جان بوېن


په ۱۹۸۶ م کې مې د یو انګریز شپږ کیسې پښتو ته د ژباړلو وروسته د بی بي سي ایډنبرا سټوډیو کې ریکارډ کړې. بیا یو کانفرنس لپاره لندن ته لاړم نود پښتو څانګې مشرګورډن ایډم “بش هاوس” ته وروبللم. هلته مې د کیسو لیکوال “جان بووېن” ولیدو. د خیبر درې د یو تصویر په وړاندې زمونږ د دواړو عکسونه يې واخیستل او بیا کینټین ته د ډوډۍ لپاره لاړو. له هغه مې د کیسو راوي ” ظریف خان” پوښتنه وکړه. ده راته وویل چې د تیراه کوکي خیل اپریدی و.
جان چارلس ایډورډ بوېن په ۸ اکتوبر ۱۹۰۹ م کې مالابار(هند) کې وزیږېدو. د ده پلاراو نیکه دواړه د برطانوي هند په پوځ کې وو. جان د سبق لپاره د هند نه انګلستان ته ورواستول شو او په ۱۹۳۱ م کې اکسفورډ نه د تاریخ ډګري اخیستو وروسته بیرته لاړو. لنډ وخت لپاره پوځ کې او بیا د هند په ملکي سرویس کې يې دنده تر سره کړه. جان بووېن د وړوکي عمر نه لیدل چې مور يې د فارسي شعر ولوستلو او ځان به يې پرې پوهاو. هغې به ورته د”خیام رباعیات” لوستل چې په ۱۸۶۰ م کې ” فیټزجیرالډ” انګریزي ته ژباړلي وو.
د ۱۹۳۸ م نه تر ۱۹۴۷ بووېن د ایران په برطانوي سفارت کې د ملازمت په وخت فارسی ژبه زده کړه. په ۱۹۴۳ م کې د فارسي نه انګریزي ته يې سرکاري پاڼې ژباړلې. په ۱۹۴۷ م کې جان بووېن د هند مغل شاعري د ژباړلو نه علاوه ورباندې څېړنې هم کولې چې کال وروسته يې لومړې غونډ چاپ شو. په ۱۹۵۰ م کې دی د افریقه، بوټسوانا ته واستول شو او تر ۱۹۶۳ يې په مختلفو عهدو کار سره سره د فارسي نه ژباړې هم چاپولې. طلاي انار، د عمر خیام د څلوریزو نوې غورچاڼ او د ختیځ متلونه د ده څو کتابونه دي. جان بووېن پخپله هم شاعر و، “د یو ټاپو انځور”، او “د ایلیسیم د پاڅه بوډۍ ټال”، چاپ شول. بووېن په ۱۹۸۹ م کې په هیمپشایر کې وفات شو. د ده څو اثار ناچاپ پاتې دي چې “د ایشیا ذړه ته سفر” “یادښتونه” او د کیسو یوه ټولګه ده.
د افغان سرحد نه ساده کیسې په ۱۹۸۲ م کې په لومړي ځل چاپ شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه.۱۸ مارچ ۲۰۱۸ م

1 Comment

Add a Comment
  1. Excellent ::: We will be happy to see you in AVt Khyber & Pashtuns will know about your hard works . But I have no connection in AVt . Regards . We are proud of you

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *