د پښتونخوا اصل کبابي په څپرګي کې نارنج ارو مرو ځوړند وي. دغه تراوه او تراخه نارنج پخوا “کرنه” نومیدل. د نارنج ټکې د فارسی نه پښتو ته کډه وکړه خو څو کاله وړاندې هم زمونږ د کلي سپین سرو به د “کرنه” ګلونه د شړشمو په تیل کې ګډول چې سر به يې پرې غوړاو.
د کرنه ځنګلي ونې به د وړو سیندونو او ویالو پر غاړه ډېر لیدل کیده. دا هغه اصل بدرنګه او تریو “نارنج” دی چې سپین خوشبودار ګلونه يې په سپرلي کې را ټوکېږي. دا ګلونه په سر کې کاسني رنګ لری او وروسته بیا سپین شي. دا په کال کې یو ځلې میوه کوي چې په ژمي کې نارنجي او کله زیړبخن رنګ کې پاخه وي. د دې پوستکې پرېړ، زیږه او بدرنګ خو میوه يې تریو او خوشبودار اوبو نه ډکه وي. دغې نه هم خلکو هر ډول ګټه اخیسته چې اوس له ډېرو خلکو هېر دي.
مردان سره نزدې په “کشمیر سمڅه” کې دوه زره کاله پخوانۍ لرګینه دړه د “کرنه” ونې نقش جوړ و. په ۱۹ پېړۍ کې دلته انګریز پلټونکو ولیکل چې دغه یواځینۍ سیمه ده چې کرنه ونې پکې شنه کېږي.
د مالټو باغ جوړولو لپاره د کرنه ونې جرړه کارېږي. زمونږ په سیمه کې دا هم هغه وخت پخېږي چې کله د ګوړې ګاڼۍ ګرځي. ښځو به تازه کرنه (نارنج) پوستکې په چاقو وسولوو او بیا به يې په څلورو ټوټو پریکړو. اوبه به يې ترې وزبیښلې او بیا به يې د خاورې په کټوۍ کې نورو اوبو سره دغه پوستکي ووېشول. ترخې اوبه به يې ترې توی کړې او کټوۍ به يې ګاڼۍ ته ورواستوله. ګاڼۍ که د هر چا وه، په دغه کټوۍ به يې د ګوړې کک (شیره) ډکه کړه او په سر به يې د ګني وچ پوستکي تاو کړل. دغه مربه به بیا څو ورځې وروسته خوړل کیده. د کرنه پوستکو نه به يې سپین لیرې کړل او نري نري به يې پریکړل چې په وچ حالت کې به يې خرڅول. دغه ته يې “زرده” ویل او خوږو زیړو وریژو پخولو لپاره به يې کاروو. د دې وچو پوستکو نه به ځینو خلکو مربه جوړوله.
په هند کې کرنه “کهټه” یاني تریو، او “ادلیمو” بلل کېږي، په جنوبي هند کې شنه کرنه د اچار او د دې پاڼې لکه د نور ترکاري په پخلي کې کاروي. د دې تروې اوبه د اچار او مربه کې او پوستکی يې د عطر جوړولو لپاره کارېږي. د هند نه دا بوټې عربانو له ځانه سره خپلې خاورې ته یوړو او دا به يې په خواړو کې د سرکې او د لیمو په شان کاروو. د دې له پوستکي يې غوړ ویستل چې د نوروعطرو سره به يې ګډ کړل. د کرنه پرېړ پوستکي دننه سپینه پرده د زخم نه د وینې بندولو لپاره د ملهم په توګه کاریدو. په ۱۰ میلادي پېړۍ کې عربانو دا بوټې اسپانیې ته یوړو او د قرطبه، اشبیلیه (سوییل) اوغرناطه په باغونو کې يې وکرل. د اسپانیې نه عرب کډ والو دا له ځانه سره جنوبي امریکه، فلوریډا او باهاما جزیرې ته یوړو. هلته دا د اشبیلیه (سیویل) نارنج په نوم مشهور شول. د اسپانیې په اندلس صوبه کې دغه میوه ډېره وي خو پخپله يې نه خوري او یورپ ته يې استوي. د کرنه پوستکي کې “پیکټین” ډېر وي نو ځکه مربه (مارملېډ) ترې ښه جوړېږي. اوس کرنه د سیویل نارنج او د مارملیډ نارنج په نومونو شهرت لري. د دې پوستکې په یونان او قبرص کې د شرابو په جوړولو او په کیکونو او نورو خواږو کې د خوند لپاره ورګډ کړي. په البانیه کې د دې له ګلونو مربه جوړوي چې ” مربه بهار نارنج” نومېږي. “نارنج اسیر” په شام او عراق کې د شربت نوم دی.
د کرنه یو قسم میوه او پاڼې ځګ کوي چې په صابون کې يې کاروي او په کیوبا کې د دې د ونې لرګي نه د بیسبال بېټ جوړوي. امریکا کې د کرنه میوه د وزن کمولو دارو کې ورګډوي او سوما په شان څه نا څه نشه هم ورکوي. د دې زیات خواړه د فالج او د زړه د حملې خطر لري. اوس په پښتونخوا کې د کرنه ونې لږ او مالټا زیاته کرل کېږي. د دې ونه يې د مالټې نه لږه ټیټه، پاڼې يې تیز شین رنګ او خلک يې د کور دېوالونو سره د سیوري او ښایست لپاره کري. او په پیښور کې اوس د کبابو سره نارنج په ځای، “کیچپ” درکوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۲ مې ۲۰۱۸ م
My mother in law is expert in preparing . Unique Article. Well done
که امکان وي نو یو تصویر راواستوه چې د دغې مضمون سره يې یو ځای کړو. مننه