د عمر جان واده


په ۱۹۱۰ م کې د امیر عبد الرحمن د کشر زوی، محمد عمر (عمرجان) د واده د جشن حال یو انګریز او میرمنې يې پخپلو یادښتونو کې ولیکل.
که څه هم عمرجان د مختلفو مینځو نه ۹ (نامشروع) اولادونه زېږولي وو خو دی د ۱۹ کالو شو نو مور ورله دوه ښځې وغوښتې چې په یوه ورځ يې را واده کړې. د محمد عمر مور بي بي حلیمه د امیر دوست محمد خان نمسۍ وه.
د واده جشن څو ورځې روان و او د دې لپاره د ملکې حلیمه له کوره ترلوی سړک د لرګي محرابونه په ګلونو او د ټوکر رنګینو جنډیو سینګارشول چې د شپې ورباندې ډیوې بلیدې. د کابل ټولو ډمانو څلور ورځې ډمامې غږولې.
امیرحبیب الله خان به هره ورځ، په یوې پرانستې بګۍ (اس ګاډي) کې د شهزاده نصر الله، خپل دوېم خسر سردار یوسف او دده ورور سرداراصف سره ناست، د سپاره پوځ دستو په بدرګه روان شو. شا ته په دویمې بګۍ کې د امیر زوی شهزاده عنایت الله، د ده مېره وروڼه سردارعماد الله، سردارامین الله او د عمرجان ماشوم زوی به ناست وو. په درېمې بګۍ کې به شازلمی محمد عمر د بانات طله کاري شوې کوټ اغوستې، غمژن ناست و. څنګ ته يې د ګلکارانو، چوبخانې او د پولیسو مشران کیناستل. ورپسې نور مخه ور خلک په اسونو سپاره روان شول او د نظم ساتلو لپاره د پوځ سپاره دستې تیرېدې.
بیا د ښځو جوپانونه وو چې په لومړي کې علیا حضرت د سوراو طلاي رنګ پردو شا ته ناسته او ورسره د محافظانو دسته روانه وه. د دویمې ملکې علیا جناب په جوپان نیلا او طلاي پردې ځړیدې. ورپسې درېمې او بیا د څلورمې ملکې جوپان وو. د دې څلورو چاپېره تنکي ځوانان او سپین ږیري نوکران بدرګه په پښو تلل. د ځینو په لاس کې د اوبو یا شربت نقريي سرپټ ابریق (کوزې) وې.
ورپسې څلورهاتیان (پیلان) چې د سور رنګ “هودې” يې لرلې. په دغو هاتیانو د امیرحبیب الله خان مینځې وې. په دغو هاتیانو د کیناستلو لپاره به ښځو یو بل سره جنګونه هم کول. یوه ورځ په دغه غال مغال کې د هاتي لرګینه هوده ماته شوه.
په څلورمه شپه په نغارو او اتش بازي کې د عمرجان دواړه ناویانې خپل کور ته یوړل شوې.
ارنسټ ټامسن په کابل کې د بوټانو یوې کارخانې لګولو لپاره مېشت و او د ده میرمنې “اېني” به شاهي حرم ته ورتله.
صفیه حلیم

سرچینه
1. Leaves from an Afghan Scrap Book. Earnest and Annie Thornton. John Murray London Albemarle Street. W. 1910.
د خپرېدو نېټه- ۲۵ مارچ ۲۰۱۸ م

2 Responses to د عمر جان واده

  1. سید عبدالحکیم حکمت
    26 March, 2018 at 2:53 AM

    حليم صاحب مننه!
    خو د ليکنې په متن کې د مينځو نه اولاد ته نامشروع کلمه ليکلې ده، زه فکر کوم هغه اولاد چې له ناجايزه او نامشروع جنسي اړيکې څخه تولد شي نامشروع اولاد ته ورته وايي، په داسې حال کې چې د مينځې نه پيدا شوی اولاد نامشروع اولاد نه وي.
    خو ددې هدف لپاره مينځه هغه ښځې ته وايي چې له کافرو سره په وسله واله جګړه کې ونيول شي.
    يعنې که امير عبدالرحمن خان له کافرو سره په وسله جګړه کې کومه ښځه نيولي وي او بيا ورسره جنسي مقاربت کړی وي او بيا له هغه نه اولاد پيدا شوی وي نو بيا اولاد نامشروع نه دی.
    او که له دې نه پرته بل حالت وي يا يې له څلورو ښځو نه زياتو ښځو سره ودونه کړي وي يا وسره نامشروع مقاربت کړی وي نو بيا ستاسې ليکنه کې د نامشروع کلمه توجيه کېدای شي.
    په درنښت

    • admin
      26 March, 2018 at 8:19 AM

      د معلوماتو نه مننه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *