Category: چاپېريال او روغتيا

شنې

کندهار، چمن او شا و خوا سیمو کی شنې تازه او وچ د ډوډۍ سره خوړل کېږي. دغه غوړه میوه پخپله څه خوند نه لري نو ځکه ترشي یا اچار ترې جوړوي. ځینې ښځې د سر د وینځلو او غوړولو لپاره هم شنې کاروي. دا د پستې یو ځنګلي قسم دی چی په ایران، مصر، […]

اینځر

په ماشومتوب کی مو اوریدلی وو چې د اینځر ګل هیچا ته نه ښکاري. که چا ولیدو نو هغه بیا باچا شي. چا به وئيل چی دغه ګل پیریان یوسي. د دی ونې لاندی به د شپې نه تیرېدو چې پیریان به پکی وي. که داسې به ووشو نو یو منتر مو یادو، چی ” […]

ټماټر

په مرکزي او جنوبي امريکه کې ټماټرد نورو ځنګلي ميوو په شان راټوکيدل او خلکو له ويرې نه خوړل چې زهرژن به وي. په لرغوني “ايزټېک” ژبې کې يې دا “تومات” ياني چاغ يا غټ يې بللو. شا و خوا زر کاله کېږي چې د ميکسيکو خلکو د ټماټرو په پخولو لاس پورې کړ. اسپانويان […]

لاجورد

دا تيږه قيمتي نه ده خو د خپل نيلا رنګ لپاره شهرت لري. لرغونو انسانانو د رنګينو تيږو په ميده کولو سره، نسواري او شنه رنګونه جوړول خو په ډېرو تمدنونو کې نيلا رنګ چا نه پيژندلو. دا چې انسان دا تيږه څنګه او کله وموندله، څرګنده نه ده خو داسې نښې نښانې شته چې […]

لونګ

د اندونيزيا او ماليزيا جزيرې د لرغونو وختونو راهيسې د تور مرچ، دارچيني، جايفل، جاوتري، غټه لاچي او د لونګو لپاره شهرت لري. په اندونيزيا کې خلکو د لونګو سګرټ څکول او د هغه ځای نه دا شوق اروپا او امريکا ته هم ورسېدو. د هند د بحر چاپېره ساحلي سيمو تانزانیا، زنجبار او د […]

املوک

املوک يا ملوک په يوناني ژبې کې “هېملاک” د بوټو يو قسم دی. د دې ساينسي نوم “ډايوسپايروس” دی چې ونه يې په غرونو کې پخپله شنه کېږي. د هماليه او هندوکش په درو کې د دې ځنګلي ونې ميوه راټولېږي چې په ژمي کې بازار ته راځي. په سوات کې يوه دره د املوک […]

د ارز ونې

زالغوزې ونې يا صنوبر(سيډار) په عربي کی “ارز” بلل کېږي او د لبنان ځنګلونو يو وخت هم هغسې اهميت لرلو لکه اوس چې د تيلو دی نو ځکه هر د دور واکمن د دې د نيولو هڅې کولې. د سيمې روايت دی چې څلور نيم زره کاله پخوا د جلغوزي ځنګلونو کې ديوان اوسېدل او […]

د چرګ بڼکې

چرګ به لا نه و حلال چې ماشومان به د هغې نندارې له راټول شول. نيم حلال شوی چرګ او ماشومان به په ټوپونو و او چې د چرګ ساه به ووتله نو دوی بيا پخپلو لوبو اخته شول. جينکو ته به يې وويل چې د تود چرګ نه بڼکې وباسئ. مونږ په يوې دايرې […]

ګور ګورې

هر کال د اوړي پېل سره د پېښور په بازارونو کې ګورګورې هم راښکاره شي. دا ځنګلي ميوه په غرونو کې کېږي او په پښتو ژبې کې د تور رنګ په تشبيه کې کارېږي. لکه د ګورګورې وړې تورې سترګې او د تورې ژبې محاوره ډېر خلک واېې. په اولسي سندرو کې د ګور ګورو […]

د ريوړۍ کرپ

ما ته به مور يوه آنه هره ورځ راکوله چې په نيمه چوټۍ کې پرې څه وخورم. هغه وخت به د سکول نه بهر بې شمېره هټۍ وال ولاړ وو. د دوی چغې به د ماشومانو په شور کې ورکې شوې. “ماما، د يوې پېسې چڼې، بابا ګنډېرۍ، کاکا يو پلېټ چهولې (مالګين نخود) ماقوتي، […]