د ۱۹۶۷ په اوړی کې د ښوونځي له خوا یوې ډلې سره غرونو ته تللې وم. یوه میاشت د جینکو په “ګایډ کیمپ” کې ژوند نه وروسته په بس کې راولپنډۍ او د هغه ځای نه د شپې ټرین کې پیښور ته روان شو.
په هغو ورځو کې مو کورکې ټیلیفون نه و او د کیمپ نه مې څو لیکونه کور ته استولي وو. زما د بیرته تګ نیټه معلومه وه خو دا خبر نه وم چې څه وخت به پیښورته رسیږو. زمونږ کور د ښار سټیشن ته نزدې و او “خیبرمیل” ټرین سهار ۷ بجې د ښار سټیشن کې داخل شو نو د استادې په اجازه د خپل وړوکي بکس او “بستربند” سره په پلیټ فارم ښکته شوم. زه چې هغه وخت د ۱۳ کالو وم خو دا فکر راسره نه وو چې په لاره به مې څوک وزوروي. یو “قلي” چې د جامو د پاسه يې سورکمیس اغوستې و، سامان راسره واخیستو. د پلیټ فارم په دروازه، د خلکو قطار کې ودریدم او پخپل وار نیلا یونیفارم کې د ریل بابو زما په ټیکټ یوه ټاپه ولګوله. بهر څو ټانګې ولاړې وې او یو کوچوان ته مې د خپل محلت پته ورکړه نو ۱۲ آنې يې غوښتې. په یو روپۍ کې ۱۶ آنې وې.
د پنډۍ نه روانیدو په وخت ما سره یوه روپۍ پاتې وه. په ۴ آنو مې یو پلیټ دال او دوه چپاتۍ خوړلې وې. اوس مې جیب کې ۱۲ آنې پاتې وې چې ۴ د قلي او ۸ د ټانګې لپاره بس وې. کوچوان ته مې وویل، ” ۸ آنې درکوم.” هغه وومنل او قلي ته يې اشاره وکړه چۍ سامان ټانګه کې بار کړی.
ما د کمیس جیب نه ۴ آنې راوویستې او قلي له مې ورکړې. هو په کمیس کې مې دوه جیبونه وو. د پالک رنګ دغه کمیس پرتوګ لکه د پولیسو یونیفورم ګنډل شوې و چې په کالر او مټو يې د “ګایډ” نشانونه وو. په سر به مې سپینه د ململو لوپټه او په پښو کې سپین (کرمچ) بوټان و. لږ وخت کې ټانګه زمونږ د کوڅې مخ ته ودریده. اوس ستونزه دا وه چې بکس او بستربند مې یو ځای نشو وړلې. بستر بند د کټ هومره لوی د “خاکي ذین” ګنډل شوې خلته وه. په دې کې دننه د مالوچ توشک او څادر وو. دواړو سرونو ته لوی جیبونه ګنډل شوي وو، چې یو کې بالښت او په بل کې تاو شوې کمبل وو. د دې بهر د څرمنې تسمې د بستر بند د پاسه د اوسپنې په کونډو کلک شول. تاو شوې بستربند به یو میټر اوږد او نیم میټر پلن و. کوچوان راته وویل چې ته بکس یوسه او زه دلته ولاړ یم. ما یو شیبه سوچ وکړو چې باور پرې وکړم او که نا؟ خو بله لاره نه وه او پېسې مې هم لا نه وې ورکړې نو بکس سره کور ته لاړم. مور مې په دروازه سبزي اخیسته.
هغې ته د سلام او بکس ایښودو نه وروسته په منډه بیا د کوڅې سر ته لاړم. ټانګه هم هغسې ولاړه وه او کوچوان له مې پېسې ورکړې. هغه بستربند راته په سرکیښوده او چې زه ستړې ستومانه کور ته ورسیدم نو مور مې ټانګه وال ته يې بد رد وویل چې ولې يې راسره سامان ترکوره راو نه ړو.
تانګه (ګاډۍ) په پیښورښار کې د تګ راتګ یوه ارزانه، خوندي او اسانه وسیله وه. د لرګي ګاډۍ د پاسه “ټاپ” یا څپر د باران او لمرنه ساتنه کوي او دا په هرموسم کې کاریدې شوه.
په دې کې سورلۍ شا ته او کوچوان (ټانګه وال) مخکې سیټ کی ښې لاس ته کیناستو. د دواړو پایو په منځ کې د سیټ لاندې تش ځای به د اس لپاره د واښو، بوسو یا ونډې لپاره و چې کله نا کله سورلیو به پکې خپل سامان کیښودو. “پوره ټانګه” چې یو کس یا ټبر به ځان له کرایه کړه او نورڅوک به پکې نشول کېناستې.” د کلي ټانګه” زړه، خیرنه او کوچوان يې د هغه کلي و. ” د ښار ټانګه” نوې، رنګین او کوچوان به يې د ښار و. “د پیو ټانګه” د سهار په خړه کې د پیو منګي به پرې بار وو چې د ښار هټیو ته به يې پې وړل. د “سورلیو ټانګه” د بس په شان وه، چې هر کس به د خپل ځان لپاره پېسې ورکولې او ۵ کسان به وړاندې وروسته کیناستی شول. “د سکول ټانګه” چې د ۷ نه زیات سورلۍ يې نشوې وړې. زه څو کاله دغسې په ټانګه کې سکول ته تلم او پولیس یو دوه ځلې د ټانګې چالان هم وکړو ځکه ۸ یا ۹ جینکۍ پکې بار وې. هرې جینۍ به د میاشتې ۷ روپۍ کرایه کوچوان ماما ته ورکوله.
هسې وړو ماشومانو به مفت سفرکوو نو ځکه د مشرانو په غیږ یا زنګون کیناستل. سپین سرې به د کوچوان مخکې سیټ هم کیناستې خو ځوانې ښځې به تل شا ته وې. هغو ښځو لپاره، چې ډېره پرده به يې کوله، د ټانګې شا، دواړو خواو او د کوچوان سیټ ته څادرونه تاو کړي وو.
د انګریزانو په وخت پېښور کې ځاې ځاې د ټانګو اډې وې چې هلته یو اخور کې د اسونو لپاره اوبه او ورسره د “ونډې او واښو” ځای و. تر ۱۹۷۰ م ټول پیښور کې ټانګې د ښار یو سرنه بل ته به روانې وې. د بسونو او د ریل ګاډي په تم ځایونو کې بهر په سړک ټانګې په لیکه کې ولاړې وې چې مساپرو به د کور ته د تلو لپاره کارولې.
په پیښور کې د ټانګو اډي په دغو ځایونو کې جوړې وې.
۱.زړې کچرۍ کې (اوس اشرف روډ)
۲.ډکي نعلبندي
۳.د کابلۍ دروازې بهر
۴. اشنغرۍ دروازې بهر
۵. لاهوري دروازه
۶.کننهګم پارک (جناح پارک)
۷. نذرباغ (جي-ټي روډ)
۸.اندرشهر(زرګران)
۹.ګرین هوټل مخ ته ( هلته د یوې ټانګې د ودریدو اجازه وه)
ټانګه وال به په ګاډي کې ښې لاس ته کېناستو او د ټریفک اصول به يې هم هغسې منل لکه چې بسونو یا موټرو. هر ټانګې یو لایسنس نمبر لرلو چې د دې د لرګین ګاډي په یو اړخ لیکل شوې و. هغه ټانګې چې د شپې به ګرځیدی، دوه لالټینه لرل چې د پایدان د پاسه یو او بل اړخ ته په لرګي کې خښ وو. د کوچوان په پښو کې به د ټانګې ټلۍ”(زنګ) و. یو ځلې زما په غوښتنه، نیا مې ټانګې وال ته زارې وکړې چې هغه ټلۍ وغږوم. په هغو ورځو کې د ټریفک رڼاګانې نه وې او په چوک (څلور لاري) کې به پولیسو د لاس په اشاره ټریفک کنټرولو.
د زیاتو اسونو هډوکي به راوتلي وو او د ځینو په څرمنه به د وهلو نښې لیدل کیدې شوې. کله کله دومره ډېرخلک به په ټانګه کې ناست وو چې اس به نشو تلې. کوچوان سره به یو چابک و چې اوږده تسمه به يې ورته راخلاصه کړه. هغه وخت څو سورلۍ به ښکته شوې او کوچوان به د ټانګې اوږده ډنډه نیولې وه اس به يې وړاندې ټېل وهلو. هغه وخت به هم یوې سورلۍ افسوس وکړو چې که انګریز وای نو دغه ټانګه وال به يې جیل کې اچولې وای.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۹ مارچ ۲۰۱۸ م
Plz check the figures and revisit the sentence: Regardsپه یو روپۍ کې ۱۲ آنې وې
غلطي مو سمه کړه. مننه