امیر او وزیر


په ۱۸۶۷ م کې امیرعبد الرحمن د کندهار ته په لار د غلجو سره جنګ بایللو او له غزني د وزیرو سیمې ته واوړېدو. د ده تره اعظم خانه ورسره مله او ځایي ملکانو ته يې لیکونه واستول. هغوی ۱۰۰ سپاره د دوی هر کلي ته واستول، په زرګونو کسانو ورته اتڼونه وکړل او دوه ورځې يې ورته میلمستیاوې وکړې. د لښکر اسونه يې هم ماړه کړل او امیر ورته پېسې ورکولې خو دوی وانخستې.
د ده یو سردارعبدالله (د عبدالرحیم زوی) ۲۰۰ طلایی سکې د خپل کارتوس پېټۍ کې ساتلي چې د رانجو (بارود) له کبله تک تور وو. وړاندې لاړل نو یو ځای خلکو ترینه د ډوډۍ لپاره پېسې غوښتې. امیر ورته یو څو تور شوي سکې ورکړل نو هغوی له اخیستو انکار وکړو چې دا د مسو دي. د ده سره یو کوماندان شیرجان ۱۰۰۰ روپۍ لرلې چې امیر ورته د هغې په بدل کې د طلایی سکو پیشکش وکړو. خو هغه ویل “چې تا نه يې څوک نه اخلي نو زما نه به څنګه اخلي؟ اخر په زوره يې ترې روپۍ واخستې او ۱۰۰ طلایی سکې يې په بدل کې ورکړې.
دوه ورځې وروسته د ملک ادم خان وزیر کلا ته ورسېدل نو هغه ورته تود هرکلې وکړو او پخپلې کلا کې يې ایسار کړل. وړاندې کلي کې هم خلکو ورته میلمستیا وکړه. په بله ورځ دواړه ملکان ورسره بدرګه ورغلل او دوی يې رخصت کړل.
اعظم خان، سردار محمد خان ځاځیو ته خپل ماما کړه مرستې لپاره استولی و، چې د ۴۰ سپارو، جنرل علی عسکرخان او معاز الله سره یو ځای “داوا” کلي کې ورسره یو ځای شول. څو ورځې وروسته دوی هم هلته د کلي خلکو سره یو ځای د اختر لمونځ وکړو. امیر خلکو ته خواږه او مشرانو ته دستارونه وویشل. د ده د ملو شمیره هغه وخت ۶۰۰ ته ورسیده او پېسو ته يې سخته اړتیا وه. هغه وخت د عبد الرحیم د یو ملازم په راتلو يې شکر وویستو. دی د کابل نه په پښو راغلی او ۲۰۰۰ طلایی سکې ورسره وې. دی پخوا د عبد الرحیم خزانچي و خو امیر ته ورسیدو نو په پښو کې يې پیزارنه وو او د تڼاکو نه يې وینې بهیدې چې ده ورباندې د نمد ټوټې تړلې وې. ده بیرته تلو لپاره رخصت واخیستو چې کابل نه نور کومک ورته راوړي. امیر د سفر لپاره ورته خپل اس ورکاو خو ده انکار وکړو چې په پښو به ځي او اس به د دوی پکار شي. امیر هغه سکې په ۲۰ زره روپیو واړولې، د خپلو کسانو لپاره يې خواړه، جامې، داروګان او نور توکي واخیستل.
په دغه وخت کې اعظم خان د بنو او د پیښور ضلع د دوو انګریز افسرانو لیک تر لاسه کړو چې تاسو ولې د انګریز په خاوره کې د پناه اخیستو په ځای په “دوا” کې ایسار يئ؟ هغه ورته جوابي لیک کې وویل، ” که د هند وایسرای دا لوظ راسره وکړي چې د اباسین نه اخوا به مونه بوځي نو مونږ به درشو.” بیا امیر ته يې وویل چې په دغه لیک خپله ټاپه ولګوه خو عبد الرحمن انکار وکړوچې زه د انګریز په ملګرتیا کې څه ګټه نه وینم. یو ځل يې دوکه کری يې خو که ته بیا هم ورباندې باورلرې نو یواځې ورشه. بیا يې له تره پوښتنه وکړه چې کله ته د راولپنډۍ نه بیرته راغلې نو انګریز د سوړ چلن شکایت دی کاو. اوس دې نظر څنګه بدل شو. ده وویل چې ” زما نظرهم هغه دی او د دوی ملک ته د تلو هیڅ نیت نه لرم. خو لیک جواب ځکه وراستوم چې څه نا څه کول پکار وو.” امیر ورته وویل چې، ” ولې “دروغو” ته څه نا څه کول، وای؟ دا ښه عادت نه دی. صفا جواب ورته ولیکه چې ته هغوی ته ځان نه شې سپارلې ځکه د څه ګټې امید نه لرې.”
اخر ده د وراره مشوره ومنله خو امیر ورباندې خپله ټاپه و نه لګوله. هغه ګیلې مانې شروع کړې او اخر عبد الرحمن ورته دومره په قهر شو چې خپله ټاپه يې دوه ټوټې کړه، خو ریبار ته يې زباني پیغام ورکړو چې ” زما ورسره هیڅ سرو کار نشته، دوی زما د ملګرو دشمنان دي او د هغوی دشمن زما دشمن دی.”
دوی په “دوا” کې ۸ ورځې پاتې وو او بیا د یوې ورځې په مزل، کاڼيګرام ته ورسیدل. هلته ۱۷ ورځو کې اسونه يې ماړه شول ځکه شنه واښه پکې ډېر وو. د امیر ۵ ورځې تبه وه او چې روغ شو نو “واڼه” ته روان شول. هلته نه دوه ورځې وروسته د ګومل سیند نه پورې ووتل.
په بله غاړه رسیدو سره دوی یو سړی ولیدو چې د لیرې نه دوی ته په منډه و او په لاس کې نیولی یو رومال يې ورته خوځاو. امیر د معلوماتو لپاره عسکرخان ور واستاو او ټول حیرانه شول چې هغه سړې چې دوی ته يې ځغستل، په اصل کې یوه ښځه وه. دوی ته يې وویل چې د دولسو کالو وه چې وزیرو د افغانستان نه تښتولې وه. اوس د ۲۰ کالو وه او د تیښتې موقع يې پیدا کړه نو زمونږ پناه ته راغله. امیر ورله ډاډ ورکړو، د هغې سورلي لپاره يې یو اس او مور پلار ته د رسولو انتظام وکړو.
صفیه حلیم

د امیرعبد الرحمن له یادښتونو

1 Comment

Add a Comment
  1. ولا په دا ټوله کی یی دا اخیره ځوانی له ښځې سره جالبه وه

Leave a Reply

Your email address will not be published.