانو ( مریدانو) یوه قطار د وسلو سره ښکاري. دا ډېره عجیبه ده ځکه په بودای تعلیمات کې د امن او صبر تبلیغ کېږي. د دوی راهبان د ځان پټولو لپاره د دوو څادرونو او د خوراک لپاره یو کچکول نه علاوه دنیاوي اسباب نه لري. خو د بتکړې په دغه نقش کې ولاړ ټول کسان د دودیزه جامو او زیوراتو سره تورې، خنجر او قمچین هم لري. په یو دېوال د سور رنګ سره جوړ د یو هن ( یفتلي) الخون انځور هم و چې ممکن یو مرید یا عبادت کوونکی و.
د بتکړې تر ټولو روغ او نایابه اثارو لویه برخه اطالیې ته یوړل شوه او هلته د ټورین ښار په دوو میوزیمونو کې يې نندارې ته ایښې ده.
صفیه حلیم
