نکریزی


یار مې په سرو لاسو مئین دی
ځکه نکریزی په خپل کور کې خیشتومه
نکریزی د رنګ، خوشبویی او د خوشالۍ نښه ده. د اختر او واده نه علاوه یو مسافر به ډېره موده وروسته کور ته راغلو نو خپلوانو به لاسونه په نکریزو سره کړل. د مصنوعي رنګونو نه وړاندې خلکو به د سر او د ږېرې ویښته هم په نکریزو رنګول.
د پښتنو په ودونو کې د نکریزو شپه د لاسونو رنګولو نه زیات اوس د یو دود نوم ګرځیدلی دی چې پکې موسیقي، نڅا او ډوډۍ یو ځای کېږي. ناوی به له واده ۷ ورځې وړاندې د کوټې په یو ګوټ کې ناسته، خلکو مخ ته نه راتله. د دې سره به یو یا دوه ملګرې هم ناستې وې چې ” ګوټ خیلۍ” نومیدې.
د هلک ( شاه زلمي) په کور به خیشته شوي نکریزی، یو لوی تال یا پتنوس کې هوارې شوې. د پاسه پرې د شړشمو د تیلو وړه کټورۍ، نقریی رجړومه او بلې ډیوې یا شمعې کیښودې. بل تال کې سره بنارسي او وریښمین رومال، دریم کې پتاسې او مټایی وو. بیا د تازه ګلونو امیل سره به د کلي پیغلې په تمبل غږولو او سندرو ویلو د ناوی کور ته روانې شوې.
شپه ده د نکریزو
جینکۍ تمبل وهینه
تال يې رنګ په رنګ دی- نوری
شمعې پرې سورې دي جانانه
د ناوی کور کې به ښځو د نکریزو تال سره شاه ډوله او نڅا وکړه. بیا به يې ناوی په یو چوکۍ کینوله، بنارسي به پرې وغوړیده. هغې به لاس موټی کړو او جینکو به زور لګاو چې دا خلاص کړي. په ټوکو ټقالو به اخر هغې موټی خلاص کړو نو خواښې یا ایندرور ورته په ورغوي وړه سره ( سکه) کیښوده. واده شویو ښځو به وار په وار په ویښتو کې ورته تیل ومښل او لږ نکریزې به يې په ورغوي ولګولې. خله به يې ورله خوږه او د ګلونو امیل په غاړه کړل. د دې رسم نه وروسته، د هغې ډک موټی په وریښمین رومال وتړلو، پتاسې به يې پرې وشیندل او د تال نه چونګ نکریزې په جینکو يې وویشل.
سهار به د ناوی د ورغوي منځ سپین او چاپېره په نکریزو تک سور و او ګوټ خیلیو به ورته ویل چې خواښې به درسره ډېره مینه کوي.
هم دغه دود به د شاه زلمي په کور کې کیدو. فرق يې دا و چې د ناوی له کوره، ناواده پیغلې به نه ورتلې. پخوا به سړي زیات په هوجرو کې ناست وو او د شاه زلمي سره څو ځوان ملګري د کور دننه راغلل. نایڼې یا د ټبر مشرې ښځې په ورله کچه (خچه) ګوته نکریزې لګولې، یو ساده رومال به پرې تاو کړو او پېسې به يې ترې غوښتې. د شاه ملګرو ته به هم نکریزې او رومالونه وویشل نو دوی به هوجرې ته د ټنګ ټکور محفل ته ورغلل.
نکریزې د ګرمو ملکونو لوی بوټي دی چې شنې پاڼې يې رنګ لري. د دې ساینسي نوم” لاسونیه اینرمیس” د سکاټلینډ یو طبیب ” آیزک لاسن” ویاړ دی. دا به په لرغونی مصر کې د نوک، ویښته او پښونه علاوه، وریښم، وړۍ او څرمنې د رنګولو لپاره هم کاریدل. د نکریزو ونه یو نیم میټر لوړه او سپین ګلونه يې ښه خوشبویی لري. دا د شمالي افریقه نه علاوه، ایشیاي ملکونو او آسټریلیا کې هم وي. په سوډان او مصر کې ” تورې نکریزې” چې د وچو پاڼو په ټکولو جوړېږي، د ویښتو رنګولو لپاره کاروي.
په حکیمي طب کې د نکریزو خاصیت ” یخ” دی نو ځکه په اوړي کې خلک په سراو په پښو وهي. په هند کې ښځې د دې پاڼې په اوبو کې خیشته کړي او ویښته ورسره وینځي. په زخم یا د جل وهلي په پښو د نکریزو پاڼې تړل، د زیړي د مریض په غاړه د دې ګل یا پاڼو امیل، د پخواني طب ټوټکی دي. د دې پاڼې له ایشولو وروسته څښل د ” پلنې” د مرض لپاره به ښه ګڼلې شو.
په بازاري نکریزو کې ” سلیخ” ورګډ وي چې په لاس او پښو ونښلي. اوس دا په خیشته حالت کې هم راځي چې پکې د دې د تازه ساتلو لپاره کیمیاوي توکي ورګډ وي. که د چا پوټکی حساست لري نو بیا دا سې نکریزې ورته تاوان رسوي. په افغانستان کې د “لالپورې” نکریزې شهرت لري خو د دې پاڼې له هند راوړل کیدې او هلته د هندوانو په ژرنده به میده کیدې چې کیفیت به يې ښه و. په پښتوخوا کې نکریزې په لویو لنګرو(هاوڼ) کې يې ټکولې نو ځکه مهینې به نه وې.
په پښتو شعر کې د نکریزو تر ټولو لوړ تشبیه د عبد الحمید بابا په شعر کۍ لیدل کېږي.
هسې زړه زما وکاږي له ګوګله
لکه اخلي له نکریزو په منګول رنګ
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.