مونو ګراف


یو کس راته پیغام راواستاو چې “په تا مونو ګراف لیکم.” زه خپل ځان د دې وړ نه ګڼم چې څوک مې په اړه لیکل وکړي. خو د زدکوونکو په مشکل خبر یم نو ورته مې ای- میل ایډرس ورکړو چې خپلې پوښتنې راواستوه.
په بله ورځ ای- میل کې “خپل ژوند لیک، د کتابونو فهرست او نور لیکلي مواد راواستوه.” حیرانه وم چې ټول مونو ګرام خو هم دغه دی. ورته مې وویل چې ژوند لیک خو په ګوګل کې موندلې شي او کتابونه مې په ویبپاڼه پراته دي. که نورې څه پوښتنې لرې نو ولیکه. هغه نورو پوښتنو ته بیا حیران پاتې شوم. ” ستا واده کله وشو؟ مېړه دې څه کار کوي؟ څو بچیان لرې؟ که لیکوال ” سړی” وي نو آیا تاسو د هغه د ښځې، بچیانو او واده په اړه پوښتنې کوئ؟” زه باور لرم چې په پوهنتون کې استادان د مونو ګراف د لیکلو په اړه لارښونه کوي.
مونو ګراف یوناني توری دی چې مانا يې “په یو موضوع لیکل” وي. دا د مضمون، ژورنال او درسي کتاب نه توپیر لري. مونوګراف لنډه څېړنه وي چې د پوهنتون زده کوونکي يې لیکي. د برطانوي علمي څېړنو په معیار د ۷۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰ الفاظ (توري) نه زیات نه وي. دا د لویی مقالې-پی-ایچ- ډي او د کتاب لیکلو په لار لومری ګام وي. مونو ګراف په یو موضوع لومړنۍ ( بن سټیزه) او اصل څېړنه وي. یاني د معلوماتو سرچینې لومړنۍ “اول لاس” وي. په دې توګه په یو ژوندي لیکوال یا شاعر مونو ګراف لیکلو لپاره زیات معلومات به له هم هغه له خلې یا لیکنې اخیستل کېږي. د مضمون لیکلو لپاره دا بندیز نه وي نوځکه مونو ګراف د مضمون نه لوړ ګڼلې شي.
په علمي ډګر کې د مونو ګراف لیکونکو ته موقع ورکړې کېږي چې د څېړنو لپاره هلې ځلې وکړي. هغه ټول معلومات چې په موضوع اړه لري، پخپله راتول کړي. که څوک د “کابل سیند په ۲۱ پېرۍ کې” مونو ګراف لیکي نو هغه باید د دې اوسنی حالت پخپلو سترګو وویني. د دې پر غاړه د هټیو، ودانیو او د اوبو کیفیت پخپله ورته څرګند وي. په دې توګه مونو ګراف لیکونکي او د ژورنالیسټ دنده یو بل ته ورته ښکاري. توپیر يې دا دی چې مونو ګراف په کتابتون کې ساتلې شي او د راتلونکو څېړونکو لپاره به د معلوماتو یوه سرچینه وي. که څوک ددې یو پیراګراف یا جمله پخپلې څېړنې کې کاروي نو هغه به د لیکوال نوم ورسره یادوي.
په نورو ژبو کې د ځینو خلکو مونو ګراف په کتابي بڼه چاپ او بازار کې خرڅېږي. په نزدې وختونو کې “سابر وار” نومې مونو ګراف ډېر شهرت وموندلو. دا په امریکه کې د ډونلډ ټرمپ په انتخاب کې د روسانو د تخنیکي یرغل په اړه دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *