يونس خان

indira and_yunusn
په ۲۳ جون ۱۹۸۰ م د ډيلي په صفدرجنګ هوايي ډګر کې يوه وړه طياره ولويده، چلوونکي د هند وزيراعظم اندرا ګاندي کشر زوی سنجی او يو بل کس پکې ووژل شول. کله چې ګاندي ته دا خبر ورکړل شو نو د هغې لومړنۍ پوښتنه دا وه چې د سنجی د لاس ګړۍ او د چابيانې(کلي) چرته دي؟
له هغې وړاندې داسې ګنګوسې وې چې سنجی د خپل مور د واک نه ځکه ناوړې ګټه اخيسته چې د هغې د ژوند يو پټ راز نه خبر و. دا چې د هغه پلار يونس خان و. جواهر لال نهرو ته نږدې کسان باور لري چې اندرا ګاندي له يونس خان سره مينه درلوده. نهرو د دې لپاره چې لور يې بدنامه نشي، هغه د ډیپلوماټ په توګه د هند نه بهر وليږلو.
yunus with Nehru
محمد يونس خان په ۲۶ جون ۱۹۱۶ م کې ايبټ اباد کې زېږېدلی و. د ده پلار حاجي غلام صمداني يو تجار او مور يې مرواريد جان د باچا خان د ټبر نه وه. صمداني د اتو ميرمنو نه ۴۱ اولادونه لرل.
يونس خان د پېښور اسلاميه کالج او علي ګړهه پوهنتون نه لوړې زدکړې کړې وې. دی د خدایي خدمتګارغورځنګ يو غړی او د هند تر ويش يې سکرټر و. جواهر لال نهرو کله چې په لومړي ځل د ۲۲ کالو يونس خان سره وپېژندل نو د ده د استعداد او د خبرو نه ډېر اغيزمن شو اوخپلې لور اندرا ته يې د ده په اړه وليکل. اندرا او يونس خان يو بل ته خطونه استول چې د ځينو ذکرهغه وروستو پخپلو ليکنوکې هم وکړو.
يونس خان د پښتونخوا د سياسي حالاتو په اړه يو کتاب هم وليکلو چې “سرحد خبرې کوي” نومېدو. د دې د چاپولو لپاره هغه د لاهور يو خپرونکي ته لاړو. هلته مدير صادق علی دا مسوده ولوستله او ورته يې وويل چې د دې لپاره به ورته ۳۰ زره وپۍ ورکړي او مسوده به له ځانه سره وساتي. بيا هر وختې چې د هغه زړه غواړي نو دا به چاپ کړي. (۳۰ زره روپۍ هغه وخت ډېرې پېسې وې) د يونس د انکار نه وروستو صادق علی ورته وويل چې دوی د هغه ازميښت کوو چې ايا د پېسو په مقابل کې د خپلې ليکنې نه تېرېږي که نه؟ يونس خان وايي چې په دې خبره زه ډېر نهيلی او په قهر شوم چې دوی ما دومره ټيټ انسان ګني؟
په ۱۹۴۱ م کې کله چې د انګريزانو پر ضد (هند نه ووځئ) تحريک پېل شو نو يونس خان په پېښورکې غونډې او جلسې کولې. اندرا ګاندي په ۱۹۴۲ م کې يو پارسي فيروز ګاندي سره په اله اباد کې واده وکړو او دواړه کشمير ته لاړل. يونس خان هم کشمير ته ورغلو او ليکي چې کله هلته ورسېدو نو د اندرا او فيروز سره يې د سیل ځايونو نه ښه خوند واخيستو.
indra yunus
په اکتوبر کې يوه شپه دی د باچا خان مشر ورور ډاکټرخان ليدو ته ورغلو نو هلته د ده يو نوی ملګری سکندر ميرزا يې وليدو. دوی د تاش (قطعو) لوبه کوله. سکندر مرزا ورسره ډېر په مينه روغبړ وکړو او بيا په خبرو کې يې ورته وويل چې خپل کورته يې وروغواړي. يونس خان په هغو ورځو کې له انګريز په تيښته و او شپه به يې کور کې نه کوله خو د يو پښتون په توګه سکندر ميرزا ته يې بله ورځ د ډوډۍ ميلمستيا وکړه. په نورو ميلمنو کې ډاکټر خان، سردارعبد القيوم، سردارعبد الرشيد او نوابزاده فريد هم وو. له ډوډۍ وروسته تر نيمې شپې دوی خبرې کولې، سکندر ميرزا چې لاړو نو د پوليسو انګريز مشر ته يې خبر ورکړو او د شپې دوه بجې د يونس خان له خوبه راويښ کړل شو او جيل ته يې بوتلو. سکندر ميرزا له ويش وروسته د پاکستان لومړی صدر شو.
يونس خان په پيښور جيل کې د ورځې مهمې پېښې ليکلې. د ۲۱ اکتوبر ۱۹۴۲ م په ليک کې وايي چې اندرا راته پېغور راکړو چې تاسو د انګريزانو د شرابو د هټيو په بايکاټ څه توره وکړه؟ څه موده وروسته يونس خان ډېره اسماعيل خان ته بوتلل شو او د هغه ځای د بنديخانې حالت يې په تفصيل وليکلو. هم هلته د خرابو خوړو له کبله دی د سل ( ټي- بي) په مرض اخته شو. له هغه ځايه يې ايبټ اباد جيل ته واستول شو چې د ده کور ته نږدې جوړ و. يونس ليکي چې زما په زېږېدو پلار مې د دې جيل ټولو بنديانو ته ډوډۍ ورکړې وه. هغه خبر نه و چې يوه ورځ دغه زوی به پکې قيد وي. څلور کاله د بند نه وروسته، په ۱۹۴۵ م په اپريل کې يونس خان د هري پور جيل نه خوشې کړل شو نو دی لاهور ته لاړو. د لاهور د ګورنمنټ کالج مشر د لور لاج سره يې واده وکړو. د ده واده کې د نورو مشرانو سره اندرا ګاندي هم ګډون وکړو. د ده يو زوی وزيږېدو چې عادل شهريارنوميدو، خو وروسته ترې ميرمنه بېله شوه
په ۱۹۴۶ م کې د صوبه سرحد په انتخاباتو کې پښتنو ملت پالو په لوی شمېر د خلکو رایې وګټلې او ډاکټر خان د حکومت مشر شو. خو دا حکومت کاميابه نه و ځکه چې شتمنو خلکو ترې ډډه وکړه. د صوبه سرحد په پارلمان کې هغه وخت يونس د کانګرس ګوند يواځينی استاځی و. دې سيمې ته د جواهر لال نهرو اندرا کاندي او د محمد علي جناح د سرکاري سفرونو انتظام د يونس له خوا کېدو. خو دی د پښتنو خانانو، شتمنو خلکو او د انګريز چاپلوسانو نه دومره نهيلی شو چې کشمير ته لاړو. هلته د مهاراجه پر ضد غورځنګ او د ځايي حکومت جوړولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، ګرفتاره شو او انګريزانو بيا جيل کې بند کړو. دغه وخت په ټول هند کې د خپلواکۍ غورځنګ اوج ته رسيدلی و او په ۱۹۴۷ م کې هند وويشل شو.
يونس خان د کشمير نه ډیلي ته لاړو او د نهرو ټبر سره ايسار شو. ښايي دا هغه وخت و چې يونس خان او اندرا يو ځلې بيا ډېر نږدې شول. د اندرا ګاندي خپل ميړه فيروز سره ورانه وه خو د لومړي زوی راجيو ګاندي نه لس کاله وروسته يې دويم زوی سنجيو وزېږېدو چې وروسته يې خپل نوم سنجې ته واړو. په نهرو ټبر کې د يونس خان او د اندرا په اړه خبرې کېدې او اخر جواهرلال نهرو يونس خان د سفير په توګه ترکي ته واستوه. وايي چې د ده د سفر په اړه اندرا خبره شوه نو يونس خان پسې هوايي ډګر ته لاړه او هلته يې ډېر وخت ورسره ژړل. يونس خان اندونيزيا، عراق، اسپانيې او الجزاير کې هم د هند سفير و.
کله چې دی د خارجه وزارت کې کار کوو نو د بريطانيې يو پوځي افسر په هند کې د انګريزانو دهديرو ( ګورا قبرستان) معاينې لپاره لاړو. د هغو هديرو د ساتلو لپاره يو بل انګريز سره د يونس خان ليدو ته ورغلو. ده يې د منلو انکار وکړو نو هغه افسر ورته وويل چې په تير (نړیوال) جنګ کې جرمني او ایطاليې هم داسې چلند ونکړو لکه چې اوس هند يې کوي. انګريز افسر ډېر په غرور ورته وويل چې دا کار دې تر سبا پورې زما د تلو نه وړاندې وشي. يونس خان ورته وويل، ” ای قبرکن، ستا دا جرات چې زما ملک دې د فاشسټانو سره برابر کړو، هم اوس دواړه ووځئ، که نه زه به مو له کړکۍ بهر وغورځوم.” دواړه انګريزان ژر له هغه ځايه لاړل او يونس خان تر ډېره وخته ورپسې خندل.
په هند کې د مسلمانانو د حقوقو لپاره يونس خان ډيرې منډې ترړې ووهلې. په ۱۹۶۵ م کې د هند حکومت په علي ګړه پوهنتون کې د اصلاحاتو يو قانون وړاندې کړو چې د هغه ځای زيات استادان پرې خواشيني وو. د دوی له خوا ډېره موده احتجاج روان و. آخر وزيرې اعظمې اندرا ګاندي په ۱۹۷۵ م کې يوه غونډه راوبلله چې هغه قانون پلې کړي او دا پوهنتون يو اقليت اداره اعلان کړي. يونس خان هم پکې و او يو وزير چې ټولو ته د هغه پوهنتون په اړه معلومات ورکول وويل، چې ځينې کسان تش غبرګون ښايي او د پروګويسيو (وړاندې تلونکو) مخالفت کوي. يونس خان د هغه نه پوښتنه وکړه چې دا غبرګون ښودونکي کسان څوک دي؟ وزير ورته وويل، دا هغه خلک دي چې د اسلام نه يې يوه بلا جوړه کړې ده. يونس خان وزير اعظم ته وويل چې پروګريسيو هغه خلک دي چې روژې خوري، لمونځ نه کوي، ماښام پخپلو کورونو کې شراب څکي او په دې بحث کوي چې د دې وزير اجنډا به نوره څنګه وړاندې ته بيايي. ” په کوټه کې خاموشي شوه او وزيراعظم د خپلې موسکا د پټولو لپاره په کاغذ هسې کرخې راښکلې. يونس خان په غير سرکاري توګه هم د مسلمانانو په دفاع کې هر ځای ودرېدو. کله چې په زاړه ډيلي کې د ناجايزو کورونو د ړنګولو کار پېل شو نو هلته مسلمانان پرې اغيزمن شول. هغوی به د يونس خان نه مرسته غوښتله.
په ۱۹۸۰ م کې د يونس خان يو کتاب چاپ شو چې کسان، جذبه او سياست (پرسنز،پېشن او پوليټکس) نومېدو. په دې کې هغه د اندرا ټبر شخصي معلومات هم وليکل، لکه دا چې سنجې په ماشومتوب يې سنت کړی و.
په ۱۹۸۹ م کې هغه د هند د راجيه سبها (مشرانو جرګې) غړی او په ۱۹۹۱ م کې د تجارت وزير شو چې د خپل تقاعد وخت پورې په هغه عهده پاتې و. وروستو هغه د هند د تجارت نندارتون مشر و. په ډیلي کې “پرګتي ميدان” د يونس خان د فکري تخيل يوه بيلګه ده چې ډېر په مهارت جوړ شو.
کله چې سنجې ګاندي د مانيکا سره د واده فيصله وکړه نو يونس خان يې مخالفت وکړو ځکه هغه غوښتل چې دی دې پخپلې خوښې د يوې مسلمانې جينۍ سره واده وکړي. وروسته دی راضي شو او د سنجې واده د ده په کور کې وشو. عادل شهريار چې له ماشومتوب د اندرا ګاندهي د زامنو سره ملګرې و، په ۱۹۹۰ م کې ناڅاپه مړ شو. د سنجې له مړينې وروسته د عادل مرګ سره، يونس خان ناهيلې شو او ګوښه ژوند يې تيراوو. دی د جون په ۱۷ نيټه ۲۰۰۱ م کې مړ شو او د ډیلي په اوکهله کې خښ دی.
سرچينې
۱.د بنديخانې ليکونه- محمد يونس، انګريزي ژباړه ډاکټر سيده سيدین حميد، ويکاس خپرونې، ۱۹۸۶م.
۲. يوه معمه چې سنجې ګاندي نومېدو. آر- وي- بهاسن، د هند د سپريم کورټ(عالي محکمې) وکيل مضمون، ۲۱ نومبر ۲۰۰۷ م- په انټرنيت.
۳.اندرا ګاندهي – (يو ژوند ليک) زرير مسانې – هيمش هيملټن لندن.۱۹۷۵ م
۷۷ مخ
د عکس او نور کورني معلوماتو لپاره د عبدالله نه مننه

د خپريدو نيټه
۲۸ ستمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. د صفیه حلیم د ستاسو ویب سایټ دیر په زړه پوری معلومات وړاندی کوی ډیر زیاته مننه

    1. ستاسو هم مننه او کور ودان

Leave a Reply

Your email address will not be published.