د احمد شاه ابدالي مور زرغونه چې ولس يې په درناوۍ “زرغونه انا” بولي، داټکل له مخې په ۱۷۰۲ یا ۱۷۰۳ م کې وزیږېده. د پلار نوم يې “خالو خان الکوزی” و.
ښایی زرغونه په ملتان کې رالویه شوه ځکه د سدوزو یو ټبر د شاهجهان له وخته په ملتان کې اباد و.
د زرغونې د خسر دولت خان نیکه شیرخان د مغلو لپاره د کندهار د جنګ یو سالار و. د ده ورور خدایداد د اورنګزیب نه د “سلطان” لقب تر لاسه کړ او په ملتان کې اوسیدو. د ده لوی ټبر وروسته د “سلطان خداکي” په نوم مشهور وو. کله چې کندهار د مغلو نه بیرته د پارس صفویانو ونیولو نو د جنګونو یوه لړۍ پېل شوه. د کندهار ډېرو خلکو خپلې کورنۍ په شکارپور او ملتان کې ساتلې وې چې هلته دوی زمکې، کورونه او کاروبار کاو. د دولت خان پلار سرمست د دغو جنګونو په وخت خپل ماشوم زوی په ملتان کې د سلطان خدیداد زوی حیات خان ته وسپارلو. د هند په ټولو لویو ښارونو کې چې د کندهار خلک پکې میشت وو، “کندهاري بازار”هم جوړیده. په ملتان کې ” کړي شاه حسین” سیمه هم دغو کندهاریانو اباده کړه. دولت خان د ځوانۍ په درشل کې په ملتان کې واده وکړو او میرمنه يې هم هلته اوسیده. د میرمنې یو ورور يې جلال خان سدوزی نومیدو. د دولت خان درې زامن نظر خان، رستم خان او زمان خان وو.
د پارس له خوا د کندهار حاکم ګرګین خلاف په کندهاریانو کې کرکه زیاتیده او دولت خان د خپلو دریو زامنو سره هم هلته و. دی یوه شپه ناڅاپه عسکرو له خوا خپل زوی نظر خان او یو ملازم سره ونیول شو او وروسته د ګرګین په امريې ووژل شو. د دولت خان بل زوی رستم خان ګرګین ته سر ټیټ کړواو خپل ورور زمان خان يې په لاس ورکړو چې ډېره موده په کرمان کې بندي و. په ۱۷۱۵م کې له خوشې کیدو وروسته زمان خان بیرته ملتان ته لاړو. څرګنده نه ده چې د ده لومړۍ میرمنه ژوندۍ وه او که نه ؟ خو دویم واده يې له زرغونې الکوزۍ سره وشو چې هغه وخت ممکن د ۱۳ یا ۱۴ کالو په عمر وه.
د دې یوه لور او دوه زامن ذوالفقار او احمد خان وزیږېدل. زمان خان چې بیرته کندهار ته وګرځیدو نو د هوتکیانو ۱۹ کلن حکومت مخ په زوال و. په ۱۷۲۰ م کې د سلطان حیات خان زوی سلطان عبدالله خان د غلجو نه د هرات کلا ونيوله، پخپله وړاندې مشهد ته لاړو او زمان خان يې هلته کلادار وټاکلو. لږ وروسته زمان خان بغاوت وکړو او پخپله ځان يې د هرات حاکم اعلان کړو. عبد الله خان چې خبر شو نو بیرته په هرات يې حمله وکړه او په ۱۷۲۲م اکتوبر د میاشتې په وروستي اوونۍ کې زمان خان ووژل شو. هغه وخت احمد خان د څو میاشتو و.
په ملتان کې میشت سدوزي دعوا لري چې زرغونه انا د احمد شاه بابا د زیږون په وخت کړي شاه حسین کې د خپلې خواښې په کور کې وه. په تاریخ حسین شاهي هم د احمد شاه ابدالي زیږیدل په ملتان کې ښایی. د افغانستان نامتوتاریخ پوه فیض محمد کاتب هم د احمدشاه بابا زیږیدنه په ملتان کې بولی. د مرقع ملتان لیکوال هم په خپل دغه اثرکې داحمدشاه اوزرغونې استوګنځي ملتان بللی دی اوهغه ټوله سیمه او ان چې د هغې سیمې اوسني اوسیدونکي هم ځانونه بارکزایان بلي. خو میرغلام محمد غبار او عزیزالدین پوپلزایی بیا دا نه لیکی او وایی چې احمد شاه په هرات کې زیږیدلې و.
په پارس کې د نادر شاه د زور په زیاتیدو، ابدالیان د هغه سره مله وو. زرغونې انا خپله لور حاجي اسمعیل خان علیزی ته واده کړې وه چې د نادر شاه له خوا د هرات او فراه والي و. څنګه چې اوس هم رواج دی، پخپلو کې د ودونو له کبله ماشومان ترونه، ماماګان، نیکه او د ټبر نور نارینه لري نو د پلار کمی نه احساسوي. اسمعيل خان د زرغونې انا د دواړو زامنو په زدکړو او روزنې پام وکړو او دوی يې فراه ته ورواستول چې تر ۱۷۳۲ م هم هلته وو. د غلجو واک یواځې تر کندهار پاتې و. یو وخت دوی په هرات حمله وکړه اوذوالفقارخان د خپل ورور احمد خان سره يو ځای کندهار ته بندي يوړل شو. هلته میرحسین هوتک دواړه وروڼه په زندان کې واچول. د دې سبب ممکن د غلجو او درانو پخوانۍ دښمني وه او یا میرحسین د ذوالفقار نه د خطر احساس کاو. څرګنده نه ده چې زرغونه به هغه وخت چیرته وي. خو د میړه له مرګ وروسته د دواړو زامنو بندي کیدل ورته سخته وه.
ابداليان له ۱۷۳۲م راهیسې د نادرشاه له خوا په هرات کې پاتې و. په ۱۷۳۵م کې دوی د داغستان له نیولووروسته ابدالي سردارانو له نادر شاه غوښتنه وکړه چې دوی بیرته کندهار ته تلل غواړي.
په ۱۷۳۷ م کې لوی شمير سدوزي د مشهد، خراسان او ملتان نه بيرته کندهار ته لاړل او پخپلو زمکومیشته شول. ښایی زرغونه به هم هغه وخت کندهار ته بیرته تللې وي. دغه وخت ذوالفقار او احمد دواړه ورخوشې شول. زرغونې د خپلو زامنو سره د څو ورځو د خوشالۍ نه وروسته بیا بیلتون ته غاړه کیښوده. ذوالفقار خان د نادر شاه له خوا د لښکر مشر په توګه مازندران ته رخصت شو. احمد خان د نادر شاه د يوې پوځي ډلګۍ مشر شو او وروسته په هند باندې د نادر شاه د حملې په وخت کې ورسره مل و. دذوالفقار او احمد خان میرمنې او اولادونه د زرغونې سره پاتې وو. هغه وخت د زرغونې انا یو ورورعبد الغني خان الکوزی د نادر شاه له خوا د کندهار والي وټاکل شو. په ۱۷۳۸م کې د نادر شاه له خوا الکوزو ته د ارغنداو سیمه جاګیر په توګه ورکړې شوه.
په ۱۷۴۷ م کې د “شیر سرخ” په زیارت کې احمد خان د ټولو افغان سردارانو په خوښه باچا شو او د دې سبب د هغه شخصیت، شهامت او اخلاق وو. دغه اخلاق هغه ته د مور له خوا رسیدلي وو. د زرغونې انا د شخصیت څرک د هغه په دواړو زامنو کې ښکاري. دا يوه دينداره ميرمنه وه خپل ټول عبادات به يې په سمه توګه سرته رسول چې د ورکړې عادت يې په احمد شاه کې هم و. یو روایت د ۱۷۶۱م دی کله چې احمد شاه د کندهار د نوي ښار جوړولو او د دې چاپېره د یو حفاظتي دېوال د تاوولو فیصله وکړه. زرغونه خبره شوه خپل زوی يې له دې کاره منع کړو. ورته يې وویل، چې که دښمن په ښار حمله کوي نو ته ورته په کلا کې انتظار نشي کولې بلکه په لاره به يې مخه نیسې. بله دا چې کوم خلک د کلا نه بهر پاتې وي، نو هغوی به څه کوي. د دغسې زیرکې مور پخپلو زامنو باور هم یوبل ښه مثال دی.
په ۱۱۷۴ م کې په کندهار کې اوازه ګډه شوه چې په هند کې افغاني لښکر ماتې وخوړه. خو زرغونې دا خبره نه منله. بل ولسي روایت دی چې کله احمد شاه د پانی پت له بري نه وروسته له هند بیرته کندهار ته راوګرځیدو نو په هاتی(پیل) سپور و. د کندهار یو “پایلوڅ” چې پیل ولیدو نو یو کس ته یې ناره کړه چې “فلانیه…د زرغونې زوی هم په پیل سپور شو.”
زرغونه انا د ۶۰ کالو نه زیاته موده ژوندۍ وه او د احمد شاه ابدالي په ژوندون د ۱۱۷۴ ه (۱۷۵۶م) وروسته وفات شوه. د دې مقبره د ارغنداو په کوهک کلي کې ده او ښایی چې د مړینې په وخت خپل پلرني ټبر سره وه.
صفیه حلیم
سرچينې
۱.احمد شاه دراني- د اوسني افغانستان پلار. ګنډا سنګه. د پټیاله ملي آرشیف مشر.۱۹۵۹م (۱۹۸۱م چاپ) طارق خپرونې-اردو بازار لاهور. ۱۵-۱۶-۱۷ مخ
۲.تاریخ افغانستان-به حواله تاریخ سدوزئی. پروفیسر ډاکټر عاشق محمد خان درانی. وایس چانسلر بهاو الدین زکریا یونیورسټي ملتان. (تذکره الملوک(فارسی) ۷ محرم الحرام ۱۲۵۱ه می ۱۸۳۵ع (ملتان) مصنف شهزاد علی محمد خان خدکه سدوزئی.) سنګ میل خپرونې لاهور. ۱۹۹۹م.
۳.حیات افغاني- محمد حیات خان (ژباړونکي محقق فرهاد ظریفي او محقق عبد الطیف یاد طالبي. دانش خپرندویه ټولنه۱۳۸۶ز. ۸۵ مخ
۴. د کندهار يادښتونه.علامه اکاډیمېسن پوهاند عبد الشکور رشاد- ترتیب او سمون محمد معصوم هوتک.د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه . جرمني.۱۳۸۶ ل. ۶نه تر ۱۸ مخ.
۵. پـروفیســراستادعــبدالخالق رشید نه په مننه