د جنګ عنوان


د ۲۰۲۶م د مارچ په لومړیو کې امریکا او اسرایل په ایران یرغل وکړو. د دې نوم “اپریشن ایپک فیوري” وه چې په پښتو ځینو ‌ژورنالیسټانو ورته “حماسی غضب عملیات” وویل. ایپک د یوناني خدایانو لوی، غښتلی او د میړانې ډک واقعاتو او پیښو افسانې وې چې وروسته په یورپ کې د لویو خپرونو او تبلیغاتو لپاره وکارول شو. د دې متبادل، عالیشان، عظیم، پرشکوه اواغیز لرونکی کیدایشي. په عربي کې ایپک د مَلْحَمِيّ یا مَلْحَمَة ترجمه شوی او مانا يې هم هغه عظیم او عالیشان کېږي.
د لومړي نړۍ وال جنګ ( ۱۹۱۴-۱۸) نه وروسته د جنګونو د نومونو ټاکل دود شروع شو. هغه وخت د امریکې د دفاع وزارت هر جنګ ته یو مخفي کوډ ( شفر) ورکاو چې خلک به ترې نه خبریدل. بیا د حکومت د بري او ولس ملګرتیا او حوصلې لپاره بامعنا نومونه غوره کیدل او دا به يې مطبوعاتو ته ورکول.
د دویم نړي وال جنګ په وخت، برطانيې د لویو عملیاتو د نومونولپاره به وزیراعظم چرچل سره مشوره کیده. د هغه هدایات دا وو چې په نوم کې دې هیڅ ډول غرور، احساسات یا سپکاوي ټکي نه وي.
د ۱۹۵۰م کوریا جنګ لپاره امریکا د “و‌ژونکي عملیات” نوم وکاراو. هغه وخت د امریکا ځینو ډیپلوماټانو شکایت کاو چې د دې نوم له کبله چین سره د دوی اړیکې خرابې شوې. د ویتنام جنګ “آپریشن مېشر” نومیدو چې مانا يې لکه د غوښې قیمه کول وو. وروسته امریکای صدر جانسن پخپله ددې نوم د بدلولو امر وکړو چې “د سپین وزر عملیات” ته يې واړاو.
په ۱۹۸۹م کې په عراق د دوی حمله آپریشن ډیزرټ فوکس ( د صحرا د لومړیا ګیدړعملیات) او د ۱۹۹۰-۹۱م آپریشن ډیزرټ سټورم به مونږ به د صحرا عملیات ترجمه کول. بیا په ۲۰۰۱م په پای کې د افغانستان حمله د تلپاتې خپلواکي عملیات ( اینډیورنګ فریډم) ونومول شوه. دا “تلپاتې” بیا شل کاله پاتې شو. امریکا د ۲۰۰۳م د عراق حمله “د عراق د ازادۍ عملیات” وبلل. مونږ به هغه وخت هم سوچ کاو چې دغه نومونه به چا ټاکلي وي؟
اوس دا په ډاګه شوه چې د امریکا د دفاع په وزارت کې د هرې حملې د پلان په وخت د جنګي نومونو یو فهرست جوړېږي چې کله کله درې مخه لري. په دې د دوو تورو ( ټکو) بې شمیره نومونه لیکلي وي او په اخره کې ترې درې غوره کېږي. دا یو سیاسي او اخلاقي ډسپلن لپاره وي. د ځینې نومونه لکه “د نیمې شپې سټک”- غښتلی نېزه- و‌ژونکی نشتر- طوفاني سیلۍ او دغسې نور د صدر او د هغه د کابینې غړو ته وړاندې کېږي. دوی بیا د خپلې خوښې په نوم سر وخوځوي.
د امریکا په شان نور ملکونه هم خپلو جنګونو ته افسانوي نومونه ورکوي چې د ولس احساسات راوپاروي. د پاکستان “ضرب العصب” یا بنیان المرصوص” اسلامي نړي ته د ځان نزدې کولو هڅه او یو ډول د کفر خلاف جهادي احساس ښایی. د هند “آپریشن سیندور” د میرمنو د میړانې سمبول و.
د لاطیني “فیوریس” ټکی د لرغونی روم په مذهبي افسانو کې د خدایانو غضب او انسان ته د سزا ورکولو لپاره کاریدو. ښایی د امریکا اوسني مشران هم ځانونه د هغو خدایانو په شان ګڼي. خو د ایپک فیوري تر شا د امریکې د صدر خپل شخصي قهر پټ دی او د ځینو کتونکو دا رای ده چې ممکن هغه خپل اعصاب د لاسه ورکړي وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *