
Printed word Clickbait hanging on a fishing hook. Concept about the misleading advertisements designed to attract attention and entice users to follow the linked piece of online content.
د ۲۰۲۴م جولای د برطانیې “ساوت پورټ” ښار په یو وړکتون کې ماشومان په لوبو اخته وو چې یو ځوان هلته ورننوتو. دوه وړې جینکۍ يې ووژلې او نور ټپیان شول. تر څو پولیس هغه کس نیولو او زخمیانو درملنه کیده، چا په سوشل میډیا کې ولیکل چې قاتل یو مهاجر مسلمان و. سمدلاسه د “ساوت پورټ” ځینو قهرژن خلکو د هغه ځای په جومات وروختل. د مظاهرو دغه لړۍ نورو ښارونو ته هم وغځیده او متعصبو خلکو د پناه غوښتونکو په هوټلونو حملې پېل کړې. دا هر څه د یو خبر په سرلیک شروع شو چې دروغ وو ځکه قاتل نه مسلمان و او نه مهاجر، بلکه برطانوي ځوان و.
د انټرنیټ نړۍ اوس د هرډول لومو څخه ډکه ده چې درې يې “کلیک بېټ” “لینک بېټ” او “رېج بېټ” په پښتو کې د کلیک – لینک او د قهر لومه نومېږي.
په سوشل میډیا کې د یو پوسټ سرلیک داسې و. ” مچیو خپل غچ واخیستو” دویم سرلیک کې یو ځای د ټریفک د دریدو خبر و. په ویډیو کلیک وکړئ نو یو کس بیا هم هغه سرلیک بیانوي او تاسو ورته ډېر په صبر غوږ او سترګې نیولي وي. په منځ کې د موټر یا نوي فلم اعلان هم راشي. په وروستیو څو شیبو کې د یو ماشوم عکس دی چې د مچیو زاله يې په کاڼو ویشتله. راپاره مچیو، ماشوم مخ وچیچلو نو هغه ترلوی سړک په منډه شو. یو بل عکس د سړک دی چې ورباندې څو موټرې ولاړې دي خو سرلیک یوه لومه وه چې په تاسو يې ټوله ویډیو ولیده. دغه حالت ته اوس د “کلیک بېټ” یا کلیک لومه (کوړکۍ) وایی چې د سرلیک له کبله پرې د لوستونکو او کتونکو شمیره زیاتیدای شي.
انسان په خپل فطرت کې تجسس لري او هر نوی یا غیرعادي پیښې ته متوجه کېږي. د انټرنیټ نړۍ دې تجسس نه ګټه اخلي او دغسې جملې یا ټکي د جلب لپاره کاروي چې تاسو د پیښې تفصیل لیدو یا اوریدو ته اړ کړي. په سرلیک کې د ویډیو یا د مضمون مغز پروت وي لکه “په ژمي کې کوم ډول خواړه ګټه ور وي.” یا “یوه سندره- دوه سندرغاړي.” ښایی هنري، ادبي یا د پخلي په پوسټونو کې زیاته ستونزه موجود نه وي خو هلته هم ځینې خلک دروغ سرلیک نه کار اخلي. د بیلګې په توګه، “په پینځو دقیقو کې کیک جوړ کړئ. ” د پخلي یو ماهر هم دعوا نشي کولی چې په پینځو دقیقو کې کیک جوړولې شي.
دویمه لومه (لینک بېټ) یعني د یو راپور یا ویبپاڼې لینک وي چې زیات په فیسبوک کې لیدل کېږي. په پوسټ کې د عکس سرلیک او بیا لیکلی وي چې د نورمعلومات لپاره په دې لینک کلیک وکړئ. که تاسو دا کار وکړو نو هلته د تجارتي اشتهارونو نه علاوه نور لینکونه موجود وي. ځینې يې ستاسو شخصي معلومات ته لاس رسی لري. دا لومه د ویبلاګ د سرخط نه هم خطرناکه ده ځکه کله کله پکې وایرس موجود وي چې د کمپیوټر یا ټیلیفون کې ورننه ووځي. هم دغه کار په واټس ایپ کې وي چې بیا خلک يې نورو ته لېږي او په دې لار زرګونو خلکو ته ورشي.
دریمه لومه د قهر(رېج بیټ) یا د نفرت لومه وي. د هند، پاکستان او بیا د افغانستان په شخړو کې تاسو به داسې سرلیکونه کتلی وي چې، “ناپاک پوځ په تېښته- کرغیړنه لیکه په وینو سره شوه- د جنایت قرباني مظلوم ولس. لوټې لوټی وطن- بدل به اخیستل کېږي. ” وغیره. دغسې سرلیک په لوستونکو کې نور هم د قهر او د کرکې احساس راپاره کړي چې د ویببلاګر کامیابي وي او زیات خلک د ده په راپور کلیک وکړي. د داسې پوسټ تونده او پارونکی ژبه نفرت او قهر اور ته لمنه وهي.
ځینې کسان د شمیرو زیاتولو لپاره په سرلیک کې داسې احساساتي خبره لیکلي وي چې د راپورسره هیڅ سر نه خوري. لکه د یو کس ويلاګ سرخط “بلوچستان خپلواکه شو” و خو د ده په ویډیو کې د شواهد یا دلیل په ځای احساسات او ښکنځل وو. ډېر خلک چې دغې لومې ته ولویدل، په کمنټونو کې ورته بد رد هم وایی خو د پېسو لیوني د دغو ترټلو پرواه نه کوي.
پوښتنه دا ده چې د کلیک لومه به څنګه معلومه شي؟ لومړی خو د پاڼې چلوونکي خپل شخصیت دی چې تاسو پرې څومره باورکولې شئ. هغه کسان چې ژر احساساتي کېږي، بې له ثبوت او شواهد لګیا وي، څوک پرې باور نه کوي. دویمه دا چې، د سرلیک ژبه يې څنګه ده. احساساتي- هیجاني او لویه دعوا پکې شوی ده که نا؟ داسې ټکي لکه ناوړه- کفر- هیښونکی- ناپاک دشمن یا ښکنځل ولري. د جنګونو په وخت راپورونو کې ګنګوسې زیاتې او د اشخاصو ارمان یا بد نیتي زیاته شي. د اسرایل د وزیراعظم نتن یاهو د مرګ خبر هم دغسې یو ارماني له خوا خپور شو. دریمه، تاسو د سرلیک په لوستلو، د پوره راپور لیدو لپاره کلیک نه وړاندې شیبه سوچ وکړئ چې آیا دا خبرڅومره امکان لري. دومره مهم خبر په نړۍ والو شبکو، ریډیو ټیلویژن یا اخبارکې ولې نه دی خپور شوی.
د ځینو خلکو روزګاروسیله اوس د یوټیوب، فیسبوک، ټک ټاک او د “واټس اېپ” پوسټونه دي او دوی د دروغو، ښکنځلو او د نفرت په زیاتولو جیب ډکوي. ښه خبره دا ده چې په دې د باور کچ ورو ورو کمېږي ځکه اوس د یو نه زیات د خبر سرچینې موجودې دي.