د ماښام ستوری- میرمنجان

mermanjan


د بمبۍ نه ۲۰۰ کلومیټر ختیځ کې د “ساتارا” تاریخي ښار دی. دلته د انګریزانو په هدیره کې د یوې پښتنې میرمن جان قبر هم دی چې په ۱۲ جون ۱۹۱۷ م کې دلته خاورو ته وسپارل شوه. دا د ۸۵ کالو وه.
د میرمنجان لومړی واده د برطانوي پوځ یو افسر ” ټامس ماهن” سره وشو. د لندن اوسیدونکې ټامس په ۱۸۲۲ م ایسټ انډیا کمپني د پوځي خدمت لپاره بمبۍ ته رسیدلې و. د ۱۸۲۹ په پای کې د یو شخړې له کبله لږه موده کار نه ګوښه کړې شو. خو کمپنۍ ورته اړتیا وه نو دی يې پنجاب او کشمیر ته لاړو. په ۱۸۳۷ م کې د لومړي افغان جنګ په وخت انګلستان ته په چوټۍ تللې و. د ده یوې ترلې “لیز” چې د ده د عمر وه، ورته به يې لیکونه وراستول. ټامس په ۱۸۴۱ م کې بیرته راغلو، دوه کاله نورو ځایونو کې کار نه وروسته په لوړه عهده وټاکل شو او بیا لندن ته د ارام لپاره لاړو. په ۱۸۴۵م کې دی د میجر(جګړن) په توګه پنجاب نه وراخوا چاوڼیو ته يې کومکونو د رسولو دنده سر ته رسوله. یو وخت دی کابل ته هم لاړو. په ۱۸۴۹م کې کله چې امیر دوست محمد خان د سیکانو نه پیښور نیولو لپاره هڅه کوله نو ټامس په نوښار چاوڼۍ کې و. دی د خپل کنډک سره خیبر دره کې میشت و او یوه مسوده کې په لاس لیکلی دي چې د ده سره به د پیښور یو پښتون د ژباړن په توګه مله و. یو ځل په یوه دره کې دوی د څو اپریدو سره مخ شول. د ده مله هغوی سره په پښتو کې خبرې وکړې او اپریدو خپل میشتځای ته بوتلل چې هلته خلک په څمڅو (غارونو) کې اوسیدل. د ماښام په تته رڼا کې ټامس د دغو اپریدو د مشر لور ولیده چې تور ویښته او دودیزه جامې يې په غاړه وې. ټولو ورته میرمنجان نوم اخیستو.
د میرمنجان سره له واده وروسته ټامس یوه مسوده د چاپ لپاره جوړه کړه چې دغه پیښه يې بل ډول لیکلې ده. وایی چې اپریل ۱۸۴۹ م کې دی د خپل مله سره په اس سپور یوې درې نه تیرېدو کې یوه جینې ولیده چې وروسته د ده میرمن شوه. هغه په خپلو دودیزه جامو کې په تور اس سپره د یو ملازم په بدرګه روانه وه. دواړه بې له څه خبرې پخپله لاره ورغلل. وایی چې وروسته میرمنجان مې یواځې ولیدله او بیا نارنج یو باغ ته يې بوتلم. ټامس لیکي چې هغه د امیر دوست محمد خان خورزه (وریره) او د خپل پلار یواځینې لور وه. د دې مور د مرکزي ایشیا مینځه او میرمنجان د ۱۳ کالو وه چې هغه مړه شوه. د دې ۷ وروڼه وو او له ماشومتوب يې د اس سپرلي کولې شوه. ټامس لیکي چې دوی په پټه اسلامي نکاح وکړه او بیا دی د خپل “رجمنټ” سره کراچي ته کوچ وکړو.
څو میاشتې وروسته میرمنجان د خپل ورور خنجر په جامو کې پټ کړو او خپلوانو د لیدو په بانه د هغه ملازم سره چې “افضل” نومیدو، له کوره ووتله. هغې د خپلو کالو پترو نه علاوه بل څه نه لرل او په ملتان کې ورسره پېسې خلاصې شوی نو خپله انګشتره يې خرڅه کړه. په اباسین “کوټري” کې د پورې وتلو په وخت هغه اردلي وژغورل چې ټامس ورپسې استولې و. میرمنجان کراچي کې د انګریز بنګلې ته ورسیده نو شپه وه او دا تر هغې له اس ښکته نشوه تر څو ټامس پخپله ورته رانغلو.
څو اوونۍ له ارام او درملنې وروسته ټامس ورته نانزکې او د رنګ کتابونه راوړل او میرمنجان انګریزي ژبې په زدکړه لاس پورې کړو. د میرمنجان او ټامس نکاح هغه وخت په انګریزي قانون کې نه منل کیدو. په چاوڼۍ کې خلکو د دې په اړه خبرې کولې چې ممکن ټامس پرې زوریدو. اخر د خپل عزت لپاره دا مجبوره شوه چې د بمبۍ په کلیسا کې د شاهدانو په وړاندې د ټامس میرمنه شي. هغې د انګریز لوړ رتبه افسرانو د ښځو په شان ارام ژوند کاو خو د دې اولاد نه و. په ۱۸۵۶ م کې کرنل ټامس ماهن په کولها پور کې میشت و چې بل کال د هند د خپلواکۍ لپاره عمومي پاڅون (غدر) وشو. دی د باغیانو سره د جنګ لپاره فعال و. پاڅون ناکامه شو او د هند واک برطانوي حکومت پخپل لاس کې واخیستو نو د کمپنې ټول پوځیان بیکاره شول. کرنل ټامس ماهن غوښتل چې دی په سرکاري پوځ کې شامل شي خو هغه اړي ګړي کې ورباندې ډېر وخت تیر شو. په پوځ کې تر څو چې دی د کرنل(ډګروال) عهدې ته رسیدو نو ښه شته من و. هغه به د میرمنجان سره په اوړي کې بره غرونو ته تلو او ژمی به يې د سمندر سره نزدې تیراو. د دوی ملګرتیا د یو پوځي ډاکټر ” ډنسټر” او د هغه میرمنې سره وه چې یو بل ته به يې لیکونه وراستول. ټامس او میرمنجان به خپل لیکونه، په کاغذ “کچه”(ډرافټ) ولیکل او بیا به يې دا خوشخط بل کاغذ ته کاپي کوو. په دغه کچه لیکنو د دوی د ژوند څه نا څه معلومات اخیستل کیدای شي. ټامس د مینې نه میرمنجان ته ” نینا” نوم اخیستو. هیچا د دې د پلار یا د ټبر نوم چرته نه دی لیکلې او ښایی چې دوی د پښتنو د بدل نه په ویره وو. په جنوری ۱۸۵۸ م کې میرمنجان په لومړي ځل ټامس سره سمندري بېړۍ کې انګلستان ته لاړه. په لندن کې دوی یو ښایسته کور په کرایه کړو او بیا ملکه وکټوریا میلمستیا ته ورغلل. مرمنجان د یو افغان شهزادګۍ په توګه ملکې ته وروپیژندل شوه. په ۱۸۶۰م کې ټامس او میرمنجان بیرته پونا ته لاړل او کال وروسته تامس د ۵۵ کالو په عمر کې وفات شو. ۲۸ کلن میرمنجان د خپلو پتمنو ملازمانو نه علاوه څوک نه لرل. د دې زړه مات شو او ټامس پسې به يې ژړل. دغه وخت کې د برطانوي پوځ یو جنرل “سینډویت” او د ده میرمنې دا پخپلو وزرو کې واخیسته. هغوی به دا لکه د لور ساتله خو ورته به يې ویل چې که په بله دنیا کې ټامس سره یو ځای ژوند غواړي نو باید مسیحي دین وومني. مرمنجان به په ساعتونو د ټامس په قبر ناسته وه او ژړل به يې. اخر د مجبورۍ نه يې د میرمن سینډویت خبره ومنله او لږه موده وروسته دوی د پوځ یو تقاعد افسر “کرنل اوکارني” سره واده ته قانع کړه. د ټامس کور او مال هرڅه میرمنجان ته پاتې وو چې هغې په ارام ژوند کولې شو. د دویم مېړه سره دا څو وارې یورپ ته لاړه. د ۴۰ کالو په عمر کې د هغې نظر کمزوری شو. یو سفر کې د دې د سترګو په معاینه څرګنده شوه چې هغې “ګلوکوما” لرلو.
څه موده وروسته ” اوکارني” د نورو ښځو سره لیدل زیات کړل او په میرمنجان يې اعتراض کوو چې هغه باید “رومن کاتولیک” دین قبول کړي. هغه وخت د اوکارني یوه ورینداره هند ته راغله او څه موده د دوی په کور کې پاتې وه چې په لیور نظر وساتي. میرمنجان به “بیټرس ډنسټر” ته د زړه حال ویلو چې وروسته هغې پرې یو مضمون ولیکلو. د دې مېړه آیرلینډ ته د خپل مړ ورور د ټبر لانجو سمولو لپاره لاړو او ډېره موده هلته پاتې شو چې میرمنجان پرې خوشاله وه. د دې د کور ټول ملازم مسلمان و او میرمنجان به د دوی د ماشومانو په زده کړه او روزنه کې دلچسپي اخیسته. په سیمه کې یو لوهار (پخ) دینداره سړی و او میرمنجان به خپلې بنګلې ته رابللو چې ټولو ماشومانو ته د دین خبرې وکړي.
“اوکارني” چې بیرته راغلو نو د مخې سره يې میرمنجان تورن کړه چې هغې د لوهار سره نامشروع اړیکې لرلې او د طلاق لپاره يې غږ وکړو. میرمنجان په دغه تور هک پک پاتې وه او نه پوهیده چې چا نه مرسته وغواړي. د طلاق په حالت کې د هغې کور او ټول مال به د “اوکارني” ملکیت ګڼل کیدو ځکه د ښځې حق ورباندې نه و. میرمنجان اوس د سترګو نظر ختم و او خپل پتمن ملازمان ورسره وو. یو وخت د آیرلینډ نه د دې د لیور کونډه راغله او مستقل د دې په کور کې ورسره اوسیده. هغې د کور ټولې چارې پخپل لاس کې واخیستې او میرمنجان ته ډوډۍ په کوټه کې ورکړې کیده. په دغه حالت کې میرمنجان د ښار په کتابتون کې یو هندو نه مرسته وغوښته او هغه به ورته لیکونه یو خوا بل خوا استول. کله چې هغه په اس ګاډي کې له کوره بهر تله نو اوکارني به ورپسې جاسوسان لګولي وو. اخر د ډاکټر ډنسټرد میرمنې په مرسته هغې د بمبۍ په محکمه کې د اوکارني خلاف د خپل کور او ملکیت لپاره دعوا وکړه. هغې دا مقدمه وګټله او یور يې بیرته ایرلینډ ته لاړه. اوکارني اوس ډېر بوډا شوی و او مجبور و چې د ژوند پاتې ورځې شپې میرمنجان په کور کې تیرې کړي. د هغه له مړینې وروسته، میرمن جان د ټامس ماهن څنګ ته د ځان لپاره یو قبر ځای واخیستو.
د ټامس یوې کړوسۍ شا و خوا ۱۰۰ کاله وروسته د خپلې نیا په کاغذونو کې د ټامس کتابچه، لیکونه او په لاس جوړ شوي انځورونه وموندل نو په یو کتاب کې يې خپاره کړل. د ټیم په یو وړوکي بکس کې د میرمنجان هغه لباس هم پروت و چې د خیبر له غرونو راوتلو په وخت يې په غاړه و. ورسره څو تعویذونه او یو خنجر هم و چې هغې د خپل ناموس ساتلو لپاره له ورور پټ کړې و. دا هر څه اوس د انګلستان د “نیلسن میوزیم” کې ساتل شوي دي.
صفیه حلیم
۱۱ جولای ۲۰۱۹م
میرمنجان- د ماښام ستوری. ګرټروډ ډیموک. هینډن خپروندویه شرکت. نیلسن ۱۹۷۰م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *