کډوال موزیم


په ۱۹۲۵ م هرات کې د پخوانو توکو د ساتلو لپاره یو عجایب خانه (موزیم) جوړه شوه چې د تنظیميه رئیس شجاع الدوله د دې مشر و.
په ۱۹۲۸ م کې د حبیب الله کلکاني (سقاو) بغاوت په وخت د دې میوزیم زیات اثار لوټ شول. د هفت قلم ډبره چې له ګازرګاه يې ورته وړې وه او د “هفت جوش” مسین دیګ چې د جامع جومات نه يې ویستې او دلته د نندارې لپاره ایښې و، درانه او چا نشو وړلې نو دواړه د چور نه پاتې شول. هفت قلم يې د خواجه عبدالله انصاري مقبرې په یوه کوټه کې کیښودو او مسين دیګ يې بیرته جامع جومات ته یوړو.
په ۱۹۳۳ م کې د هرات میوزیم بیا کډې ته مجبور شو. دا ځلې يې د ښار نوي “پارک هوټل” د ودانۍ په بره برخه کې وساتل شو. دلته د نورو ملکونو سیلانیان پاتې کیدل نو هغوی به په اسانه د دې ننداره کولې شوه. هغه وخت د کابل موزیم له خوا ورته د بودایی دور څو توکي او یوه مجسمه ورډالۍ شول. ورو ورو دلته د اسلامي دورې نایاب آثار هم کيښودل شو. تر ۱۹۴۹م دا موزیم غني شو خو اوس دا
د مطبوعاتو ریاست ته يې ورکړو. بیا ۱۳ کاله وروسته د پوهنې مدیریت ته وسپارلو او د دې ۳ زرو نه زیات توکي د بهرني اړیکو د مدیریت ودانۍ ته يې یوړل.
د افغانستان په کورني جنګونو کې د هرات موزیم ځینې توکي د حفاظت لپاره یوې او بلې خوا ورواستول شول. خو بې شمېره د کاواکه جنګي ډلو لاس ته ورغلل چې پخواني ټوپک، د سرو او سپینو سکې او کتابونه پکې وو. د طالبانو په واکمنۍ کې د هرات موزیم ۱۱۰ مجسمې ماتې کړې شوې.
په ۲۰۰۲ م کې د موزیم په چارو بیا لاس پورې شو او ٩٦٠ توکي چې د چور نه پاتې وو، بیرته نندارې ته يې کیښودل. هغه وخت له جنګي ډلو غوښتنه وشوه چي د موزيم توکي بیرته راوړي او څو کسانو دا کار وکړو. عامو خلکو نور شیان هم موزیم ته ورډالۍ کړل او په څو کلونو کې د توکو شمیره ۱۵۸۴ شوه. د دې نه علاوه ٢٦٨ پخواني کتابونه او مسودې هم پکې خوندي شول.
کله چې د اغا خان فاونډیشن په مرسته د هرات اختیار الدین کلا بیرته ورغول شوه نو موزیم د دې په ودانۍ کې دننه ځای په ځای شو. په ۲۰۰۸ م کې کلا ته د شپې ۳ وسله وال کسان ورننوتل او هلته نه يې شا و خوا ۳۰ لرغوني توکي غلا کړل چې پکې یوه مجسمه، دوه بودایی ډبر لیکونه او د غزنویانو د دورې لوښي هم وو. وروسته دوه کسان ونیول شول چې د خپل جرم اعتراف يې وکړو. یو کس په زندان کې په مرموزو حالاتو کې مړ شو. دا څرګنده نه شوه چې دوی هغه لرغوني توکي د چا لپاره غلا کول.
په ۲۰۱۳ م کې د هرات پولیسو، یو کس په کور کې ۲۲ لرغوني توکي ونیول. په دغو کې ډبرليکونه، لوښي، مسي سکې او مجسمې شاملې وې.
په ۲۰۱۱م کې د افغانستان د صوبو دا لومړی میوزیم و چې پکې ۴۵۰ اثار نندارې ته کیښودل شو. د دې په رنګین کیټلاګ کې د ۸۰۰ نه زیاتو توکو تفصیل ورکړې شو او د نندارې لپاره ۲۰۰ توکي هر وخت پکې پراته وي. هرات د افغانستان هغه ولایت دی چې پکې د هر دور د تمدن نښې شته. په هدیرو کې د نامتو شخصیتونو په قبر او په زیارتونو کې لوحی په لوی لاس د شکولو مخه څوک نشي نیولې. یوه مفکوره داسې ده چې دغسې ټولې لوحې راټولې او په یو ځانګړي میوزم کې کیښودل شي. خو په دې به د غلو کار نور هم اسانه شي ځکه په هدیرو او زیارتونو کې د ولس له ویرې ممکن څوک د یو قبر خازه غلا کولو ته زړه ښه نه کړي. خو له موزیم غلا اسانه کار دی. د غلو او لوټمارانو له خوا دغسې ماتې لوحې په اختيار الدين کلا کې پټ ساتل شوي دی.
یوه بیلګه يې د تيموري دور نامتو انځورګر کمال الدين بهزاد د قبر درنه ډبره وه. دا غلو ماته کړه چې ټوټې يې په اسانه یوسي خو بیا هم کامیابه نشول. په کومه ټولنه کې چې د پوهې او د تعلیم کمی وي، د هغه ځای خلک په خپل عقل بیا سوچ هم نشي کولې. د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه یواځې د چارواکو او د پولیس کار نه دی، بلکه دا د ټول ملت دنده ده.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *