Category: ګندهارا

ګندهاري ژبه

گندهاري ژبه د افغانستان په ختيځو او د پاکستان په شمال لويديځ کې ويل کيده.  دا د ويدي سانسکرت يوه څانگه او يا يې ورسره نږدې تړون لرلو.  دا ژبه په خروشتي ليکدود، د ښي لاس نه گس لاس ته ليکل کيده.  گندهاري ژبه د پراکريت يا د هندو ارياي ژبې يو ډول و اوددې […]

باهو ډېرۍ

په مارچ ۲۰۲۲م کې د صوابۍ یو وړوکي کلي ” باهو ډېرۍ” لیدو ته ورغلم. د وچو او تورو غرونو په لمنه کې د خاورو یوه غونډۍ نیمه کنستل شوې وه. د کچه سړک په غاړه د ودانیو بېخ او څو پوڼۍ لیدل کیدې. د دې بلې غاړې ته د یو ناست بودا مجسمه رابرسیره […]

ټوچي ډبرلیک

د ۲۰ میلادي پېړۍ له پېل د وزیرستان ټوچي دره کې د سانسکرت او عربي ژبو یوه تیږه وموندل شوه. د ګندهارا څېړونکي ورته د ” ټوچي ډبرلیک” وایی. ټوچي دره د غزنوي او غوري لښکرو د تلو راتلو لاره وه. د خوست نه میران شاه ته په لار د هغه زمانې د تیږو ځینې […]

اسانګه

په ۶ ق م پېړۍ کې د هند ایالت بهار د درویشانو او جوګیانو مرکز و. له دغه ځای بودهه دین نورو ځایونو ته کډه وکړه او په لرغونې “نالنده” پوهنتون کې به د دې دین درسونه ورکری کیدل. هلته د بودهه ۱۷ نامتو استادان مشهور دي چې یو پکې د ګندهارا “اسانګه” هم و. […]

د نارنج تپه

دوه نارنجي څادرونه اوس هم په برما، تهایلینډ او تبت کې د بودهه راهبانو لباس دی. ښایی د کابل په جنواب کې تپه نارنج د نوم ریښې په دغه لباس کې وي. د کابل تر ټولو لوی هدیرې، شهدای صالحین نه وراخوا د سړک په ښې لاس د نارنج تپه ده. زه د خپلو همکارانو […]

شینګرډار

له مینګوره ۱۴ کلومیټر جنوب کې د سوات سیند په ښی لاس یو وړوکی کلی غالیګی د مینګوره او بریکوټ ترمنځ واقع دی. د غالیګي د یو غر په لمنه کې د شینګرډار(شنکردره) په هند کې تر ټولو لویه سټوپا وه. په بودایی روایات کې د سوات باچا ” اتراسېنا” په یو سپین هاتي سپور […]

توپ دره

د کابل نه ۱۵ کلومیټر شمال کې چاریکارو ته د سړک په ګس لاس د توپ دره او ورسره په دغه نوم یو کلی اباد دی. توپ یا سټوپا بودایی جوړښت دی چې شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا د عبادت او مراقبې ځای و. د توپدرې سټوپا کاپیسا ته نزدېکت له کبله ښایی په […]

د کاپیسا زمري

د ۲۰۱۹م په پای کې له کاپیسا د دوو زمرو مجسمې وموندل شوې چې ژبې يې راویستې دي. دا د څو پوڼیو دواړو غاړو ته په تیږه ۴ میلادي پېړۍ کې جوړ وو. لرغونپوهان باور لري چې دا یو بودایی “قربان ګاه” ته د ختلو لاره وه. کاپیسا د کابل نه ۲۰ کلومیټر شمال کې […]

د غزنی بودایی سمڅې

د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې نړۍ د بامیانو د ماتو مجسمو په ویر اخته وه او د اطالوي لرغون پوهانو یوې ډلې د غزني په څمڅو څېړنې کولې. دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل چې د عرب حملو په وخت دا غار زابلستان د واکمنو پناه ځاې و. په ۹ پېړۍ کې د […]

بار رباط

اوسنی باراباد یا بحراباد په اصل کې “بار رباط” او د تجارتي قافلو په لار د دمې ځای و. رباط هغه سرای ته وایی چې چاپېره ترې کلا تاو وه او د خلکو د استوګن لپاره کوټې جوړې وې. دغسې رباطونه د انګریزانو تر وخت هم پاتې وو. په ننګرهار کې باررباط د ګندهارا سبک […]