ژوب


د کوټې ځینې سپين ږيري اوس هم قلعه سيف الله ته ژوب او د ژوب سپين ږيري ژوب ته اپزيی (اپوزی) وايې چې د قلعه سيف الله په شمال ختيځ کې يو کلی و. ژوب، په پښتو کې اوبلن سيمې ته واي او دا د یو سیند نوم دی.
د افغانستان امیرعبد الرحمان کله چې د کابل تخت اخیستو لپاره سرګردانه و، نو د ۱۸۷۰ م په ژمي کې د څو سوو ملو سره د غزني نه وزیرستان او له هغه ځایه د کسي غر کلیو ته ورسیدو. دی لیکي، ” یو کلي کاکړ ژوب نه مو اوړه، کچ او غوښه واخیسته او د دوو ورځو لپاره مو ډوډۍ پخه کړه.” د کلي خلکو هر ډول خواړو توکي ورته راوړل او ټینګار يې کوو چې ترینه په پېسو واخلو. ده ورته انکار وکړو نو سامان يې ورته پریښود او پخپله لاړل. په بله ورځ کلي والو ولیدل چې هر څه هم هغسې پراته وو نو په بدو ردو ویلو يې ترې یوړل. د امیر لښکر کوچ وکړو او څو میله وړاندې تورې په لاس د دوو زرو کسانو یو لښکر سره مخ شو. یو کس د ده تره (اعظم خان) د اس واګې ونیولې نو عبد الرحمن د ټوک شپیلۍ ورته په سینه کیښوده. هغه کس ورته د سیمې نوم ” ژوب” وښودلو او ۲۰ روپۍ د سړي په سر ترینه محصول وغوښتو. امیر و نه منل او خپلو کسانو ته يې د جنګ امر وکړو. کلیوالو ورته لاره ورکړه چې مونږ خو “ټوکې” کولې.
د امیر لښکر د ورځې په پای کې یو ځای ایسار شو نو یو سپین ږیری د لویو ویښتو، امسا په لاس، په سر سپین پټکی تړلی، د لسو مریدانو سره ورته راغلو. وروسته خبر شول چې هغه د سیمې یو غل و چې شوکې به يې کولې. دوه ورځې وروسته عبد الرحمان یو بل کلي ته ورسیدو نو د هغه ځای سردار د ۲۰۰ سپارو سره د ده هر کلي ته راغلو. دغه سردار ځان ته “شاهجهان باچا” ویل. امیرلیکي، ” دغه د نوم باچا یو ضعیف کس، د پسه د زړې څرمنې کوټ په غاړه چې ځای ځای پکې پیوند لګیدلي وو. په سر يې بې له خولۍ، پټکی دومره وراسته چې کپړه يې نه معلومیده. په پښو کې د وړۍ موزی او بوټان يې نه وو. په کوم اس چې سپور و، هغه تش هډوکي او څرمنه و، په زنګانونو يې ټلۍ (زنګولې) تړلې وې او زین يې د لرګي و. د اوبدلو ویښتو واګې يې په لاس وې چې په سرونو يې ټلۍ وې.”
عبد الرحمن خپل تره ته وویل چې ورشه د باچا هرکلی وکړه. هغه ورنزدې شو نو د شاهجهان د اس په زنګولو دده اس په ټوپونو شو. تره يې ویریدو او عبد الرحمن ته يې غږ وکړو نو ده په خندا ورته وویل، ” زه د دوو باچاهانو ترمنځ مداخله نشم کولې.” د ژمي له کبله د سیمې ټول کلي تش وو او وروسته دوی د واښو په یوې جونګړې کې د شاهجهان سره ولیدل نو د هغه له خلې خبر شو چې خلک په ژمي کې هلته نه د غر بلې غاړې ته لاړ شي.
د “ګومل” او “کندر” سیندونو نه مخ په بره او له کوټې ۳۳۳ کلومیټړ ختیځ کې ” یاغستان” ته څوک نه ورتلل. دا سیمه اوس ژوب نومېږي. وایی چې په جنوبي پښتونخوا کې د ډيورنډ کرښې اخري حد تر ژوب (قلعه سيف الله) پورې وو. خو کله چې انګرېز د بل ژوب نه خبر شو نو د خپل کنټرول د واټڼ ډېرولو لپاره يې شا و خوا ۱۵۰ کلومیټړ نوره زمکه هم له افغانستان ونیوله او د کرښې حد یې تر اوسني ژوب سیند وغځوو.
د ۱۸۸۴ م په پېل کې رابرټ سنډېمن د اپوزو کلي سره نزدې د خپلو پوځي پوسټو په جوړولو لاس پورې کړو. په سیمه کې اوازه ګډه شوه چې نوی باچا به د دې ځای ټول باچاهان (خانان) وشړی. د اپوزو سپین ږیري شاه جهان د انګریز په مزدورانو څو وارې حملې وکړې، یو ځای کې يې ۷ کسان ووژل او کیمپ يې چور کړو. خو په مني کې رابرټ سنډیمن هلته نور پوځ ورواستاو او کلکتې ته يې ولیکل چې، “دغه دره تر اوسه هم وحشي ده چې نه افغانان او نه انګریزان ورته تلی شي. دلته قامونه پخپلو کې په جنګ او د ګاونډیانو لپاره لکه ماشي (میاشو) په شان دي.”
د کال په پای کې سنډېمن پخپله ژوب ته په دې هیله روان شو چې د قبایلو سره ملګرتیا د لارې شخړه هواره کړي. کله چې دی د “اپوزو” کلي ته ورسیدو. نو د پښتنو یوه وړه ډله يې مخې ته راغله. دوی خیرنې جامې اغوستې، په بد حال، په پښو روان وو. له دوی څلورپینځه ځوانان سنډېمن ته ورنزدې شول، د هغه لاس يې ښکل کړو. د اس واګې يې ونیولې او یو لیک يې ورله ورکړو. دا لیک د هغو ځوانانو پلار، قامي مشر چې په کټ پروت وروستۍ سلګۍ وهلې، ورته لیکلې و. په لیک کې هغه رابرت سنډېمن ته د هر کلي نه وروسته، خپل ټبر د ده په لاس وسپارلو. له هغه يې هیله لرله چې که دده زامن د ملاقات لپاره ورته ناوخته ورغلي وو نو بخښه دې وکړي ځکه دوی به د خپل پلار مرګ ته ایسار وو.
سنډېمن د پښتنو مشرانو سره جرګه وکړه او ډاډ يې ورله ورکړو. خو د اپوزو دوو مشرانو د سنډېمن د جرګې بایکاټ کړې و او په ګومل دره کې يې ډاکې اچولې. ان تر دې چې په اپوزو يې هم حملې کولې. نورو مشرانو سنډېمن ته په ګډه خواست وکړو چې برطانیه دې د دوی ملک هم پخپلو وزرو کې واخلي. د ژوب او د ګومل درې لاره د وزیرو په لاس کې وه او سنډېمن دوی هم جرګې ته وروبلل. دی د وزیرو نه ډېر اغیزمن شو چې د ده په نظر “زیږه خو ښکلې” خلک وو. په کلکتې کې يې خپل حکومت ته مشوره ورکړه چې که دغو خلکو (وزیرو) سره لږ د زغم نه کار واخلي نو د دې ټولې (ګومل) درې کنټرول به يې په لاس کې شي. خو د سلیمان غر په لمنو کې شیراني قام د انګریز مخالفت کوو.
په ۲۷ دسمبر ۱۸۸۸ م سنډېمن د ژوب سیمه په رسمي توګه برطانوي اعلان کړه او په یوې لوړې يې کلا او ورسره د اورګاډي سټیشن په جوړولو لاس پورې شو. دی د بل کال جنوري ترپای هلته ایسار شو. د وزیرو قامي مشران په لوی شمېر د خپلو وسلو سره راغلل. خو دوی ارام و او خبرې ورسره کیدی شوې. بیا د دوی په بدرګه ګومل درې ته مارچ پېل شو چې وړاندې پرې یو انګریز هم نه و ورغلې. سنډېمن ولیکل، ” مونږ سره ۷۰۰ وزیر مله وو چې ځینې پکې ماهرغله وو خو یوه غلا هم ونشوه.” د جنوری په پای کې د ګومل دره خوندي شوه او د پوسټو د جوړولو کار پېل شو.
د ۱۸۸۹ م په پای کې دغه سیمه په رسمي توګه “فورت سنډېمن” او بل کال یو ښارهم اباد شو چې درې نیم زره شا و خوا خلک پکې اوسیدل. په کلا کې سپاره او پلي پوځ دواړه ساتل شوي و او توپې يې هم لرلې. هم دلته د “ژوب لېوي” (ملیشیا) مرکز جوړ شو. د اپوزو دوه شیراني قامي مشرانو هم هغسې د انګریز په پوسټو حملې کولې خو د ۱۸۹۰ م په مني کې سنډېمن دا ضروري وګڼله چې د دوی خلاف پوځ ورواستوي. د دغو دوو کسانو کلاګانې يې په توپو ویجاړ کړې. سنډېمن پخپله په دغې جنګ کې زخمي شو او پوځ په نومبر کې بیرته کوټې ته لاړو.
په ۱۸۹۴ م کې د “سلیازي” درې نه ژوب ته د اوبو د رسولو انتظام وشو. له هغه راهیسې دلته د کروندې او د باغونو په جوړولو ځایی خلکو کوچاني ژوند پریښودو. په ۱۹۱۹ م کې د درېم افغان جنګ په وخت وزیرو د سنډېمن په کلا څو حملې وکړې خو انګریزانو د دفاع لپاره له توپو کار اخیستو.
په ۳۰ جولای ۱۹۷۶ م کې وزیر اعظم زوالفقارعلی بهټو د فورټ سنډېمن نوم ژوب ته واړو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.سر رابرت. جي. سنډیمن. د بلوچستان صلح من فاتح. اې- ایل- پي ټکر. د هند د حکومت سیاسي څانګې افسر. ۱۹۲۱ م.
۲.تزک عبد الرحمانی- ( د امیر د سوانح اردو ژباړه) پروفیسر عزیز محمد بګټي. شاد خپروونکي ۲۰۰۶ م. ۷۵-۷۶-۷۷- مخ
۳.بلوچ، افغان، پرشین باونډری کمیشن- ګولډاسمډ، میکموین لائن.(اردو ژباړه) ډاکټر حمید بلوچ.بولان پریس. ۲۰۱۲ م. ۳۱۲ مخ

4. Pioneers of Progress. Empire Builders. edited by A. P. Newton. M.A., D. Litt., B.Sc, and W. Basil Worsfold. M.A. 1921.
د خپریدو نېټه- ۱۴ مې ۲۰۱۸ م

One Response to ژوب

  1. سید عبدالحکیم حکمت
    14 May, 2018 at 12:07 PM

    جزاک الله خیرا!
    ښه په زړه پورې معلومات وو.
    هيله ده د لاهور د فورټ (شاهی کلا) او بادشاهي مسجد په رابطه هم يوه ليکنه خپره کړئ.
    په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *