دغه جنګ د انګریز پوځ او د قبایلو ترمنځ د ۱۸۹۷ م په نیمایی کې پېل شو او د بل کال تر سپرلي روان وو. د تیراه لام او د تیراه غزا په نوم هم مشهور دي.
په ۱۸۷۹ م کې د افغانستان امیر او برطانویانو تر منځ د ګندمک تړون له مخې خیبردره د انګریز په کنټرول کې شوه. ورپسې د اپریدو او شینوارو سره جرګو مرکو نه وروسته په ۱۸۸۰ م کې د “خیبر لوظنامه” وشوه. په دې کې مهم شرط دا و چې د خیبردرې د ساتنې لپاره د افغانستان په ځای انګریزان به قبایلو ته پېسې (ماجب) ورکوي. په دې کې ۸۷۵۴۰ روپې د اپریدو او۹۶۶۰ روپۍ د شینوارو وو.
په ۱۸۹۳ م کې د ډیورنډ د تړون نه وروسته، په مالاکنډ، سوات، باجوړ او مومندو کې د انګریز په ضد د جهاد نارې پورته شوې. د باړې او جمرود ترمنځ د یو امکاني جنګ لپاره برطانوي پوځ راټول شو.
په ۲۳ اګست ۱۸۹۷م اپریدو علی مسجد، مونډا، کټه ویشته او نورې پوځي څوکۍ ونیولې. د خیبرملېشیا مشر، سردار محمد اسلم خان ته امر وشو چې په لنډي کوتل کې میشت انګریز افسران دې خوندي پیښور ته وباسي. په ۲۴ اګست اپریدو د لنډی کوتل کلا ته ورننوتل او هلته ټوله وسله او ګودام يې چور کړل. برطانوي حکومت په ۲۳ ستمبر ۱۸۹۷ م کې کوهاټ خپل مرکز وټاکلو او هم هلته د جنګ پلان جوړ شو. جنرل ویلیم لاکهارټ سره د ۳۴ زرو نه زیات عسکر وو خو ۲۰ زره يې نور راوغوښتل. د لښکر یوه ځانګړنه دا وه چې په لومړي ځل هندي افسران هم په کومانده کې وو چې زیات يې د ریاستونو شهزادګان وو.
ټول ۱۰۱۰ افسران، ۱۰۸۸۲ پوځیان، ۳۳۶۱۷ هندي عسکر، ۱۹۹۳۲ خدمتیان، د دې نه علاوه اوښان، اسونه، بابو، خره او نور څاروي چې شمېره يې ۴۲۸۸۰ وه.
د لاکهارټ پوځي هدف اپریدي او ورکزي زپل وو خو په اصل کې د افغانستان د پلې سره شمال کې نوره خاوره يې هم نیوله. ترهغې انګریزانو د تیراه او د دې د لوړو غرونو نقشه هم نه لرله. په ۴۰ زره پوځ او ۶۰ زره څاروو کې یوه لویه ډله د انجینیرانو او د نقشو جوړونکو وه. د قبایلو د کلیو د سیزلو لپاره دوه ډویژن پوځ چې ۲۰ زره کیدل ورغلي وو.
د لاکهارټ پلان دا و چې د کوهاټ نه د “سمپغه” او “ارهنګه” درو د لارې تیراه ته ورشي. د کومک لپاره په وزرو کې به د پیښور او د کرمې دستې ورسره تلې. د هندي عسکرو ډلې به په لاره د کلیو نه ټول خلک وباسي او بیا به اور ورته کوي. د دوی مخې ته ۶ زره فټه لوړ غرونه وو نو هره ډله به په یوه قطار کې وړاندې ورځي.
په۱۱ اکتوبر ۱۸۹۷ م انګریز پوځ د کوهاټ نه “شنه وړۍ” د لارې په “درګۍ غونډۍ” (درګه) مخ په بره روان شول. ځینې لیکوالان دا د ملاکنډ د “منکا درګۍ” سره غلطوي او یوه بله درګۍ په خوست کې هم شته. دغه سخت مزل کې ورباندې اپریدو ډزې کولې چې ۲ سپایان مړه او ۱۳ ټپیان شول. په درګۍ کې دوی د اوبو د کمي سره مخ شول او دغه پوځ په ۱۸ بیرته راښکته شو. لاکهارټ په ۲۰ اکتوبر یوه بله ډله درګۍ غونډۍ ته ورواستوله. دوی ته امر و چې په منډه به بره خېجي. انګریز لیکوالان وایی چې دوی کله بره ورسیدل نو هلته ۱۲ زره قبایل پراته وو. دا نه یواځې دروغ بلکه مبالغه ده ځکه پخپله لیکي چې قبایلو ګوریلا جنګ کوو. د درګۍ په جنګ کې ۴ افسران او ۳۴ انګریز پوځیان ووژل شول او ۱۴ افسران او ۱۴۷ سپایان ټپي شول.
په ۲۰ اکتوبر پوځ په دریو برخو وویشل شو. یوه برخه چې خانکي ته يې مخه وه، ورباندې ډزې وشوې او هم هلته پاتې شول. بیا ټوله شپه انګریزانو د توپو ډزې کولې په دې ویره چې څوک پرې حمله ونکړي. په دغو ډزو ۱۹۹ پوځیان ووژل شول. په بله ورځ بیا د وړاندې تګ لپاره ووتل او هم هغسې د ګولیو په باران کې “خړپه” درې ته ورسیدل. دلته يې کیمپ جوړ کړو چې یوه اوونۍ پکې پراته وو. د دمې نه وروسته پوځ په ۲۸ اکتوبر خپل مارچ جاري وساتلو او بله ورځ د سمپغه په تنګه دره کې جنګ ونښتو چې “مستوره” ته يې لار وه. دوه ورځې وروسته “ارهنګه” د دوی په لاس کې شوه او د کورونو د سیزلو کار يې پېل کړو.
په ۳۱ اکتوبر درېم لښکر د ارهنګي په لار د تیراه میدان ته ورسیدو. هلته نه په کباغ” پریوتل چې یوه اوونۍ پکې پاتې وو او په ختیځ کې د زخه خیلو کورونه يې وسیزل.
یو بل ځواک چې ۳۲۰۰ کسان پکې وو، د بریګېډیر جنرل ویسټمکوټ په مشرۍ په “سارن سر” د حملې لپاره ورواستول شو. هلته زخه خیلو ورته مورچې نیولې وې. دوی په نښه ویشتلو (سنایپر) مشهور دي او په هر یو ډز يې پوځيان وژل. په ۹ نومبر “سرانسر” انګریزانو ونیوله خو کله چې بیرته روان شول نو په حملو کې يې ۶۴ پوځیان ووژل شول. په لاره مړي په میدان پراته وو او چا جرات نه کوو چې راټول يې کړي. په ۱۱ نومبر بریګېډیر الفرډ ګېسلي په مشرۍ په سارنسر بیا حمله وشوه. ټوله ورځ په سختو ډزو کې انګریز پوځ وړاندې د اکاخیلو سیمې ته ورسیدو او د هغوی کورونه يې وسیزل. په ۱۳ نومبر د بریګېډیر جنرل فرانسس جیمز کیمپسټر په مشرۍ یو لښکر د سرې کنډاو د لارې “وران درې” ته ورغلو. هلته د سروې او د نقشې کارونه تر سره شول او څه مقاومت ونشو. دوی څو کلي هم وران کړل. خو کله چې په ۱۶ نومبر بیرته روان شو نو شا ته په ډزو ۷۲ کسان يې ووژل.
په بل سهار انګریز ته نور کومک ورسیدو. په ۲۱ نومبر د ویسټمکوټ په مشرۍ یو بریګېډ “راجګل” درې ته لاړو او بیرته وتلو کې يې ۲۳ غړي د لاسه ورکړل. پاتې لښکر بیرته باغ ته لاړو او “دوه توی” سیمې په لاره يې د اپریدو کورونه سېزل. په ۲۶ نومبر انګریز د “کاهو” او “موسا” درو ته ورسیدل نو لاکهارټ د تیراه د خالي کولو امر وکړو. دوه ډویژن پوځ يې په دوو بیلو لارو واستوو. د لومړي مشر میجر جنرل ډبلیو پین سیمنز و. دی د مستوره درې په لار بیرته تګ کې د اپریدو کورونه ورانول. د دسمبر په اوله د بل ډویژن مشر ګېسلي چې د کرمې ګرځنده دسته هم ورسره مله وه په څمکنو حمله وکړه. ماموزي او مسېزي بې له جنګ تسلیم شول. خو څمکنو په ۱ او ۲ دسمبر جنګ وکړو او ۳۰ سپایان يې ووژل. پوځ د څمکنو مرکز “تبی” هم وران کړو او باړۍ ته روان شول. هلته اپریدو خپل پټي په اوبو ډنډ کړی وو چې د انګریز څاروي پکې نشول تلی.
دوېم ډویژن د میجر جنرل ییتمین بیګز په مشرۍ او لاکهارټ په بدرګه، په ۹ دسمبر د باړې نه روان شو. هوا یخه او دغه ۴۰ میله لاره د ډزو د خطر نه ډک و. تر ټولو لویه ستونزه د سامان وړل وو او دا لومړې ځل و چې قبایلو د برطانیې نوي ټوپکې کارولې چې د لیرې نه يې ورباندې ډز کولې شو. ۴ ورځې په لاره باران، ویالو او واوروينو چینو نه په تیرېدو لویه مرګ ژوبله واوخته. په ۱۰ دسمبرد پوځ ۲۰ کسان، په بله ورځ ۵۰ او بیا ۶۰ کسان په ډزو او نور د یخ د لاسه مړه شول. په ۱۲ دوی دمې له ایسار شول نو خوراکي زیرمې يې لوټ شوې. په بله ورځ بیا روان شو او ۶۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړو. په ۱۴ دسمبر هم ځاني تاوان وشو. ډېر په ګرانه دوی د “لکړې بابا” او او شنه کمر د لارې پیښور ته ووتل او د کرمې دسته خپلې چاوڼۍ ته بیرته لاړه.
د تیراه په ۱۱۵۰ مړو کې ۲۸۷ په جنګ کې وژل شوی وو. دا شمیره یواځې د پوځي افسرانو وه. د دغې پوځ سره مله هندي، سیک او د نورو خدمتیانو د شمیرې هیڅ ریکارډ نه دی ساتل شوې.
د انګریز پوځي څېړونکو د تیراه کیمپېن، “کرایمیا او د ۱۸۵۷ م د هند د پاڅون نه وروسته لوی جنګ وبللو چې ۲ اعشاره ۴ میلینه پونډه لګښت پرې وشو. دومره پېسې دوی یواځې د سوډان ونیولو لپاره لګولې وې.
په برطانیې کې ملکه وکټوریه دومره خواشینې وه چې د هند وزیر خارجه ته یو ټیلیګرام ورواستاو. ” د هغو کسانو نومونه معلومولو ته په تلوسه یم چې جنګ کې قرباني شول. دومره لوی شمېر افسرانو د وژنې خبر ویرونکې دی.”
دغه کیمپېن د برطانوي غرور ته یو ګوزار و او په لاکهارټ نیوکې کیدې. د اپریدو نه د بدل اخیستو تیاري وشوه. په ۲۳ دسمبر ۱۸۹۷ م یو پوځي بریګېډ په خیبر درې ورغلو او بل الاچه، کرمنه او برګ وسیزل. بیا دا دواړه په لنډي کوتل کې یو ځای شول او د جنوري په لومړۍ نېټه درې بریګېډ تازه دم پوځ په لنډی کوتل ناتار ورګډ کړو.
د خیبر کلا بیا انګریز لاس کې شوه او دوی د قبایلو سره د جرګې وړاندیز وکړو ځکه په سپرلي کې د یو بل جنګ خطر موجود و. د اکاخیلو نه علاوه د اپریدو ټولو قامونو جرګې ته غاړه کیښوده او ۱۰ میاشتې وروسته په ۴ اپریل د تیراه کیمپېن پوځ مات کړې شو. په جون ۱۸۹۸ م کې اپریدیانو انګریز ته ۸۰۰ ټوپکې او ۵۰ زره روپۍ د جنګ تاوان ورکړو. د روغې یو شرط د سړک جوړولو نه علاوه تر لنډیکوتل د اورګاډی پاټلۍ غځول وو. اکاخیلو ۵ کاله خپل جنګ جاري وساتلو او بیا په ۱۸ اکتوبر ۱۹۰۳ م کې يې لوظنامه وکړه.
د برطانیې د اکسفورډ په “بون” څلورلاری کې د تیراه د قربانیانو څلې ولاړ دی خو د چا نوم پرې نه دی لیکلې.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.د قبایلو تاریخ.میا خان اپریدی. باړه بک ایجنسي، باړه. نېټه نامعلوم.
۲.افغانستان او سرحد- یوه تاریخي جائزه.پروفیسر عبد الحئ. ۱۹۸۸ پیښور. ۳۰۲ او ۳۰۳ مخ
2. The Savage border. The story of the North-west Frontier. Jules Stewart. Sutton publishing 2007. pp127-132.
3. The Afghan way of war. How and why they fight? Robert Johnson. Oxford University press. New York. 2012.
د خپریدو نېټه. ۱۰ مارچ ۲۰۱۸ م
Aka Khail are the most brave