لونګ

Cloves
د اندونيزيا او ماليزيا جزيرې د لرغونو وختونو راهيسې د تور مرچ، دارچيني، جايفل، جاوتري، غټه لاچي او د لونګو لپاره شهرت لري. په اندونيزيا کې خلکو د لونګو سګرټ څکول او د هغه ځای نه دا شوق اروپا او امريکا ته هم ورسېدو. د هند د بحر چاپېره ساحلي سيمو تانزانیا، زنجبار او د مالابار په جزيرو کې خلکو لونګ د ځنګلي ونو نه راټولول او تجارانو به په کشتيو کې نورې نړۍ ته وړل. لونګ د يو ګل غوټۍ ده او د دې ونه تل شنه وي چې په ساينس کې مرټيسيا نومېږي. دا د اتو نه تر ۱۲ ميټرو پورې لوړ خيژي، پاڼې يې لويې او ګلونه يې د خوشې په شکل کې کېږي. دا ګل غوټۍ په لومړي سرکې سپينه، بيا ورو ورو شنه او ورپسې تيز سور رنګ واخلي. د دې په سر کې څلور وړې پاڼې وي چې بندې او د يو غونډاري په شکل ښکاري. غوټۍ چې کله يو نيم او دوه سينټي ميټر اوږده شي نو هله يې اخلي.
تر ټولو زاړه لونګ د سوريا نه په يو لوښي کې وموندل شول چې له ۱۷۲۱ ق م نه راپاتې وو. ښايي هغه وخت نړۍ ته دا لونګ کې د ترکي د لارې عرب تجارانو د هند او يا د نورو جزيرو نه وړل کېدل.
د اندونيزيا د مالوکو جزيرې کې د لونګو درې او څلور سوه کاله پخوانۍ ونې اوس هم شته. په اوولسمي ميلادي پېړۍ کې د هالينډ (ډچ) بحري تجارانو ورباندې خيټه واچوله. بل چا به دا د ماکلو نه بهر نشو وړلی او که ځايي اوسيدونکو په پټه دا کار وکړو نو و به يې وژل. په ۱۷۷۰ م کې يو فرانسوي د هغې ونې نه د لونګ غلا کړل او لومړۍ فرانسې او بيا زنجبار ته يې يوړل، هلته يې وکرل چې بيا ټولې نړۍ ته ورسېدل.
لونګ په خواړو کې د خوشبویي نه علاوه د چين او هند په دوديزه داروګانو کې به کارول کېدل. د دې نه تيل د غاښ د درد، د خيټې د ګرمولو او د تبې د کمولو لپاره ګټه اخیستل کیږي. د لونګو پوډر د ميږو د وژلو او د مياشو د تښتولو لپاره اغيزناک بلل کیږي.
د خپريدو نيټه
۱۰ فروري ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.