د دار الامان ماڼۍ

Darulaman half built
” دار الامان ماڼۍ په کچه غرمه کې اور واخستو چې تر دولس نيمو بجو بل و. د عامه فوايدو وزارت واي چې اور د دې په درېم پوړ کې ولگېدو چې پکې د سړکونو، بندونو او د کنالونو د انتظام دفترونه و. د اطفايې گاډي هغه ځاې ته دوه نيمې بجې ورسېدل خو درېم پوړ ۱۸ ميتره لوړ و نو ځکه په ډېرو مشکلاتو يې اور ووژلو. وزير اعظم خپل خفگان څرگند کړو او امر يې کړې دې چې دا تاريخي او ارزښتناک ودانۍ دې سمدلاسه بېرته ترميم کړې شي.”
دا د کابل د يوې حکومتي پاڼې د راپور برخه وه چې په ۱۹۶۸ م د دسمبر په پاې کې خپور شوې و. د “دار الامان ” سوځېدل څه معمولي خبر نه و. اميرامان الله خان په ۸ اگست ۱۹۱۹ م کې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان سره د راتلونکي پارليمان د کېناستو لپاره د دې ماڼۍ په پلان لاس پورې کړې و.
د کابل په سوېل لوېديځ کې د يوې غونډۍ د پاسه ځاې ورته غوره کړې شو. دارالامان د يو وړوکي ښار پلان و چې شا وخوا ترې د ماڼۍ د کارکوونکو او د پارليمان د غړو استوگنځايونوتايبا شوې وه.

د دې ماڼۍ نقشه فرانسوي ماهرانو جوړه کړې وه. خو کله چې باچا د جرمني سره سفارتي اړيکې جوړې کړې نو د برلين ښار وال، يو انجنير ” والټر هارټن” د خپلو کارکوونکو د ډلې سره کابل ته ورواستوو چې د دې ځاې د جوړښت پلان پخپل لاس واخلي.
ماڼۍ ۳۳ ميټر( متر) لوړه وه او په هر يو پوړ کې يې ۵۴۰۰ ميټر مربع ځاې يې لرلو. په درېم پوړ کې د ” اگۍ” په شکل تالار د مجلس يا د پارليمان د راټولېدو ځاې و. لومړې پوړ د باچا، د ده د سکترانو، او د دربار د وزيرانو لپاره ټاکل شوې و چې بهر لوې سړک ترې ښکارېدو.
دارالامان د کابل د زاړه ښار نه شپږ ميله ليرې و او د رېل گاډي لپاره د وړوکي بر د يوې پاټلۍ د غځولو کار هم پېل شو.
په ۱۵ دسمبر ۱۹۲۲ م کې دا پاټلۍ جوړه شوه. د جرمني نه درې “لوکوموټيو” انجنونه او څو فرېمونه د ډبو د جوړولو لپاره ورته راوغوښتل شول. دا رېل گاډې په سړک اچول شوي ۷ کلوميټر اوږد پاټلۍ د پاسه لکه د ټرام گرځېدو. په دې ډبو کې د ماڼۍ د جوړولو لپاره د کابل په ورکشاپونو کې جوړمواد به يې وړلو.

د برلين “ويلهلم ريک” په ۱۹۲۳ م کې په هغه ډله کې شامل و چې په ماڼۍ کې د برېښنا انتظام يې کوو. دې واي چې په رسمي توگه په لومړي ځل چې دا اور گاډې روان شو نو د حکومت يا د وزيرانو نه يو کس هم ورته نه و راغلې. بيا د باران نه وروستو د اورگاډي پاټلۍ کږه شوه.

په جنوري ۱۹۲۹ م کې د امان الله خان دوره او د ده د پارليمان خوب پاې ته ورسېدل. په دې ماڼۍ کې څو وزارتونو ته ځاې ورکړې شو چې پکې د خزانې وزارت، د ولسي خدمتونو ( پبلک ورکس) او د عديليې وزارت شامل و. يوه برخه يې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته ورکړه.
اورگاډي او د دې پاټلۍ د کاره ولوېدل. درې واړه انجنونه لومړې په خپلو کوټگيو کې وساتل شول، بيا يې مانۍ کې دننه يوړل چې يوه يې اوس د ميوزيم مخې ته ولاړ وي.
د ۱۹۴۸ م د اور لگېدو د پېښې نه وروستو، په ښار کې داسې گنگوسې وې چې د امان الله خان پلويانو ممکن دا کار کړې وي. خو پلټنو کې څرگنده شوه چې د يو وزارت د ټيټې کچې څو افسران چې د خپل کار نه شړل شوې و، د دې درېم پوړ ته اور ورته کړو. په سرکاري ليکنو کې دا نه ده څرگنده چې دوي ولې خپل دفتر سېزلو.
د شلمې پېړۍ په نيمايي کې دلته د کابل ميوزيم لپاره توکي کېښودل شول. کله چې د ميوزيم خپله ودانۍ دې ته نږدې جوړه شوه نو په ۱۹۷۰ م کې د دفاع وزارت پکې مېشت شو چې د شلو کالو نه زياته موده پکې پاتې وه.
په ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹ م دار الامان کې هغه وخت بيا اور بل شو کله چې روسي عسکرو دلته بمونه وغورځول. دوي د صدر حفيظ الله امين د وژلو لپاره د تاج بېگ ماڼۍ ته ورتلل چې د دار الامان نه لږ بره يو کلوميټر فاصله کې وه.
په مارچ ۱۹۹۰ م کې د افغانستان د پوځ يو جنرال شاه نواز تڼي د صدر داکټر نجيب الله پر ضد له دې ماڼۍ بغاوت وکړو او کله چې حکومتي عسکرو ورباندې راکټ وويشتل نو دلته يو وارې بيا د اور لمبې پورته شوې.
د ۹۰ په لسيزه کې د امن دا کور په لومړي ځل په يوې مورچې بدل شو. د پېړۍ تر پاې د مجاهدينو په جگړو کې ورباندې دومره گولۍ وورول شوې چې د دې يوه برخه هم سمه پاتې نشوه. هم هغه وخت د دې قيمتي پردې، ميز کرسۍ او نور شيان جنگيالو چور کړل.
د دې ماڼۍ د ورانولو هڅه تر اوسه پورې چا نه ده کړې. د طالبانو په وخت کې دلته هغه مهاجر مېشت شول چې د پاکستان او ايران نه بېرته کابل ته ستانه شوي و. وروستو د کوچيانو د ځاې پر ځاې کولو لپاره يې پکې يو لنډ محالې دفتر جوړ کړو.
په ۲۰۰۱ م کې په کابل د امريکې د بمبارۍ په وخت ، يو بم دلته هم وغورځېدو چې پکې لويه کنده جوړه شوه. په ۲۰۰۵ م کې د افغانستان حکومت د دار الامان د بېرته رغولو پلان څرگند کړو او هيله يې وه چې څوک شته من افغان يا بهرنې به ورته پېسې راوباسي چې پارليمان پکې کښېني. خو د امير امان الله خان هغه خوب به کله ريښتيا شي، معلومه نه ده.
د اوس لپاره د دار الامان په کنډوالو کې امريکايي پوځيان شاو خوا سيمې څاري او په دې وروستۍ بريد په ۲۰۱۲ م کې د طالبانو له خوا شوې و. هن ريښيتا کله کله پکې د فلمونو ” شوټنگ” هم کېږي.
صفيه حليم
Darul palace

د خپرېدو نېټه
۲ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.