سوله ټوپ


تر ۱۹۶۰م هم د پیښور پولیسو د خاکي رنګ ټوپۍ ( خولۍ) په سروله چې خلکو به ورته ټوپ او ځینو “چلمچي” ويل.
په لیدو کې به دا ټوپۍ درنه ښکاریده خو په اصل کې ډېره سپکه وه.
د چلمچي په بڼه جوړدغه خولۍ د “سوله- سولا- شولا” نومې بوټي د سپین مغز (پیت) نه جوړیدو. په جنوبي ایشیا کې دا لرګین بوټی لکه د بانس (بیمبو) د اوبو په ډنډونو کې پخپله راشنه کېږي. د دې منځ لکه د ګني، سپین، نرم او سپنج په شان سپک وي. په بنګال کې به يې دغه نرم مواد لکه د خټو راټول کړل، په قالبونو کې به يې په رنګا رنګ ډیزاین د ناوې تاج (مکټ) او د شاه زلمي ټوپر جوړول. په هند کې د درګا پوجا په وخت د سولا نه جوړ، لویه مجسمه د نمانځنو نه وروسته به يې سیند کې لاهو کړه. سولا به په اوبو کې حل شوه او چاپیریال ته يې څه تاوان نه رساو. د لرګي منځ کې تک سپین مغز د پاکۍ نښه او هندوانو لپاره سپیڅلی وه. نو ځکه د مذهبي نمانځنو لپاره به يې ترینه ګلونه او امیلونه جوړول.
په اتلسمې پېړۍ کې اسپانويانو په فلپین کې د کروند ګرو په سر پلنې ټوپۍ ولیدې چې سر کې مخروطي بڼه يې لرله. ځایی خلکو ورته “سالا کوټ” ویل او د نمر یا باران نه به يې سر پټولو لپاره کارو. د اسپانیې حکومت په امر د پوځ لپاره هم د دغو موادو نه د ګول سره ټوپۍ جوړې شوې. د دې د پاسه به ټوکر پوښلی و چې د اوبو نه د ساتلو لپاره به يې ورباندې موم یا وازده وهله. د ټوکر د ټینګولو لپاره به يې د دې په سر د اوسپنې یوه کړۍ او دننه یوه تسمه وه چې د هوا یا سیلۍ په وخت به يې د زنې لاندې تړله. د سالاکوټ په لیدو فرانسویانو د خپل ډیزاین ټوپ په “ویسټ انډیز” کې هم د پوځ لپاره رواج کړو چې هلته به يې دا “سلاکو” بللو.
په اتلسمې يېړۍ کې انګریزان په لومړي ځل هند کې د سولا سره اشنا شول او دا يې “هندي کاک” بللو. برطانوي او نیدرلینډ استعمارګرو د فرانسی په شان د خپلو پوځیانو لپاره سولا ټوپ جوړاو. په ۱۸۸۰م کې د امریکا متحده ایالات خپلو هغو پوځیانو لپاره سوله ټوپۍ جوړه کړه چې د جنوب لویدیځ په ګرمو سیمو کې يې خدمتونه ترسره کول. د دې نه څو کاله وړاندې په کینیډا کې د شمال لویدیځ سیمو د پولیسو لپاره هم سوله ټوپ د وردۍ لازمي برخه و. تر شلمې پېړۍ د نړۍ ټولو مستمرو کې سوله ټوپ د رنګ او ډیزاین د معمولي توپیر سره عامه خولۍ وه. د پوځ او پولیسو نه سوله ټوپ، اروپایی فیشن ته کډه وکړه او د ښځو لپاره هم رنګین یا سپین ډیزاین کې جوړیدل.
سوله ټوپۍ اوس هم لږ شمیر کې د یورپ فیشني کمپنیو له خوا جوړیږي چې “سفاري هیلمټ” یا د نمر ټوپۍ ورته وایی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *