احرار


د هند د مسلمانانو یو د ۱۹۲۰م په لسیزه کې د خلافت تحریک له ناکامه کیدو وروسته ” مجلس احراراسلام هند” په نوم جوړ شو.
په ۱۹۲۱م مارچ کې سید عطاء الله شاه بخاري په کلکتې کې مسلمانانو د بیدارۍ لپاره یو پرجوش تقریر وکړو او انګریز حکومت ونیولو. هغوی له ده دومره په ویره وو چې ویل به يې ، “عطاء الله شاه یو داسې سری دی چې د کانګرس مشرانو نه لیرې په جیل کې بند ښه دی… دی یو په زړه پورې مقرر دی چې په خلکو اغیز شیندلی شي. ”
د خلافت تحریک نه ناهیلی ځینې مسلمان مشران، په پنجاب کې راټول شول او د انګریز خلاف خپلې مبارزې د جاري ساتلو هوډ وکړو. مولانا ابوالکلام آزاد اوعلامه محمد انور شاہ کشمیری په هڅونه او مشوره په ۲۹ دسمبر ۱۹۲۹ م لاهور کې د مجلس احرار ګوند بنسټ کیښودل شو. عطاء اللہ شاہ چې له جیل خوشې شوی و، د دې مشر او سید محمد داؤد غزنوی عمومي سکټر انتخاب شول. ورسره مولانا حبیب الرحمن لودیانوی، چودھری افضل حق، شیخ حسام الدین، خواجہ عبد الرحمن غازی او مولانا مظہرعلی يې مشاورین وو. مجلس احرار د ” نهرو رپورټ” مخالفت کاو ځکه په هغې کې د انګریز تر سیوري لاندې د محدود خپلواکۍ غوښتنه شوې وه.
سید عطاء الله شاه بخاري د احرار لومړۍ جلسې ته په خطاب کې وویل چې ’’ د استعمار د میچن لاستی که سپین نیولی وي او یا تور، میچن به هم هغسې په ځای پاتې وي. زه دا میچن ماتول غواړم. غلامی لویه ګناه ده او که له غلامۍ ځان ویستل غواړو نو اوس يې بهترین موقع ده. د انګریز خلاف زمونږ مبارزه به په امن وي.”
مجلس احرار په بنسټ کې د دیوبند علماو رول مهم و خو پخپل جوړښت کې دا ډېر لبرال (موډرن) و. د ګوند مرکز په پنجاب کې او د ښار اوسېدونکي شته من خلک زیات ورسره ودریدل. د هغو وړو مسلمان ریاستونو غړو چې چاپېره ترې سیکان او هندوان پراته وو، د خپل دفاع لپاره وسله هم ساتله. مسلکي او تعلیم یافته خلک پکې ډېر وو او د دیني تمایل سره سره احرار د هرې عقیدې خلک ځان سره کړل. په دې کې دیوبندي- بریلوي- اهل حدیث- شیعه او کمیونسټان هم شامل وو. تر ۱۹۳۰ م “مجلس احرار اسلام” په هند کې د نوابی ریاستونو په ضد هم غږ پورته کړو چې دوی د انګریزانو ګوډاګیان دي. دوی د محمد علی جناح (قاید اعظم) پالیسي غلطه او د احمدی ( قادیاني) ډله د انګریز یو سازش ګڼلو. دوی د هندوستان د وېش مخالفت کاو، بلکه دا په هند کې د مسلمانانو لپاره يې هلاکت بللو.
په ۱۹۳۱م کې مجلس احرار غړي په کشمیر کې د احتجاج په توګه، د هندو راجه په ماڼۍ ورننوتل چې په مسلمانانو سره يې تعصب کاو. د انګریز لپاره دا یو لوی چیلنج و او د احرار د مخ په زیاتیدو شهرت اندیښمن شول. په اکتوبر ۱۹۳۴م کې مجلس احرار د احمدیانو خلاف پاڅون وکړو. د وېش نه وروسته دا ګوند په دوو برخو وویشل شو چې یوه يې په لاهور کې بخاري او بله په لودیانه کې د مولانا حبیب الرحمن سره پاتې شوه.
مجلس احراراسلام په پاکستان کې د مسلم لیګ حکومت تر ټولو لوی سیاسي مخالف ډله وه. خو په ۱۹۴۹م کې دوی د عملي سیاست نه لاس واخیستو او مسلم لیګ ته يې میدان پریښودو. دوی دیني معاملو ته پام وکړو او کله نا کله په قامي ستونزو به يې بیانونه ورکول. هم هغه کال دوی د ” عالمي مجلس تحفظ ختم نبوت” جوړ کړو او ۱۹۵۳م کې د پاکستان حکومت نه غوښتنه وکړه چې قادیاني دی غیرمسلم (اقلیت) اعلان کړي. دغه دیني فرقه د حضرت محمد (ص) د ختم نبوت نه انکار او مرزا احمد ته مهدي او مسیح موعود وایی.
مولانا عطاءالله شاه بخاري قادیاني په ډاګه ” کافر” او وژل يې روا ګڼل چې د پارونکو تقریرونو په جرم ونیول شو. د احرار ډلې په زرګونو خلک سړکونو ته راوتل چې یو عالم يې بندي کړی و. په بخاري د پاکستان په عدالت کې مقدمه دایر شوه. کله چې دی قاضي ته حاضر کړې شو نو هغه ته يې هم وویل چې مرزا احمد قادیاني کافر دی. په ۱۹۵۳ م کې احرار د لاهور په شخړو کې د لاس لرلو په جرم تورن شو او بل کال يې په دې ګوند بندیز ولګیدو. د تحریک ختم نبوت ګوند تر اوسه پخپل ځای پاتې دی.
سیدعطاء اللہ شاہ بخاری په ۲۱ اګست ۱۹۶۱م کې حق ته ورسیدو او په ملتان کې جلال باقری، باغ لنگی خان کې خښ دی. د ده زوی مولانا سید ابوذربخاري د احرار غړي راټول او د اسلامي حکومت نفاذ، تحفظ ختم نبوت اوتحفظ ناموس صحابہؓ لپاره يې منظم کړل.
په ۲۰۱۲ م کې د پاکستان حکومت د احرار منشي او د تحریک ختم نبوت مشرعبد الطیف خالد چیمه په دې جرم ونیولو چې په محرم کې یو تقریر کې يې خلک راپارول. مجلس احرار اوس په عمل کې غیر سیاسي خو په ولس کې خپل اغیز لري.
صفیه حلیم

1 Comment

Add a Comment
  1. Qadarmane Salamoona,
    Der kha mazmoon de pa kha wakhat ke pekh kro, nan da de der zaroorat de, loi Allah de da khemat qabool ka,

Leave a Reply

Your email address will not be published.