د چین په جنوب ختیځ کې له “چنګان” څخه وراخوا ۵۰۰۰ کلومیټړ یوه پراخه دشته غځیدلی ده. د میلادي پېړۍ له پېل څخه، د دې په شګلنو غونډیو د کوچیانو ۴۰ قامونه به تلل راتلل چې د سور رنګ تمبوانو (یورټ) کې اوسیدل. په څلورم او پینځم پېړیو کې ځینو پکې ښاري ژوند پېل کړو او د دوی ټاټوبی کرغیز یا قرقیز شو چې د ۴۰ مانا ورکوي. اوس د کرغیزستان د شپږو میلینو خلکو ۹۰ في صده يې مسلمانان دي.
په شلمې پېړۍ کې په دغې خاورې ۳۳ لرغوني ښارونه په نښه شول چې درې يې د کرغزستان په ” چویی دره” کې وو. له ۱۹۴۰م هلته د پینځمې پېړۍ اثار موندل کیده چې د بیلا بیلو عقیدو د خلکو ژوند پکې پټ و. په ۱۹۵۳م کې د دې په “سویاب” سیمه کې د یو بودایی عبادتځای نښې رابرسیره شوې. د یونیسکو په مرسته دلته پلټنو کې د ښار دېوالونه او کلاګانې خوندي شول. د کرغزستان د علومو اکاډمي او په سینټ پیټرزبرګ کې د هرمیتاژ میوزیم دلته په کیندنو لاس پورې کړو. د ” قراخانای” وختونو څو ودانۍ، ماڼۍ او د لومړي مسیحیانو او بودایانو یوه هدیره يې رابرسیره شول. ښکاره وه چې په ” چویی دره” کې د څو عقیدو او د نژاد خلکو ګډ ژوند کاو. د موندل شویو توکو څخه دوی د چین، هند، سغدیه او ترک اغیز لیدای شول. په ۲۰۱۰م کې د بیشکک نه ۳۵ کلومیټر بهر په “کراسنایا ریچکه” کې لرغون پوهانو د یو بودایی عبادتځای د خټینو خښټو دېوالونه رابرسیره کړل چې شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخواني وو. کرغزستان ته د لومړیو پېړیو څخه بودای دین د وریښمو په لاره، له چین څخه خپریدو. په ۲۰۱۱م کې هم هلته، د بودا هغه لویه مجسمه رابرسیره شوه چې په ناست حالت کې وه. دا یوه نایابه موندنه وه ځکه د کرغزستان په شان غرنۍ ملک کې بودای عبادت ځای وجود نه لرلو. په دې سیمې کې تیږه نه پیدا کېږي نو ځکه ټولې ودانۍ او توکي د کچه خښتو نه جوړیدل. د ناست مجسمې لوړ والی دوه نیم میټر او که چا پر پښو ودرولی وای نو قد يې د دوو انسانانو برابر و. د دې د جوړیدو زمانه، د ۸ او ۹ پېړۍ تر منځ اټکل شوه. دا د خښتو نه جوړه او بیا پرې د پاسه د نرمو خټو څخه د دې سر، لاسونه پښې، لباس او مخ وپنځول. عجیبه خبره د مجسمې مخ ته دېوال و چې هلته عبادت کوونکو به هم یواځې د دې پښې، مخ او لاسونه لیدای شول. ممکن دغه مجسمې ته د لاس وړلو لپاره هم څه شرایط وو چې راهبانو به ټاکلي وي. دا مجسمه د رژیدو په حال وه او رغول يې یو حساس کار و. کار پوهانو ددې نیم وجود بېل کړو او شا و خوا ۱۵ کاله د رغولو وروسته يې د پښو سره یو ځای کړو. د کراسنایه ریچکه په لویدیځ کې د زردشت اورتون او په کلا کې د نستوری عیسایانو سپیڅلی تیږې ایښې وې. په کنستون کې د ښار جنوبي دېوال سره د دوو نورو بودای عبادتځایونو نښې هم رابرسیره شوې. هلته د بودا سملاستلې حالت کې بله مجسمه یوولس میټړه اوږده وه. د دې ځینې برخې اوس د سینټ پیټرزبرګ په هرمیتاژ میوزیم کې ایښي دي. د ښار له موقیعت نه څرګنده شوه چې دا د مرکزی ایشیا او یورپ تر منځ د وریښمو په لار د قافلو د دمې ځای و.
د کرغزستان جنوبي ساحل “ایسیک کول” کې د تمګه کلينه څخه دوه کلومیټر لیرې یو لویه تیږه هم رابرسیره شوه چې “تمګه تاش” په نوم شهرت لري. په دغې تیږې په ۸ او ۹ پېړیو کې بودایی منترونه ( دعاګانې) کنده دي او د نړۍ ټول بودایان يې درناوی کوي.
اوس د کرغزستان حکومت سره د دریو زرو نه زیات ( ۳۲۵۷) مذهبي فرقې ثبت دي. په دوی کې یوه بودای فرقه هم ده خو دوی عبادتځای نه لري. د شوروي اتحاد له ړنګیدو څخه وروسته، په ۱۹۹۶م کې بیشکک ته نزدې، کوریا نژاد بودایانو د عبادت لپاره یو کور ” چامسین” وټاکلو چې مانا يې ازادي ده. د دې بودای ډلې مشر “اولیګ تسوی” دی او د ۱۰۰-۱۲۰ شاو خوا منونکي لري چې زیات يې د کوریا، روس او د کرغیزستان دي. په کرغزستان کې د بودیزم دوه څانګې دي خو چامسین د یوې عقیدې پلوي هم نه کوي او د ټولو بودایانو د عبادت لپاره خلاص وي.
په ۲۰۱۸م کې د کرغیزستان لویه مجسمه چې وزن يې ۵۰۰ کلوګرام و، د ترمیم او د رغونی نه وروسته د بیشکک په میوزیم کې نندارې لپاره کیښودل شوه.