د افغانستان د شمال تخار ولایت کې ” درقد” ولسوالي یو وخت د تجارتي قافلو په لاره پرته وه. دلته د برونزو د دورې ( ۲۰۰۰ ق م ) کې یو ښار اباد و. د آمو سیند سره نزدې والي او د بدخشان د زمرد او یاقوت او لاجورد د ماینونو سره د نزدې دا ښار د اباسین د تمدن وروستی شمالي ښار ګڼلی شي.
د اباسین تمدن زیات ښارونه د هند او پاکستان په خاوره موندل شوي دي چې لوی يې موهنجوداړو او هړپه نومېږي. په بلوچستان کې د رڼا غونډۍ، پیرک او د کندهار سره نزدې د منډیګک ښار هم د دغې تمدن نښې لري.
شورتوغه په ۱۹۷۶م کې د کنستون لپاره په نښه شوه. فرانسوي او افغان لرغون پوهانو پکې پلټنې پېل کړې نو په لومړي سر کې د عقیق او لاجورد زیورات يې وموندل. د برونزو زینتي توکي، د ګچو بوتکي او د اباسین د تمدن ښارونو په شان منګي او کودړی چې ورباندې نقاشي شوی وه، بې شمیره وو. د څاروو خټین بوتکي، واړه اس ګاډي او د صدف بنګړي هم وو. په لوښو کې د هړپه ډول مرتبان، کاسې د برونزو توکي د سرو زرو ټوتې، لاجورد مرۍ، د سوري جوړولو لپاره وړې برمې او د دې څوکې د رڼا غونډۍ او د منډیګک توکو په شان وې. د څاروو د نقاشي ښودله چې دا د اباسین تمدن یو غوړیدلی ښار و ځکه دلته د خښتو پیمایش هم هغسې و. په یو مهر د خړتمي ځناور نقش او ورسره لیکنه کنده وه. دا ژبه د اباسین په نورو ښارونو کې هم په مهر او د وزن په کاڼو کنده ده چې تر اوسه لوستل شوی نه ده.
د شور توغی په کنستون کې دوه ځایونه په نښه شوي وو چې په یو کې ښار او بل کې دفاعي کلا جوړه وه. په یو میدان کې کرونده شوی وه او د پنبې ( لین) تخم هم پیدا شو چې دغسې ښارونو کې به خلکو کرل. د زمکې د خړوبولو لپاره ورته د کوکچې سیند نه د اوبو کنال جوړ شوی و. دا سیند له دغې ځای ۲۵ کلومیټر لیرې و او ښایی چې د اوبو لپاره دلته میشتو خلکو څومره خواري کری وه. داسې اټکل وشو چې ممکن دغو خلکو د کنال جوړولو ټیکنالوجي د اباسین له ښارونو څخه د ځانه سره راوړی وه. خو نور لرغونپوهان وایی چې د جنوبي ترکمانستان خلک د سیند نه د اوبو ویالو په ویستلو پوهیدل ځکه هلته دغسې یو ښار( نمازګاه) رابرسیره شوی و چې له مسیح ۳۰۰ کاله پخوا اباد و. د شور توغی ښار د وریښمو په لار پروت و او ښایی چې د ټین، مالګې، اسونو او د اوښانو تجارتي قافلې به هلته نه تیریدې. د افغانستان په کورني جنګ کې شورتوغه هم بې پامه پاتې شوه خو د کوکچې اوبه هر کال د خپلو څنډو نه زمکه وړي او دغه آثار هم خوندي نه دي پاتې.

سرچینې
۱. له ویبپاڼو معلومات
2. History of Civilizations of Central Asia. Vol 1. The Dawn of Civilization: Earliest Times to 700 BC. P 219 and 241. UNESCO Publishing. 1992