علامه مشرقي


” که مسلمان يې! نو ریاضي زده کړه.” دا د علامه عنایت الله خان مشرقي مشهوره جمله وه. ده د هند وېش د انګریزانو یو سازش ګڼلو او د خپلو افکارو لپاره څو وارې جیل کې بند شو.
عنایت الله خان په ۱۸۸۸ م کې امرتسر کې وزیږېدو. پلار يې د “وکیل” په نوم یوه پاڼه خپروله. هم هغه وه چې زوی يې د وړوکي عمر نه جمال الدین افغان، سرسید احمد خان او شبلي نعماني په شان عالمانو سره وپیژندل. هغه لومړۍ زدکړې يې په کور کې او وروسته د امرتسر په ښوونځي کې داخل شو. په لاهور کې بي-اي نه وروسته عنایت الله په ۱۹۰۷ م کې د انګلستان کیمبرج پوهنتون ته لاړو چې د یو نابغه په توګه وپیژندل شو. ده په ریاضی کې د لوړو زدکړو نه علاوه میکانیک انجینیرنګ او ورسره دریو نورو علومو کې ډګرۍ واخستې. هم هلته ده د دین د پوهاوي لپاره د قران او حدیث مطالعه وکړه. عنایت الله بیرته هند ته لاړو نو د “الور” ریاست د وزیراعظم عهدې وړاندیز ورته وشو. خو ده د استادۍ دنده غوره کړه. ده د ریاضي په علم د هند ۳۰۰ کاله پخواني جوماتونو قبلې غلطې ثابت کړې. خو ملایانو ورسره مخالفت څرګند کړو.
د ۲۵ کالو په عمر کې عنایت الله خان د پیښوراسلامیه کالج معاون مدیر او دوه کاله وروسته مدیر(پرنسپل) وټاکل شو. ده د انګریزمخالف چلن کوو نو د کالج نه يې وویستلو او د پیښور یو سرکاري سکول نمبر ۱ سرمعلم وټاکلو.
په ۱۹۱۹ م کې انګریز حکومت ورته د کابل سفارت، ۴ زره روپۍ د میاشتې معاش او د “سر” خطاب وړاندې کړل چې عنایت الله و نه منل. په ۱۹۲۴ م کې ده په اردو ژبې “تذکره” نومې کتاب خپور کړو چې پکې د کاینات د تسخیر او د ژوند او مرګ په اړه فلسفه بیان شوې وه. کتاب د نړۍ وال ” نوبل ” جایزې لپاره ونومول شو. د دې لپاره ضرور و چې دا په یو اروپایی ژبې هم لیکل شوې وای. علامه د دې نه انکار وکړو ځکه هغه د نوم لپاره کار نه کوو. بیا ۳۶ کلن عنایت الله د نړۍ ۲۰ زرو ساینس پوهانو ته په یو پرانستي لیک ” انسانی ستونزه” کې واضح کړه چې ساینس ته به د قران په رڼا کې ګوري.
په ۱۹۲۶ م کې مشرقي د مصر جامعه الازهر د عثماني خلافت په موضوع یو کانفرنس صدارت وکړو. دده په تقریر ګډون کوونکي دومره اغیزمن شول چې ټولو په یوه خله ورته د ” علامه مشرقی” خطاب ورکړو. په ۱۹۳۰ م کې ده سرکاري نوکري پریښوده او په لاهور کې د ولس خدمت لپاره د ” خاکسار تحریک” شروع کړو. د ۳۱۳ رضاکارو دغه ډلې خپل یونیفورم لرلو او “بیلچه” يې وسله وه. ده د ټولو مذهبونو د خلکو تر منځ ورور ولي او د انګریز مستمرې نه د نجات تګ لاره وضع کړه. علامه مشرقي شاهانه ژوند پریښودو او ترمرګه يې نه د بجلۍ پکه کاروله او نه په موټر کې يې سفر کوو. په هند کې د سفر لپاره به يې اورګاډي او بس ټیکټ پخپله اخیستو.
د ده زوی احسان الله خان اسلم په ۱۹ مارچ ۱۹۴۰ م کې د خاکسار تحریک په جلسه کې شامل و. د لاهور پولیس چې پوځ ورسره و، د خاکسار په مرکز حمله وکړه. اسلم د پولیسو په اوښلن ګېس یو بم ولګېدو او څو ورځې وروسته د زخمونو د لاسه مړ شو. مشرقي ۵ ځلې د انګریزانو له خوا جیل ته لاړو او یو وارې پرې صوبه سرحد ته د ورتلو بندیز ولګوو. په ۱۹۴۵ م کې هغه په ډاګه وویل چې د لوېدیځ جمهوریت د زرپرست مافیا یو سازش دی. ده د اسلامي جمهوریت د انتخاب طریقه وړاندې کړه چې د نړۍ په وسایلو د یومافیا قبضه ختمه شي.
علامه مشرقي په ۱۹۴۲ م کې جرمني ته په سفر، هټلر سره ملاقات وکړو. هغه ورته یو تور لیموذین او بل مرسیډیز موټر ډالۍ کړل. بیرته چې هند ته لاړو نو انګریزانو بندي کړو. په ۲۰ جولای ۱۹۴۳ م د خاکسار تحریک یو غړی رفیق صابر، د محمد علی جناح د وژلو په سازش ونیول شو. دا هم د علامه مشرقي خلاف یو پلان و.
په ۱۹۴۷ م کې د هند د وېش نه وړاندې علامه مشرقي په امرتسر کې خپل ټول میراث ( ۳۶ کلي) په کروندګرو ووېشلو. د ده نور جایداد هم و خو ددې په بدل کې پاکستان کې هیڅ کلېم ونکړو. په ۱۹۵۶ م کې د لاهور په منټو پارک کې مشرقي پخپل تقریر کې وړاندویېنه وکړه چې که د ختیځ پاکستان ستونزې حل نشوې نو هغه به بېل شي. ده ” کشمیر بزور شمشیر” ناره پورته کړه او په ۱۹۵۷م کې د هند د سرحد سره يې یو” جهادی کیمپ” ولګوو. دی په یوه جګړه کې زخمي هم شو او حکومت په جیل کې واچوو. د پاکستان حکومت ده ۹ ځلې قید کړو.
د خپل ژوند وروستي کلونه يې په کتابونو لیکلو تیراو. د تذکره نه علاوه ده خریطه- د مولوی غلط مذهب- حدیث القران او درې د شعر کتابونه ولیکل. دی په ۲۷ اګست ۱۹۶۳ م د سرطان په ناروغۍ مړ شو.
حکومت د هغه د تحریک غړو ته وړاندیز وکړو چې په شاهي مسجد کې به ورته مقبره جوړه کړي. خو علامه مشرقي وصیت کړې و چې د ده مړې دې په هغه زمکه ذیلدار روډ خښ کړی چې ده پخپلو پېسو اخستې وه. په هم دغه زمکه او کور کې ده د خاکسار تحریک چلوو او خپلې علمي مقالې لیکلې. د ده په جنازه کې ۱۰ زرو نه زیاتو کسانو ګډون وکړو. یو روایت دی چې علامه مشرقي دا وصیت هم کړې و چې دده په قبر دې یو ګهنټه ګهر(د ساعت مناره) او د پاسه پرې دا الفاظ ولیکي، ” یو قام چې د وخت قدرنه کوي، تباه شي.”
عنایت الله مشرقي په ۱۹۰۳ م کې د لاهور یوه اخبار “کوهستان” کې ونډه لرله. د ۱۹۶۰ م په لسیزه کې د دې اخبار د کارکوونکو ترمنځ اختلاف پېل شو. ځینې ژورنالسټان د علامه مشرقي د ونډې سره ترې بېل شول او دوی په ۱۹۶۳ م کې یو نوې اخبار “مشرق” په نوم خپور کړو چې اوس هم خپرېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه.۲ مارچ ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.