مچھ جیل


په ۲۰۰۳م کې د بلوچستان بدنامه جیل “مچ” لیدو ته ورغلم چی د لوی دروازې په تندي د دې د جوړیدو نېټه ۱۹۲۹م لیکلی وه. د قیدیانو کوټې یا د هغوی سره د مرکو اجازه راته نه وه او د پولیسو دفتر او دالان نه وراخوا په یو وړوکي غولي کې څو تنه په کار بوخت ولیدل. په ښکاره دلته سکون و خو د دې لوړو دیوالونو که خبرې کولی شوای نو ممکن په زرګونو داستانونه به خلکو اوریدلی وای. په شلمې پېړۍ کې د ’’مچ ‘‘ نوم په اوریدو به خلک وبوږنیدل او توبې به يې ویستې. دا د ’’تورو اوبو‘‘ یا کالا پاني په شان بدنامه جیل و.
مچ (مچهه) له کوټې څخه ۷۰ کلومیټر(جنوب لویدیځ) کی د ټیټو غرونو ترمنځ د یو کلي نوم دی او یو وخت نزدې ورته د بولان سیند بهیدو. خلکو به له اوبو مهیان (مچهی) نیول چې ممکن دا ځای په هغه مناسبت مشهور شو. دلته په اوړي کی سخته ګرمي او په ‌ژمي کی د منفي درجې یخ له کبله ‌ژوند سخت وي خو په چاپېره غرونو کی سکاره او نورمعدنیات موجود دي.
په بلوچستان کی د انګریز خپل قدم کیښودو سره هلته د اور ګاډي د پاټلۍ جوړولو هوډ وکړو او د دې لوی سبب د روس سره سیالي وه. هغوی ترکمانستان نیولی او هرات ته يې سترګې وې چی هلته نه کندهار او بیا د بولان د لارې عرب بحر ته لاره وباسي. په ۱۸۷۶م کی برطانوي انجینرانو په بولان دره کی د ریل پاټلۍ لپاره غرونه ماتول. بیا په ۱۹۰۵م کی له کوټې يې یوه لیکه تر مچ وغځوله چې تر ۱۹۲۱م پوره شوه او هلته یو سټیشن جوړ شو.
په شلمې پېړۍ کې د هند برطانوي حکومت مخالفت زور وموندلو او په نورو ځایونو کی جیلونه د سیاسي بندیانو څخه ډک شول. په کوټې جیل کی به عادي مجرمان ساتل کیده خو هغه چی د انګریز په ضد سیاسي شعارونه يې ورکول، د دوی لپاره سردردي وه. هغه وخت دوی یوه لیرې پرته سیمه کی د نوی ذندان د جوړلو تابیا وکړه. د مچ سیمه د غرونو تر منځ او ځان له یوه دشته وه نو هلته يې ۱۱۰۰ جریبه زمکه ورته وټاکله.
په ۱۹۲۸م کې د دې زندان بنسټ کیښودل شو او د لوړو دېوالونو په جوړولو لاس پوری شو. د دې نقشه هم هغه د انډیمان ( تورو اوبو) د ګول زندان په شان وه او تعمیراتي مواد به يې له کوټې او نورو ځایونو څخه په اورګاډي کې راوړل. په مچ کې شپږ لوی او څلور واړه بارکونه ( بلاکونه) په یوې دایرې کی جوړ وو. په لویو بلاکونو کی د ۴۰ قیدیانو ځای و او هر یو سره څلور غسل خانې (چړچوبۍ) نه علاوه یو غولی- ورزش میدان شته. د مخامخ لوی دروازې نه علاوه پکې درې نورې دروازې او غبرګ دېوالونه لري چی یو يې بهر او بل دننه دی. بهرنی دېوال لوړ او پلن و چی وروسته يې نور هم پیاوړی کړو او د بم په چودنه نه ماتېږي. په دننه دېوال ازغن تار لګیدلی دی چی پکی بریښنا ګرځي او که څوک ورته لاس وړي نو الارم ( د خطر ذنګ) پرې غږېږي.
انګریزانو خپل سیاسي مخالفین او د سختو جرمونو تورن کسان به دلته ساتل. د عادي قیدیانو لپاره ورځ د نمانځه او ناشتې نه پېل کېږي او نهه بجې ورته په غولي کی د کیناستو اجازه وي. د بدني ورزش نه علاوه بندیان د فټ بال او والي بال لوبه هم کولی شي. د دوی د مصروف ساتلو لپاره ورته مختلفې خونې دي چې پکی کهډۍ (کارګاه) د خامتا اوبدل، د مریو څخه زیورات او ذینتي توکي جوړول او نور کسب شامل دی. په ۲۰۱۰م کی د قیدیانو په احتجاج د کپړې ( ټوکر) جوړولو وړه کهډي وسوځیده. په جیل کی د ډوډۍ نه خوړلو احتجاج او شور شر د قیدیانو د ‌ژوند یوه برخه ده چې د دې سبب اکثر د ‍پولیسو او د جیل د عملې ناوړه چلن وي.
د پښتنو نامتو ملت پال مشران عبد الصمد خان اڅکزی او د هغه وخت د مچ په اړه يې تفصیل سره لیکلي دي. انقلابي شاعر اجمل خټک هم دلته قید او دومره شکنجه شو چی وروسته “دا زه پاګل وم” ناول يې ولیکلو. د دوی نه علاوه بلوڅ مشر نواب اکبر بګتي، خیر بخش مری غوث بخش بزنجو او عطاالله مینګل دلته بند وو. په مچ کې هر کال د عادي مجرمانو نه علاوه. سلو نه زیات هغه کسان چی د حکومت په ضد يې شعار ورکړی یا د مظاهره کړی وي، دلته قید وي. د اردو لیکوال سجاد ظهیر په مچ جیل کی یو کال بند و او خپلې میرمنې ته په یو لیک کې وایی. “داسې مو اوریدلي دي چی دلته د نورو صوبو په پرتله زنداني ته معافي نه ورکوي. ”
د قیدیانو بارکونه (وارډ) خپل نمبر لري او څلورم نمبر يې د شکنجو او د ټارچر لپاره د ’’مرچ ‘‘ په نوم مشهور دی. دلته د زندانیانو په خواړو کی ډېر مرچ ورګډ کړي او وروسته دوی ته اوبه نه ورکوي چې هغه ټوله شپه د تندې او د سویی د لاسه په عذاب وي. د هر وارډ سره څو کوټې د قید تنهایی ( کوټه قلفي) لپاره هم شته چی رڼا پکې نه وي. که یو قیدي وهل ټکول یا بل څه جرم وکړي نو په دغو کوټڼیو کې يې بندوي. دی هیچا سره خبرو یا د لیدو اجازه نه لري تر څو معافي يې نه وي غوښتې.
د مچ جیل په یوه برخه کی د غرغرې ( پانسي ګاټ) ځای هم شته. له ۱۹۷۸م څخه د ضیاء الحق د مارشل نه وروسته په مچ جیل کی ۶۱ کسان غرغره شول چی زیات يې د هغه سیاسي مخالفان وو. په ۲۰۲۴م کی مچ جیل کی ۷۵۰ کسان قید وو او په دوی کی ۷۳ته د مرګ سزا ورکړی شوی وه.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *