ټوچي ډبرلیک


د ۲۰ میلادي پېړۍ له پېل د وزیرستان ټوچي دره کې د سانسکرت او عربي ژبو یوه تیږه وموندل شوه. د ګندهارا څېړونکي ورته د ” ټوچي ډبرلیک” وایی.
ټوچي دره د غزنوي او غوري لښکرو د تلو راتلو لاره وه. د خوست نه میران شاه ته په لار د هغه زمانې د تیږو ځینې دېوالونه اوس هم پاتې دي.
د پیښورجنوب لویدیځ کې وزیرستان د ټغرۍ تنګي” د ټیټو او شاړو غرونو یوې او بلې غاړې ته بر او کوز داوړ( دوړ) مېشت وو. واورین اوبه مخ په ښکته یوه کاسه کې راټولې شي چې په ځای ژبه کې ” ګمبیلا” او نور يې ټوچي سیند په نوم یادوي.
په ۱۸۷۲م کې انګریز په لومړی ځل ټوچي ته خپل پوځ یوړو. په ۱۸۹۴م کې يې هلته خپله چاوڼۍ جوړه کړه نو خلکو به ورته لرغونې سکې وروړلې. زیات يې د ” لومړي ازیس باچا” او د کشان باچاهانو له وخته وو. په ۱۹۰۷م کې له ټوچي درې لومړی ډبرلیک وموندل شو چې عربي او سانسکرت پرې کنده وو. دا په پیښورمیوزیم کې د پخوانیو ژبو هندي استادانو د ولوستلو هڅه وکړه. د عربي متن په کوفي خط لیکل شوی خو ځینې ټکي يې تاو راتاو وو چې د هندي ژبې اغیز يې په ګوته کاو. په عربي ټکو، زور زیر نشته. یوه جمله کې خدای دی مغفرت او ګناهونه وبخښي. لنډ درود شریف نه علاوه ورسره ۱۳ جمادي الاول (لومړۍ خور) ۲۴۳ هجري کنده دي چې د ۷ ستمبر ۸۴۷م سره سمون خوري. هم دغه متن په سانسکرت کې او ورسره د ۳۲ کال د کرتک میاشت( ستمبر-اکتوبر) دویمه ورځ کنده دی. په ۱۹۰۷م کې موندل شوي، د ټوچي ډبر لیک عربي خط کوفي دی.
په ۱۹۲۶م کې نامتو لرغون پوه” اورل شټاین او په ۱۹۶۶م کې احمد حسن داني د وزیرستان سروی وکړه. په سپین وام کې یوه بودایی سټوپا او دوه نور ډبرلیکونه وموندل شول چې باختري او سانسکرت متن پرې کنده شوی و. باختري متن د ډبرې په ښې لاس زیاته برخه نیولی ده. سانسکرت په ګس لاس او لږځای کې کنده دی. څرګنده شوه چې وزیرستان د ۱ نه تر ۷ پېړۍ د کشان او هندو شاهانو په لاس کې و. په یو ډبرې، پراکریت ژبه په خروشتي املا لیکلی وه چې په جنوب کې ترټولو پخوانۍ لیکنه وه. هم دغسې لیکنې له وردګ هم رابرسیره شوی وې او د کشان حکومت په ۳۹ کال کې د دوی د حاکمیت جغرافیه ښایی. هغه وخت ” هویشکا” باچا و چې د ۳۳ م نه تر ۶۰ میلادي حاکم و.
په ډبرلیک د تبریکي جملو نه وروسته لیکلي دي چې” ۳۲ کال د بادرو د میاشت ۱۴، په رڼا کې چندرا فروما د خوجانه زوی، د خاګان کورنۍ، شراب څښونکی، ساهی، بادار، د غواګانو خاوند، کوزولا، د نیکۍ خپرونکی، د ستوري ( باچا) د راتلو په ویاړ جوړ شو. د هغه له خوا چې ساتونکی، د سوچه نسل خلکو مشر او د ډبر لیک ساتونکی دی. د ستورو نه لوړ او د فرومو بچی، د غوا د ټبر غړی دی.”
د ټوچي په ډبرلیکونو د ۳ ژبو کارول مهم وو. هغه وخت سانسکرت د لوړې طبقې، باختري د شاهانو او عربي، حمله کوونکو له ځانه سره راوړې وه. په دوو ډبرو عربي لیکنه ښایی چې مسلمانانو په دغه سیمې کې څومر حاکمیت لرلو. په یو ډبر لیک د ” لوکي کایره” ۳۹۳۸ کال او د بهدرا سمیات ۳۸ نېټه کښلې ده. باختري ۶۳۲ کال ( ۸۶۲ م ) او بیا هجري نېټه د عربانو له خوا معرفي شوه. د انګریز له وتلو وروسته هم د وزیرستان په درو کې جنګونه روان او دلته نورې پلټنې ونشوې.
سرچینې
1. History of Civilizations of Central Asia. Vol 2. UNESCO publishing. 1994.
2. Archaeological Surveys of Waziristan Khyber Pakhtunkhwa and its Contribution to our Understanding. Shakir Ullah Dawar, Ikram Shah, Hamayun Khan Mehsud Pakistan Journal of Society, Education, and Language. Online

Leave a Reply

Your email address will not be published.