کندهاري وروڼه


د نولسمې پېړۍ په افغانستان کې د سردار پاینده خان په پینځویشتو( ۲۵) زامنو کې پینځه، پردل- شېردل- کهندل- رحمدل او مهردل د کندهاري وروڼو په نوم شهرت لري. دوی د غلجو د هوتک قام د یوې مور اولاد وو او شا و خوا ۳۸ کاله يې په کندهار کې خپلواکه حکومت لرلو.
مشرپردل خان په ۱۷۹۳م کال زېږېدلی و او د هغه وخت د دود سره سم، تر ټولو مشر ورور، وزیر فتح خان تر سیوري لاندې رالوی شو. په ۱۸۱۱م کې شهزاده کامران د هرات والي و چې د پارس شاه قاجار ورباندې حمله وکړه نو وزیر فتح خان د افغان لښکر مشر و. د مهر دل نه بغیر، څلورکندهاري وروڼه ورسره په جنګ کې مله وو. د پارس لښکر مات شو خو د کامران په زړه کې فتح خان ته کینه وه. هغه ته يې یو میلمستیا وکړه او کامران پلوی سردارانو د میلمنو په وهلو پېل کړ. “عطا محمد خان د کامران په نغوتی راوړاندې او خپل خنجر يې د وزیر په سترګو ننه ایست.” پردل او شیردل هغه وخت د هرات د ماڼي په باغ کې د شطرنج لوبه کوله. یو خدمتګار ورته د شخړې خبر یوړو نو تر څو دوی ځانونه ‌ژغورل، د کامران وسله والو راګیر کړل. شیردل او کهندل خان په دفاعي جګړه کې ‌ژوندي “ناد علي” ته ووتل خو د پردل اس زخمي او دی ونیول شو. کامران هغه ته د وزارت پیشکش وکړو، په دې شرط چې خپل تښتیدلي وروڼه د ده خدمت ته اماده کړي. پردل خان ورسره ‌ومنل خو څو ورځې وروسته دی د قید څخه وتښتیدو اونورو وروڼو سره یو ځای شو.
کامران او محمود شاه، په سترګو زخمي وزیر فتح خان کندهارته بوتلو خو په سیمه کې ولس د ده خلاف شو نو ښار يې پریښودو. دوی ایله غزني ته رسیدلی و چې د کندهار د سقوط او شیردل د حاکم کیدو خبر راغلو. د انتقام اور لا سوړ شوی نه و او شهزاده کامران، نابینا فتح خان هلته ډېر په بې رحمانه توګه ووژلو.
د سدوزو په زوال، د افغانستان شمالي ولایتونو، بلخ، خلم، کندوز او بدخشان پرله پسې د کابل نه پړی وشلاو. په مارچ ۱۸۲۳م کې د وزیر فتح خان سکه ورور، سردارعظیم خان د لته بند سره نزدې د کولرا په ناروغۍ وفات شو. د ده زوی سردارحبیب الله په بالاحصار کې ځان د افغانستان باچا اعلان کړو او کندهاري وروڼو ته يې خواست وکړو چې د شمال د نیولو لپاره ورسره مرسته وکړي. سردار شیردل د یو لوی لښکر سره کابل ته ورسیدو نو حبیب الله يې برطرفه کړو. په دغې فیصلې، د دوی پیښوري وروڼه راوپاریدل او د هغوی پوځ د کابل بالاحصار کلابند کړو. د ۱۸۲۶م په سپرلي کې د کندهار کومک په راتلو، د بالاحصار محاصره ختمه شوه. پردل خان پخپله هم کابل ته لاړو او په یوې جرګې کې د دوی مشر ورورعبد الجبارخان په منځګړتوب روغه وشوه. کندهاري وروڼو خپل لښکرد کابل نه وویستو او سلطان محمد خان طلایی يې د کابل حاکم ومنلو.
هغه وخت په شکارپور (ښکاپر) کې د سردار رحمدل خان خلاف سندهی سردارانو بغاوت کړی و. شیردل د یو ځواک سره هلته روان و، خو رحمدل خان خپل نائب سلطان خان په شکار پورکي پرېښود او پښې يې سپکې کړې. اخوا د کلات بلوڅ سردار محراب خان د بارکزو سره د جنګ تیاري کړی وه او نزدې وه چې دوی نښتی وای چې د هندوستان څخه د سید احمد بریلوي قافله بلوچستان ته ورسیده. دوی په ۱۸۲۶م کې د سیکانو سره جهاد لپاره ټونک څخه روان شوي وو. تر څو دوی کندهار ته رسیدل نو په ۲۹ اګست ۱۸۲۶م کې شیردل خان د لوی تبې له کبله، وفات شوی و. په بله ورځ سید احمد د ۴۰ کسانو سره د شیردل فاتحې ته ورغلو. دغه قافله ۴ ورځې په اعظم خان کلا کې ایساره وه. قاضي عطاءالله لیکي چې، “شیردل خان په دې وروڼو کې د ټولو نه زیات زړه ور او قابل سړی و. ” د شیردل دوه زامن وو چې یو يې په ماشومتوب مړ او بل میراحمد خان نومیدو.
په ۱۸۲۶م کې د کابل پرتخت امیر دوست محمد خان کیناستو. یو برطانوي منشي موهن لال چې په افغانستان کې میشت و. لیکي، “د کندهار او شا وخوا سیمو حاصلات (عاید) دریو سردارانو پخپلو کې وېشلي دي. د ښار څخه لویدیځ کې تر ۶۰ میلو تر زینداور( زمینداور) پورې د کال څلور لکه روپۍ کهندل خان اخلي. شمال کې ان تر ترینکوټ پینځه لکه روپۍ د سردار رحمدل خان لاس ته ورځي. په جنوب کې تر مستونګ درې لکه روپۍ مهردل خان تر لاسه کوي. پردل خان د دې وروڼو مشر او ځان باچا ګڼي.”
پردل خان درې کاله د کندهار حاکم و او د ۳۸ کالو په عمر کې په ۲۴ جون ۱۸۳۱م وفات شو. د ده دوه میرمنې وې چې یوه بارکزۍ او بله غلجۍ وه. له دواړو يې شپږ زامن او د لوڼو شمیره يې معلومه نه ده. د ده په مړینې سردار کوهن دل یا کهندل خان د کندهارپه ګدۍ کیناستو. پښتانه يې کوندل خان تلفظ کوي چې یو ډول ونه ده. په افغانستان کې د انګریز یو استاځی الیګزانډربرنس لیکي،
“کندل خان کې خو نه د خپل ورور پوردل خان په شان انتظامي لیاقت وه او نه پکښې د شیردل فوځې قابلیت. په لږه موده کښې د علاقې ټول خلق د هغه نه ناراض شول. ” برنس وایی چې د کندهار د کال عاید شا و خوا اته لکه ( ۸۰۰۰۰۰) دی او په پوځ کې نهه زره سواره دي. دوی شپږ توپې هم لري. کندهار د بارکزو مرکز دی نو ځکه په لږ وخت کې دوی بې قاعده ( ایله جاري) پوځ هم تیارولی شي.
په ۱۸۳۴م کې شاه شجاع د انګریز او سیکانو سره تړون نه وروسته د خپلو پت منو په ډاډ، بولان درې څخه کندهار ته ورسیدو نو کهندل او مهردل د ښار دروازې وتړلې. رحمدل خان د څو جنګیالو سره د باباولي په کوتل کې مورچې نیولې وې. دوی ۵۲ ورځې کلابند وو او اخر په جولای ۱۸۳۴م کې د کابل نه د دوی مېره ورور، امیر دوست محمد کومک ورسیدو. شاه شجاع په بلوچستان کې د محراب خان سره پناه واخیسته او رحمدل خان د پنځوسو سپارو سره ورپسې لاړو خو بې له جنګ، بیرته وګرځیدو.
په ۱۸۳۸م کې شاه شجاع دویم ځل د انګریز پوځ په بدرګه لودیانې نه روان شو او بل کال د اپریل په شلمه نېټه يې کندهار ونیولو. کهندل خان د مهردل، رحمدل او نور ټبر سره د پارس کرمان ته پناه یوړه او څه کم څلور کاله هلته اوسیدل. په کابل کې د شاه شجاع له قتل څخه وروسته دوی په ۱۸۴۳م کې بیرته لاړل. کهندل خان دویم ځل پرګدۍ کیناستو او شا و خوا دیارلس کاله د کندهار حاکم و.
په کابل کې امیردوست محمد بیا واکمن شو او څو کاله افغانستان کې آرامي وه. په ۱۸۵۳م کې امیر خپل زوی شیر علیخان ته امر وکړو چې د کلات غلجي څخه مالیه راټوله کړي. کهندل خان کلات خپله صوبه ګڼله او د وراره په دې کار خوشاله نشو. هغه مهردل خان د ۴۰۰۰ لښکر او څو توپو سره د کلات ته واستاو. شیرعلیخان بیا کلات ته ورغلو خو مهردل خان د توپونو په ډزو د کلات دفاع وکړه. دی د خپلو نورو وروڼو په پرتله زیات تعلیم یافته او د مشرقي په تخلص به يې شاعري کوله. یو فارسي دېوان کې يې ۵۰۰۰ شعرونه پاتې دي. علامه حبيبي ليكي، چي د مشرقی په کور کې د هغه وخت د پښتو پیاوړي شاعران راغونډیدل.
مهردل خان په ټولو جنګونو کې د وروڼو سره مل و خو دی د کندهار حاکم نه و پاتې شوې. دی په ۱۵ مارچ ۱۸۵۵م کې وفات شو او شپږ میاشتې وروسته، کندل خان هم په ۲۲ اګست د ٦٣ کالو په عمر په حق ورسیدو.
د کوندل خان په حاکمیت کې د خلکو ډېره مالیه اخیستل کیده او د بډو رشوتونو زور شو. له هغه راهیسې “کندل خاني” د حاکمانو نااهلیت او رشوت لپاره محاوره شوه. د ده په مرګ، رحمدل خان، چي وروستی ‌ژوندی ورور و، دوه میاشتي د کندهارحاکم و خو وریرونو يې بغاوت وکړو.
د کهندل خان کورپه ارګ کې دننه و نو زامنو يې هلته نه د رحمدل خان په کورونه ډزې پېل کړې. په دې جګړه کې د دواړو خواو ۴۰۰ کسان ووژل شول. اخر د ښار خلکو سیدانو او ملایانو په خواست جنګ بند او رحمدل خان د کورنۍ مشر او حاکم ومنل شو په دې شرط چې هغه به وریرونو ته د ولایت له خزانې خپله برخه ورکوي. دوه میاشتي وروسته د رحمدل خان وریرونو، د پېسو په سر بیا ناندرې وهلې.
امیر دوست محمد خان دا ځل د یو پلان سره سم، شیرعلیخان د یو لښکر او څو توپو سره کندهار ته واستاو چې د ښار په شمال لوېديځ کي ځای په ځای شو. شیرعلیخان به هره ورځ څو پوځي ډلې ښار ته وراستول چې ماښام به نیمه برخه د پردل خان زوی میرافضل په کور کي پاتې شوه او نور به رابهر شول تر څو ۸۰۰ عسکر د شپږو توپو سره په ښار کي پټ وو. کله چې امیردوست محمد پخپله کندهار ته ورسیدو نو ټول وریرونه يې خبرو ته وبلل. د شیرعلي پټ ځواک د جنګیالو نه وسلې واخیستې او د ښار د لوی دروازې کنجي يې امیر ته ورکړه.
رحمدل خان خپل ټبر سره تهران ته لاړو. دی هلته درې ( ممکن شپږ) کاله وروسته وفات او خښ شو. له هغه وروسته، کندهار د لوی افغانستان صوبه اعلان شوه.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د وزیر فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزي دولت کې. کاندید اکادیمیسن اعظم سیستاني. ژ‌باړونکی، پوهنمل حاجی محمد نوزادی او رحمت آریا- سویډن ۲۰۱۲م
۲. کندهاري وروڼه- محمد معصوم هوتک.علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار. ۲۰۰۹ع.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *