ګندهارا

د اباسين نه ترخيبراو باجوړدغرونوتر منځ سيمه چې په نقشه کې ۱۰۰کلوميټرلويديځ، ختيځ او ۷۰ کلوميټر شمال جنوب کې لکه د يو مثلث ښکاري، لرغونې گندهارا وه.

ددې خاوره د دريو سيندونو په اوبوخړوبيږي چې کابل، سوات او اباسين دي. يو وخت ددې پلازمينه پشکلا وتي (چارسده) اوبيا پروشا پور( پيښور) شو. په لويديځ کې سوات، باجوړ، ننگرهاراو بگرام ( کابل) ، او په ختيځ کې ټيکسلا ددې مهم ښارونه و.

د گندهارا د نوم په ريښو تراوسه پوهان نه دي رسيدلي چې دا د کندهاريوه بڼه وه اوکه نه؟ په تاريخ کې د گندهارا سيمې نه وړاندې د گندهاري خلکونوم د اريايانو په ويدونو(مناجاتو) کې موندل کيږي. دا هغه سندرې وې چې د هندو مذهب بنسټ يې کيښودو. يوبيت کې واي چې دگندهاري خلکو د پسونو وړۍ ډيره ښه وي، خو په بل کې گندهاري خلک بد بلل شوي دي. دملک په حيث د گندهارا نوم په ايران کې موندل شوي د بيستون په تيږه د هغو ۲۳ملکونوسره ليکل شوي و چې لومړي داريوش باچا (۵۲۲ ق. م. نه تر ۴۸۶ ق. م) ته به يې باج ورکوو. د نړۍ لومړی تاريخ ليکونکي، د يونان هيروډوټس هم د گندهارا زکرکړی دی چې داريوش تری باج اخستو.

د ايران د پلازمينې تهران نه پينځه سوه کلوميټر جنوب لويديځ کی د شوش (سوسا) ښاردې. دلته په يوې غونډۍ د لومړي داريوش له خوا جوړشوي د لرغونې ماڼۍ کنډوالې اوس هم ترسترگو کيږي. له دی کنډوالوپه موندل شوي ډبرليک په ماڼۍ کی کاريدونکي موادو تفصيل کې لرگې ورته د گندهارا نه راوړل شوی و. تر اوسه موندل شوی دا ترټولوزړه نښه ده چې پکی د گندهارا نوم د يوی سيمې په توگه ياد شوی دی.

په څلورم ق-م پيړۍ کې د سانسکرت نامتو گرامرليکونکي پانيني د خپلو درسونودشپږم څپرکي په دويمه برخه کې دگندهارا نوم يادوي. پانيني خپل ځان د گندهارا اوسيدونکې بلي او ليکي چې تاکشاشيلا د ختيځ گندهارا او پشکلا وتي (چارسده) د لويديځ گندهارا پلازمينه و. دا هم هغه وخت وچې د مهابهرت د منظوم داستان څلرويشت زره بيتونه وويل شول. په سانسکرت ژبې کې د هند په دوو لرغونو منظوم داستانونو ” مهابهرت” او “رامايانه ” کې هم د گندهارا نوم ياد شوې دې. په رامايانه کی دا کندهارا تلفظ لري او د اباسين دواړوغاړ ته پرته سيمه په گوته کوي. په مها بهرت” کې گندهارا ” اتراپته” يانې لوړځاې په نوم هم ياد شوې دې. د هغه وخت ځينونورو برهمني مخطوطوکی دگندهارا د باچا نوم نگنجيت ليکل شوی دی.

په شپږم ق. م پيړۍ کی د گندهارانوم په ليکلي بڼه په بوداي صحيفو کې موندل کيږي. د هند يولرغون پوه راې چوهدرې واي ” په شپږم ق. م پيړۍ کی دگندهارا پرتخت ” پوکوساتي” باچاناست و چې خپل يو سفارت يې د مگدها ( بهار) باچا “بيم بيسارا” ته وراستولې و.” گندهاري د هند د منظومې کيسې مها بهارت يوه اتله ده چې دخپل نابينا ميړه سره د پت پالنې لپاره سترگې يې تړلې وي. گندهاري د يوې لرغونې ژبې پراکريت بل نوم وچې دهند په شمال لويديځ کې ويل کيده او ليکدود يې” خروشتي و.

د گندهارا سيمه د کوشان سلطنت مرکز و او دلته د گڼو توکمونواو د کلچرونو خلک اوسيدل چې خپلې عقيدې يې لرلې. دا سيمه هغه وخت د هند ، پارس او د بابل د دريولويو سلطنوتونولپاره په تجارتي توگه مهمه وه. د وريښمولاره له دې سيمې تيريده چې ترعربو بحيرې پورې پرې تجارتي مالونه وړل کيده.

دا مضمون په لومړي ځل په ۲۹ جنوری ۲۰۱۳م کې په دغه پاڼه خپور شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *