ویلیم سمپسن

په نولسمې پېړۍ کې د برطانیې” السټریټډ لندن نیوز” د دویم افغان جنګونو انځوریز راپورونو لپاره شهرت تر لاسه کړو. دا د ویلیم سمپسن په لاس جوړیدل چې په ۱۸۲۳م کې د ګلاسګو (سکاټلینډ) په یوې بې وزله کورنې کې وزیږېدو. ده له وړوکي عمر څخه رنګ او برش سره علاقه لرله خو پلار يې […]

آهن پوش سټوپا

په ۱۸۷۹م کې د هند برطانوي پوځ یوې ډلې په جلال اباد کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه. یو برطانوي انځور ګر ژورنالیسټ، ویلیم سمپسن د دویم افغان جنګ راپورونه لندن ته استول. دی د برطانوي استاځي “کاویناري” سره له پیښور ملګری شوی و. ده د ننګرهار لرغوني بودایی اثار ولیدل او د ځایی خلکو نه […]

عینک-چشمې

تاسو کله فکر کړی دی چې د عینک د ایجاد نه وړاندې د کمزوری نظر انسانانو به څه کول؟ اطالویان دعوا کوي چې د وینس یو کس “سیلوینو ډارماتی” په ۱۲۸۴م کې د لرګي په یو فریم کې بند دوه ګول محدب عدسې په پوزه کیښودل چې د نزدې شیان صفا ولیدای شي. بیا مسیحي […]

رضواني

د پښتو لومړیو درسي کتابونو لیکوال، عالم او استاد، قاضي میراحمد شاه رضواني” د “شمس العلماء” په خطاب ونمانځل شو. د اتلسمې پېړۍ په نیمای کې، د بخارا د سیدانو یو ټبرد میرعبد الرحمن په مشرۍ پیښور ته کډه وکړه. د ده زوی میرعبد الله په ۱۳ نومبر ۱۷۷۰م کې د احمد شاه ابدالي له […]

مملوک سلطنت

له ۱۲۵۰م تر ۱۵۱۷م د مصر، شام او بیا په هند کې د غلامانو (مرئیانو) اسلامي حکومت ” مملوک” په نوم شهرت لري. په عربي کې مملوک د یو کس غلام، وینځه یا څاروي ته به يې ویل. مانا هغه څه چې د ده ملکیت و. وروسته دا نوم پوځی مریي لپاره کاریدو. د اسلامي […]

کټ کټکی

د ژمي بارانونه او د چوټۍ ورځ به د ماشومانو لپاره یو عذاب و. بهر به اوبو او خټې وې او مونږ ته د کوټې نه د وتلو اجازه نه وه. په داسې وخت کې به مو څو لوبې کولې چې یوه پکې ” منجه پیړي” یعني د ” کټ کټکی” لوبه وه. د مور […]

جوج ماجوج

په عبراني ژبې کې ګوګ او مګوګ…د عربي یاجوج او ماجوج… کله د یو انسان، کله سیمې او کله د قام لپاره کارول شوی نومونه دي. په تورات کې زکر دی چې د “ګوګ” په نوم یو کس د “مګوګ” اوسیدونکی و. په زاړه انجیل کې ماجوج د نوح پیغمبر نمسی و خو هلته د […]

زما ژوند او ژوندون(۱۹)

د بلوچستان په مچ جیل کې عبد الصمد خان سره نور په سوونو مجرمان بند وو. دی يې په تفصیل د دوی حال لیکي چې د بلوچستان د بیلا بیلو سیمو څخه او د بند موده يې زیاته وه. دی لیکي چې په بلوچستان کې پخوا لوی جیل نه و نو د هند لیرې ځایونو […]

کابلي دروازه

د ۱۹۲۰م په دې تصویر کې د پیښور د زاړه ښار په لویدیځ کې جوړه کابلي دروازه ښکاري. په نولسمې پېړۍ کې د پیښور په حفاظتي دیوال کې شپاړس دروازې جوړې وې. د ځینو نومونه د خپل سمت (اړخ) له کبله ټاکل شوي وو لکه لاهوري دروازه ختیځ ته، اشنغرۍ دروازه شمال ته او کابلي […]

ایمپایر- سلطنت

دا د لاطیني ” امپیریم یا ایمپراری” نه راوتلی ټکی چې مفهوم يې راګیر یا راټولول کېږي. د انساني ژوند پېل د یو کور څخه وشو چې بیا د اولاد لپاره کورونه بېل شول. په عربي کې یو ځای لسو کورونو ته “معاشره” (عشره) د پښتو “ټولنه” ویل. له څو ټولنو به کلی، قصبه، ښاريه […]