د بنګال او بهار نه واخله تر ایران، د ” دوآبه” په نوم بې شمیره سیمې مشهورې دي. په منځنیو پېړیو کې د فارسي آب (اوبه) او دو(دوه) مرکب دا نوم د هغو دوو سیندونو تر منځ زمکې لپاره کاریدو، چې څنګ تر څنګ روان وي.
د ایران په شمالي خراسان صوبه کې یو وړوکی کلی دوآب نومېږي چې د شیروان سیند او د جرستان اوبو تر منځ پروت دی. یو بل دوآب په کرمانشاه صوبه کې ” صحنی” په نوم شته.
په هندوستان کې د اتر پردیش دوآبه ګنګا او جمنا تر منځ سیمه وه چې هلته هم پښتنو د ” روهیلکهنډ” ریاست جوړ کړو. د دوآبې په نوم یو وړوکی کلی د پنجاب په میانوالي کې د اباسین او ” تهل کنال” تر منځ دی. د هنګو په “ټل” کې د “کرمې سیند” د یوې څانګې او د کوهاټ توی تر منځ وړه سیمه، دوآبه” نومېږي. یوه بله تاریخي دوآبه د شبقدر سره نزدې ده چې دلته ګګیاڼی پښتانه میشت دی او په ۱۶۷۳م کې د ایمل خان لښکر د مغلو د پوځ سره وجنګیدو. په دغې جنګ کې د مغلو جنرل شجاعت خان ووژل شو او پاتې لښکر يې د جسونت سنګ سره وتښتیدو.
تر ټولو لویه دوآبه په ناویشلي پنجاب کې ده چې هلته د پینځو سیندونو له کبله ۵ سیمې د دوآبې په نوم پیژندل کیدې. یوه د اباسین او جمنا د اوبو تر منځ هریانه. دویمه د سندهو ساګر( اباسین) او د جهلم اوبو تر منځ- دریمه جېچ دوآب د چناب او جهلم سیندونو تر منځ- څلورمه رچنا دوآب د راوي او چناب سیندونو تر منځ او پینځم تر ټولو لویه دوآبه په ناویشلي پنجاب کې، ستلج او بیاس تر منځ وه. د دې ښیرازه زمکه د غلې کندو ګڼلې شي او د افغانستان د لارې کوچیان به يې ځان ته جلبول. د دغې دوآبې لوی ښارونه، لاهور، جالندهر، هوشیارپور، کپورتهله او نوشیر خان وو. د دوآبې په خاوره څلور ضلع ( ولسوالۍ) پټهان کوټ- ګورداسپور-امرتسر او ترن تارن په پنجابي کې ” ماجها” نومېږي چې مانا يې ” یو ځای” یا شامل کېږي. په ۱۰ پېړۍ کې لوی شمیر پښتانه به په دغې دوآبې ته ورتلل او هلته کلي به يې آبادول. په ۱۹۴۷م کې د پنجاب له وېش څخه وروسته، د دوآبې لوی ښار لاهور د پاکستان په برخه شو.