د ګوتوچاپ


د روغ انسان د ګوتو په سر پوټکي کې لیکې (کرښې) ښکاري. دا هغه وخت جوړېږي چې د مور په خېټه کې ماشوم د ۴ میاشتو شي. د هغه په وجود کې ډي- این- ای د یو ریډیایی پیغام په واسطه دا کرښې په پوټکي جوړوي. خو حیرانوونکی خبره دا ده چې د ماشوم په ګوتو دا لیکې د هغه پلار یا نیکه نه فرق لري. د دې نه هم عجیبه خبره دا ده چې د هرانسان د ګوتو چاپ ځانګړی وي او په لکونو خلکو کې ممکن د دوو کسانو د ګوتو چاپ یو شان وي. که د چا ګوته وسوځي یا زخمي شي نود هغه لیکې د نوي پوټکي سره بیرته جوړېږي. د عمر په تیرېدو دغه لیکې تت شي او د چاپ لپاره بیا د خاص رنګ پکار وي. په ۱۷ پېړۍ کې اروپای ساینس د ګوتو چاپ “فنګر پرنټ” ځانګړتیا کشف کړه. برطانویان د دې په ګټو د هند لوی وچې کې خبر شول.
په هند کې وخت خلک نالوستي او د زمکې یا کاروبارپه اسنادو به يې دستخط نشو کولی. دوی به خپله رنګ شوی کټه ګوته په کاغذ ټاپه کړه. د ایسټ انډیا کمپنۍ ملازمانو به د خپل معاش اخیستو په وخت د ګوتو چاپ لګولو. په برطانیی کې د هند په زرګونو اسناد د ګوتو د لیکو لپاره مطالعه شول چې د ساینس کار يې اسانه کړو. په هغو ورځو کې خلک یو ځای د جرم نه وروسته، د یورپ مختلفو ملکونو ته به وتښتیدل. پولیسو د پیښې ځای کې د مجرم د ګوتو نقش معلوم د معلوموغلو یا قاتلانو د ګوتو نښو سره پرتله کول. په سرکاري اسنادود شناخت لپاره د ګوتو چاپ اوس هم کارېږي او د کمپیوټر په دور کې اوس نور پرمختګ يې کری دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.