باهو


باهو مې وو په لاس مې نه کړل
اوس به د یار کلي ته ځم تش مړوندونه
باهو- باوو او وښي (بایشئی) د یو لوی بنګري نوم دی چې د کوچیانو میرمنو یو یا دواړو لاسونو لپاره جوړیده.
یوه ټپه داسې ده چې …
د محبوبې بایشئی رغیږي
ټول زرگران يې پہ بیګار نیولی دینہ
لکه د نورو کالو دا به هم له سپینو (نقره) جوړیدل او په قبیلوي ټولنه کې يې اوس هم رواج دی. د مراکش، ټیونس او د الجزایر نه علاوه د سپینو باهو په افریقایی ملکونو کې هم موندل کېږي. په هند کې د راجستان او د ګجرات په ساحل اوسیدونکو میرمنو یوه عامه ګاڼه ده چې هغوی هم ورته “بایني” نوم اخلي.
له ۱۶ میلادي پېړۍ په هند کې د سرو زرو باهوګانو فیشن زور وموندلو. دا به ګران وو نو ځکه نیم باهو کې به يې قیمتي کاڼي خښول او پاتې نیم سره به يې د ملغلرو لړۍ په یوه لیکه کې بندول.
باهو د میرمنو شوق سره سره د دوی د شته منۍ یو نمایش و. په قبایلي ټولنو کې د سیالي او د تربور د سیزلو یوه نښه باهو ګڼلې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.